درې ډوله خوراکونه

حنیف طیب

1,380

کومې درې ډوله خوراکونه مردانه جنسي قوت زياتوي

 تحقيق ښودلې چي له ۱۹۷۳ کال راهيسي د نارينه ؤ د سپرم په شمير کي تدريجي کمښت راغلی دی . کارپوهان وايي چي دا د ژوند د طرز او ناسالمو خوراکو پايله ده . خو درې غذاوي جنسي قوت ته تر ټولو زياتي ګټوري بلل کيږي . د کارپوهانو په آند د نارينه ؤ د جنسي قوت په ترڅ کي د هغوی د ژوند سالم طرز او د متوازنې غذا خوړل زښت زيات اهميت لري . په دې ترڅ کي لاندنۍ درې غذاوي د نارينه ؤ د جنسي قوت له پاره تر بل هر شي زيات ګټور بلل کيږي :

1 – کب يا ماهی : زيات شمير څېړنو د روغتیا له پاره د کب ګټورتوب په بيا بيا تائيد کړی دی . تحقيق ښودلې چي کب د نارينه ؤ د سپرمز نه یوازي شمير زياتوي بلکه د سپرم يا د مني د حجرو حرکت هم بهتره کوي . د دې يوه وجه په کب کي د ( Omega-3 fatty acids ) د مقدار زياتوالی هم اټکل کيږي . په ډنمارک کي د يو تحقيق په ترڅ کي د ځوانانو يوې برخي ته د کبانو غوړ ورکول سول او دويمې ډلې ته نه. د ځوانانو هغه ډله چي د کبانو غوړ يې خوړلي ول د هغوی په جنسي قوت کي درې مثبت تغيرات رامنځته سول . لومړی دا چي د مني حجم يا مقدار زيات سو ، دويم د نارينه ؤ مني توليد کوونکي غړي لوی سول او بل دا چي په مني کي د حجرو يا سپرم شمير هم زیات شو . د ( Omega-3 fatty acids ) له کبله د ويني ګردش زياتيږي او په دې توګه د نرينه جنسي آلې د شخ کېدلو لامل ګرځي. د کب د خوړلو ګټي په زیاته هغه وخت لا ښه روښانه کيږي ، کله چي نارينه کمې غوښي وخوري .

2 – جوز / غوز يا چارمغز : په يوه څېړنه کي پر ۱۹۹ ځوانانو د چارمغز مثبت اثرات وپلټل شول . دغو ځوانانو ته تر ۱۴ ورځو پوري چارمغز د خوړلو له پاره ورکول شوه . د دغې وچي ميوې د خوړلو له کبله د هغوی په شهوت او جنسي اشتها کي ډېر زياتوالی راغلی . د دې ترڅنګ د يادو ځوانانو په مني کي د سپرمز شمير هم زيات سو او هم يې حرکت بهتر شو . پر دغه تحقيق باندي يو شمير تنقيدونه هم وشول . خو له بل اړخه د نارينه ؤ پر جنسي قوت د چار مغز د مثبت اثر لامل په مجموع کي و جنسي قوت ته د پوستکي لرونکو وچو ميوو د افاديت يوه بله بېلګه بلل کيږي . دا چي کب او چار مغز د نارينه ؤ جنسي قوت ته ولي زياته ګټه لري ، يو بل لامل يې په دغو دوو خوراکي توکو کي د امينو ايسد د ( L-Arginin ) شتون بلل کيږي . دغه مواد د انسان د ميټابوليزم د بهتره کولو تر څنګ يو شمير نوري روغتيايي ګټي هم لري . دغه مواد نايټرک اکسايډ هم جوړوي چي د ويني د فشار د کمولو او د وينو د شريانونو د پراخه کولو له پاره ګټور دی . ( L-Arginin ) د سپرمز د شمير په زیاتولو او د هغوی د حرکت په بهتره کولو کي زیاته مرسته کولای سي .

3 – سور رومی/ ټماټر : څېړنو ښودلې ده چي روميان په انسانانو او حيوانانو کي د سپرم د زياتېدو لامل کيږي . د دغې فايدې راز په روميانو يا ټماټرو کي د ( Lycopene ) د موادو شتون بلل کيږي . په روميانو کي اينټي اکسيډنټ سره مواد سته . د ( Lycopene ) له کبله په حجرو کي اکسيډيټيف تشنج کميږي . تر اومو روميانو په پخ سوو روميانو کي د ( Lycopene ) مواد زيات ترلاسه کيدلای شي . تر ټولو زیات دغه مواد د روميانو په روب يا پېسټ کي وي . البته په څېړنه کي برخه اخيستونکو ته روميان نه بلکه ۱۴ ګرامه (Lycopene) لرونکي ګولۍ يا کېپسولونه ورکول شول . دومره مقدار ياد مواد تقريبا به ۲۰۰ ګرامو روميانو کي موندل کيږي . دغه مواد د سپرمز د بهتره صحت او د بهتره لامبوزن کېدو لامل ګرځي .

 کارپوهان وايي چې يادي درې غذاوي د نارينه ؤ د جنسي قوت زياتولو له پاره ډېري ګټوري دي ، خو په مجموع کي متوازنه او سالمه غذا د ښه صحت له پاره حتمي ده .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.