زېمبابوې هېواد افغانستان ته د شپږ لوبو د بایللو وروسته د خپلې ملي لوبډلې روزونکی د دندې لرې کړ

823

دعوت میډیا ۲۴ ( چهار شنبه/۲۵ جوزا/۱۴۰۱): افغان لوبډلې د شل اوریزه نړیوالو سیالیو د روانې لوبلړۍ د وروستۍ لوبې په ګټلو سره سیالې زمبابوې لوبډلې ته د ۳-۰ په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې وکولی شول چې د یو ورځنیو نړیوالیو سیالیو سربېره شل اوریزه نړیوالو سیالیو کې هم سیال لوری په ستر توپیر له ماتې سره مخ کړي.

د شل اوریزه نړیوالو سیالیو د وروستۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله چې لومړی یې د سیالې زمبابوې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په ټولو شل اورونو کې د اتو ویکټو په غورځېدو له سیال لوري ۱۲۵ منډې واخیستې او ورته یې د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه چې د افغان توپوهونکو له منځه لوبډلمشر محمد نبي ۳۱، افسر ځاځي ۲۴، احسان الله ۲۰ او حضرت الله ځاځي ۱۲ منډې واخیستې. دا په داسې حال کې ده چې د سیال لوري توپ اچوونکو نن ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او له منځه یې سکندر رضا او ریان برل دوه-دوه افغان لوبغاړي او ټريپانو، چتارا، اینسلې انډلو او جونګوی یو-یو افغان لوبغاړی له ډګره بهر کړ.

ورپسې زمبابوې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړه خو د افغان لوبډلې هدف یې پوره نه کړی شو او د افغان توپ اچوونکو د غوره توپ اچونې په پایله کې یې یو په بل پسې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې او د هدف له پوره کوله عاجزه پاتې شوه. د افغان توپ اچوونکو له منځه نور احمد لکڼوال ډېر ښه وځلېده او د ۱۰ منډو په ورکولو سره یې د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي له ډګره بهر کړل، همدارنګه شرف الدین اشرف هم په زړه پورې توپ اچونه وکړه او دوه لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل او دغه راز فضل حق فاروقي او راشدخان هم یوه یوه ویکټ په خپل نوم کړه. د سیالې لوبډلې لپاره ریین برل ۱۵، مدهېورې ۱۴، اینسلو اندیلوو ۱۳ او مروماني ۱۱ منډې ترلاسه کړې، خو د افغان لوبډلې هدف یې ترلاسه نه کړی شو.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو او شل اوریزو سیالیو دواړه لوبلړۍ ۳-۰ په توپیر سره پای ته ورسولې. باید وویل شي د نن ورځې د غوره لوبغاړي جایزه ځوان نور احمد لکڼوال او د ټولې لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه نجیب الله ځدراڼ ته ورکړل شوه.

د یادو دوه لوبو د لړیو د بایللو وروسته د زېمبابوې هېواد خپل د کرکټ د ټیم ملي روزونکی هم له دندې لرې کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.