چاغوالي Obesity

حنیف طیب

1,214

چاغواالي او د هغه د مخنيوي لاري چاري !

 تر دې مخته چې چاغښت وپيژنو لومړي باید BMI وپيژنو . که چېری د یو کس لوړوالي يا جګوالي په متر اندازه کړو او وزن یې په کیلو ګرام اندازه کړو ، نو که جګوالي یا لوړوالي په ځان کې ضرب کړو او د بدن وزن پر تقسیم کړو ، کوم عدد چې لاسته راځي د BMI ( body mass index ) په نوم یاديږي .

مثلاً  : که د يو شخص قد يا جګوالي 1.7m متره وي او وزن یې 70kg یا کیلو وي نو BMI به یې څومره وي ؟

1.7 * 1.7 = 2.89

70kg/2.89 =  BMI 24.2

نارمل  BMI د 20 او 25 په منځ کې وي ، که تر دې جګ شي دې حالت ته چاغښت وایې . څنګه چې موږ پوهیږو هغه حرکات او فزیکي فعالیت چې موږ یې د ورځي په اوږدو کې تر سره کوو یو مقدار انرجي ته اړتیا لري چې همدغه انرجي موږ د خوراک د لاري تر لاسه کوو . که چېرته دغه انرجي زموږ او ستاسو تر فزیکی فعالیت زیاته وي نو زموږ په وجود کې د سپيني غوښي په ډول ذخیره کيږي ، که یو کس خوراک کم کوي نو د همدغه ذخیرې څخه انرجي تر لاسه کيږي ، او که یو کس خوراک تر خپل فزیکي فعالیت زیات کوي ، نو اضافه انرجي په بدن کې ذخيره کيږي .

 څنګه کولای شو خپل وزن کم کړو ؟ 

لومړي__ هغه غذا باید انتخاب کړو چې لږ انرجي ولري لکه میوه جات ، سلاد . مخکي تر دې چې په خوراک شروع وکړو ، باید یو مقدار اوبه وڅیښو ، سلاد وخورو ، یا ځیني میوه جات لکه مڼه وخورو ، تر څو معده مو لږ ډکه شي او له دې څخه وروسته نور غذایې مواد چې په کور کې پاخه شوي وي وخورو .

دوهم___  فزیکي فعالیت او تمرين باید وکړو . فزیکي فعالیت په دي معنا نه چې فقط سهار وخت منډه کړو او یا یواځي جیم ته ولاړ شو ،  بلکی کوښښ باید وشي چې له پورته ذکر شویو فعالیتونو سره سره بازار ته د سودا لپاره ، دفتر ته د تګ لپاره  د پښو څخه کار واخلو او په څنګ کې د ورځي یو لوبه وکړو لکه کرکیټ ، فوټبال او داسي نور .  په دغه وړو شیانو کې تغیر را وستل وزن ډیر کموي .

دریم___ که چېري یو څوک وغواړي خپل وزن د یو کيلو په اندازه کم کړي ، نو د یوې هفتې لپاره دي په ورځ کې یو ساعت تیزه منډه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.