د ماشومان وهل او ناوړه پایلې یې

1,521

دماشومانو وهل ځيرکتيا ته څومره تاوان رسولی شي؟

ښايي ډیری کسان  اوس هم په دې باور وي چې د ماشومانو وهل یا هغوي ته جزا ورکول د روزنې په برخه کې اغیزمن وي. که څه هم په ډیرو هیوادونو کې اوس د ماشومانو فزیکي تنبیه یا د ماشومانو وهل جرم ګڼل کیږي خو زموږ په ټولنه کې ډیری کسان اوس هم په دې باور دي چې چیرې ډب نه وي هلته ادب نه وی.

په امریکا کې په یوه څیړنه کې دغه خبره جوته شوې ده کوم ماشومان چې  له خشونت سره مخامخ وي او یا وهل خوري د هغو د ځرکتیا  «IQ» اندازه تر نورو پنځه په سلو کې کمه وي. جالبه خبره پکې دا وه چې  تر ټولو ځیرک ماشومان پکې د سویډن او ناروې ښودل شوي. علت ېې هم دا ؤ چې دلته د ماشومانو وهل جرم ګڼل کیږي او ممکن مور یا پلار ته د بند سزا ورکړل شي.

د ناروې د سایکولوجۍ تحقیقاتي مرکز ویلي دي هغه ماشومان چې خشونت ورسره کیږي، د هرې مسلې حل یوازې په خشونت کې ګوري او ورو ورو د منقطي استدلال توان له لاسه ورکوي او په خپل ژوند کې د ډیرو وړو مسلو د اواري چل نه ورځي.

دا هغه څه دي چې زموږ په ټولنه کې عام دي حتي ګورو چې په ټلویزونونو کې مو د منطق او استدلال ژبه خشنه ده او په هر کار کې له زوره کار اخلو. دغه حالت  ټولنې ته له خشونت پرته بل څه نه ورکوي، ښايي محدودې کورنۍ وي چې ستونزې په خبرو او منطقي استدلال حل کوي.

په دې څیړنو کې ثابته شوې هغه ماشومان چې بدني جزا ورکول کیږي او یا له رواني پلوه تحقیر کیږي په خپل نفس اعتماد له لاسه ورکوي او دغسې کسان د نوښت او ابتکار قدرت نه لري. که لږ ځیر شو دا هغه څه  دي چې زموږ په ټولنه کې لیدل کیږي. زموږ کم  ځوانان حتي زموږ تعلیم یافته کسان  خاص ن

هیڅکله نه په ډیرو هیوادونو کې دا خبره جوته شوې چې کنجکاوه ماشومان او هغه ماشومان چې  ډیر نه دي ځورول شوی او یا ازاد پريښودل شوي تر  مطیع او فرمانبرداره ماشومانو تکړه دي او لوړو پوستونو او مقامونو ته رسیدلي دي.

له اروايي نظره دغه خبره بیخي جوته شوې چې د ماشومتوب حالت  په لوینې کې د ماشوم په شخصیت اغیز لري  او د ماشوم شخصیت په ماشومتوب کې بڼه خپلوي نو هغه ماشوم چې تل رټل کیږي او یا سپکې سپورې ورته ویل کیږي یا وهل کیږي شخصیت ناسمه وده کوي او دغه ماشومان دروغ هم ډیر وايي.

دوي له ډاره هم دروغ وايي او ورو ورو ېې دروغ په عادت بدلیږي پر دې سربیره ماشوم له تاسو فاصله پيدا  کوي او د دې پر ځاي چې پر تاسو باور وکړي پر نورو باور کوي، دغه چاره د انحراف او بې لارې زمینه برابروي.

په ډیر برخو کې اروپايي اروا پوهان وايي ماشوم ته بیځایه  حتي د «نه» یا «مکوه» کلمې مه کاروئ ځکه  د هغوي په زړه کې د ویرې زړي کري او اعماد ېې کمزوری کیږي.

هر ماشوم خپل خاص شخصیت لري دا خبره چې ماشوم د سپین کاغذ په شان ده بیخي ناسمه ده ماشوم سپین کاغذ نه دی چې موږ هر څه ورته دیکته کړو هغه ېې ووايي یاېې وکړي ،بلکه ماشوم خپل خاص شخصیت لري او یوازې مرستې او لارښوونې ته اړتیا لري، د مور او پلار دنده دا ده چې شخصیت ېې نور مذبوت کړي او مرسته ورسره وکړي.

ښايي ډیرکسان دا ووايي چې که پر ماشوم پټکې ونه شي او یا ونه وهل شي نه تربیه  کیږي او خبرو ته هیڅه غوږ نه ږدي ،دا خبره نن سبا هیڅوک درسره نه شي منلی ، کله چې په ټولو پرمختللو هیوادونو کې د پټکو او وهلو په ځاي په خبرو او منطقي استدلال ماشوم روزل کیږي نو ولې باید موږ دغه کار ونه کړاي شو.

خو زموږ ستونزه په څه کې ده چې ماشوم زموږ خبره نه مني او سپين سترګي راسره کوي؟ تر ټولو لوي علت ېې دا دی چې موږ سمې او جدي خبرې ورسره نه کوو ، پر ماشوم خبرې هغه وخت اغیز لري چې مخامخ ېې سترګو ته وګورو او د خبرو لپاره وخت ورکړې ، داسې نه کیږي چې ته ګورې تلویزون ته یا په بل کار بوخت یاست او ماشوم ته وایئ چې  دا کار مه کوه. ماشوم د ارتباط او ستاسو د پام د اړولو لپاره دغه کارونه کوي شوخي او شیطانت ېې د ارتباط یوه وسیله ده، که وخت ورکړئ او شخصیت  ته ېې ارزښت ورکړئ نو سل په  سلو کې نتیجه ورکوي.

کله چې مو اعصاب خراب شول هیڅکله ماشوم ته مه نیژدې کیږئ لومړی باید خپل اعصاب ارامه کړئ  له ځان سره فکر وکړئ، ژوره ساه واخلئ او له هغه وروسته په ارامښت ورسره خبرې وکړئ.

خپل سرحد ورسره وساتئ، او په دې ېې پوه کړئ چې کله تاسو یوه خبره کوئ پکې جدي یاست کله چې ماشوم ته وخت ورکړئ او هغه هم په دې پوه شي چې تاسو خپلو خبرو کې جدي یاست نو له خشونت پرته ستاسو خبره مني البته دا توقع مه لرئ چې ستاسو ټولې خبرې دې ومنې اجازه ورکړئ چې په خپل منطق درسره بحث وکړي او نتجیې ته ورسیږي.

ډیرځله موږ خپله مشکل لرو او زړه په ماشومانو تشوو دا تر ټولو ناځوانمردانه کار دی، کله چې تاسو ماشوم غواړئ په یاد ولرئ ټول مسولیت ېې ستاسو دی د نس مړول او ډوډۍ پيدا کول مهم نه دي تر دې ډیر مسولیت لرئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.