هغه غلطۍ چې د وزن کمولو مخه نیسي

حنیف طیب

871

که تاسې د وزن کمولو لپاره مختلف ډوله زیار باسئ، ورزش کوئ، محدود خوراک کوئ او بیا هم کومې پایلې نه ورکوي نو تاسې شاید د وزن کمولو پر مهال کومې غلطۍ ترسره کوئ.

زیاتره خلک د ډائټنګ یا د پرهیز نوم اوریدلو سره دا سوچ کوي چې باید خوراک او څښاک کم کړي، خو په دغسې کولو سره د انسان وزن د کمېدلو پرځای زیات شي.

ځینې هغه غلطیانې چې د وزن کمولو لپاره د پرهیز په توګه ترسره کیږي:

ځان په لوږه ساتل

که تاسې وزن کمول غواړئ او ددې لپاره مو پخپل ورځني ژوند کې په خوارک کې بې اندازې کموالی راوستی وي او همیشه مو ځان په لوږه ساتلی وي نو دا یوه غلط فهمي ګڼل کیږي، چې د کموالي پر ځای مو په وزن کې نور زیاتوالی هم راولي.

ځکه چې د زیاتې لوږې نه وروسته انسان له اندازې زیات خوراک کوي چې د وزن زیاتېدو لامل کیږي، که چیرې وزن کمول غواړئ نو په ورځ کې لږ تر لږه ۵ وارې وخت تر وخته داسې خوراک وکړئ چې د تغذیې څخه ډک وي.

کم سباناری کول

سباناری کول د انسان روغتیا لپاره تر ټولو غوره خواړه ګڼل کیږي، خو نه کول او یا کم کول یې د وزن زیاتوالي تر ټولو ستر لامل ګڼل کیږي، ځکه چې د سباناري نه کولو پر وخت سړی د ورځې په اوږدو کې خوراک زیات کوي چې د غټوالي لامل کیږي.

سبزي نه خوړل

د نورو خوراکونو په پرتله په سبزیانو کې کالوریز کمه اندازه موندل کیږي، چې کم کالوریز د وزن په کمولو کې مرسته کوي، که غواړئ وزن مو کم کړئ پخپلو خوړو کې سبزيانې زیاتې کړئ.

کمې اوبه څښل

د اوبو پوره اندازه څښل زمونږ چټک میتابولزم لپاره اړینې دي، (میتابولزم په بدن کې د غذا بدلون راولي او نویو حجرو ته یې بدلوي)، نو په کار ده چې سهار په نهاره لږ تر لږه درې ګیلاسه اوبه وڅښل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.