پسرلی چیرې دی_ د ماشومان کیسه

عزت الله زاهد

1,251

پسرلی چېرته دی؟

سویې خپل وړوکي ماشوم ته وویل:

– بیداره شه! واوره اوبه شوه، پسرلی راغئ، بالاخره پسرلی دلارې سرته را رسېدلی دی.

دسویې وړوکي ماشوم په خوشحالۍ سره وویل:

– مهربانې! یوه نوي انډیوال ته ور ځم چې هغه ووینم.

مخکې له دې چې مور یې ورته وایي چې پسرلی ستا په شان شی نه دی، وړوکې سویې ترپ کړل ولاړه.

واوره اوبه شوې وه، ګیاوو له ځمکې څخه سر راپورته کړی و، چې لمر وویني.

وړوکې سویه یوې کندې ته ورسېده، له ځان سره یې وویل:

– پسرلی همد لته اوسېـږي.

چیغه یې وکړه:

– سلام! په کورکې څوک شته؟

په تېز ۍ سره کندې ته ورکوزه شوه.

وړاندې په کنده کې ډیره تیاره وه، چې کارته تلله تیاره وه، وړوکې سویه په کراره یوه غارته ورغله، دتیارې له لاسه یې سترګوهيڅ نه لیدل، ناڅا په یې له یوه ژوي سره عجیبه مجلس وکړ.

وړوکې سویې ورته وویل:

– سلام ته به پسرلی وې؟ په دغو غارکې څه کوې؟

اواز وشو:

– پسرلی؟ زه ؟ نه. زه یو ړوند موږک یم، دلته زما کوردی. ته دلته څه کوې؟

وړوکې سويې وویل:

– په پسرلي پسې ګرځم

ړانده موږک بېـرون لاره وروښودله وویل:

– زه نه پوهېږم، چې پسرلی چیرته ژوند کوي؛ خو کوربې له دغو څخه غټ وي، ولاړشه ځنګل ته یوه غټ غارته ورننوځه.

وړوکې سویې له موږک څخه مننه وکړه، خدای په اماني یې ترې واخستله، دغار په لوري روانه شوه، چې غارته ورورسېدله، اول یې دغارمنځ ته وروکتل، ورو ورو وړاندې ورغله، سترګې یې په یوه غټ خړ رنګي جسم ولګیدې، له ځان سره یې وویل:

– همدغه جسم پسرلی دی.

چیغه یې وکړه:

-پسرلیه! پسرلیه! زه دسویې وړوکی ماشوم یم، زه او مور مې ستا په انتظاریو.

دغار له بېخه یې غږ واورید، چې ځواب یې ورکړ:

– دا څه وایې؟ ژمې خلاص دی؟

– زه پسرلی نه یم.

وړوکې سویې پوښتنه وکړه:

– ولې؟

اوازیې واورید:

– زه اېږه یم

وړوکې سویې وویل:

– ته په دغو غارکې همیشه ویده وې؟

اېږې ځواب ورکړ:

– هو، دژمي له لومړۍ ورځې څخه چې واوره اورېـږي، زه دلته غارته راځم، تر پسرلي پورې ویده وم.

وړوکې سویې څوشېبـې فکر وکړ، وویل:

– مور مې ویل چې پسرلی دلارې سر ته را رسېدلی، تاته پسرلی معلوم دی؟ هغه په ما ډیر ګران دی چې ووینم.

اېږه ورو ورو ورنژدې شوه، خوله یې ښه ورنژددې کړه، په ازاده هوا کې یې ژور بوی کش کړ:

– که رښتیا ووایم، دپسرلي بوی راځي او که غلطیي ونه کړم دغه بوی ددغو ونې له سره راځې، کېدای شي پسرلی دلته هستوګنه ولري.

دواړه دونې په لوري روان شول، ونې ته چې ور ورسېدل، اېږې وویل:

– ته دلته ودرېـږه، زه به وګورم چې برسېره څه خبره ده.

په تېزۍ سره دونې سرته وختله، چمبه یې دونې د ډډ په سوري کې ورکړه.هلته یې بوتل وموند.له څوشېبو ورسته یې وویل:

– څومره عجیبه مزه ناک شات دي او له یوه اوږده خوبه ورسته څومره ورته وږې یم.

په اخر کې یې دواړه لاسونه په ونه ونښلول ځان یې راخوشی کړی:

– په هر صورت، زه فکرکوم چې پسرلی همد لته هستوګنه کوي.

اېږه له ونې څخه راکوزه شوه، دسويې په څنګ کې کېناسته، لږشات یې ورکړل.سویې دشاتو له خوړلو څخه ورسته اسویلی ووښکلا ، وویل:

– نن ډېره ستړې شوم، نوره په پسرلي پسې نه ګرځم، باید فکروکړم، که صبر وکړم هغه په خپله راځي.

اېږې په مهربانۍ سره وویل:

– راشه چې کورته دبوځم، زما لپاره هم دا ضرور دي چې دژمي له یوه اوږده خوبه ورسته په لاره ولاړه شم پښې مې وچې دي، راشه وړوکې سویې پر ما سپره شه او ارا مه کښېنه.

هوا تیاره شوه چې دوړوکې سویې کورته ورسېدل.

دوړوکې سویې مور وویل:

– وړوکې سویې راغلې، زه په تاپسې اندېښمنه وم.

وړوکې سویې وویل:

– راغلم؛ خوپسرلی مې پیدا نه کړ.هېڅ ځای نه و، نه په کنده کې و، نه ترځمکې لاندې و، نه د اېږې په غار کې و، نه په ونه کې برسېره و، نه پوهېږم چې پسرلی چیرته ولاړ دی؟

مور یې په مهربانۍ وویل:

– پسرلی حیوان نه دی، پسرلی له کال څخه ګټه اخیستنه ده، چې واوره ویلې کیږي، ګلونه نښه راوړي، ونې غوټۍ کوي.

وړوکې سویې په تاسف سره وویل:

– عجیبه ده!

سویې خپل ماشوم ته وویل:

– ګرانې مه خفه کېږه، نن ورځ تاو شوې، نوي شیان د ولیدل اویو ښه دوست دپیدا کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.