طالبان: کابل کې د اهل هنودو په ګردواره وسلهوال برید شوی
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مني، چې د کابل په کارته پروان کې د اهل هنودو په ګردواره وسلهوال برید شوی.
د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور مونږ ته وویل، برید نن سهار شپږ نیمې بجې د اهل هنودو ګردوارې ته د یو شمېر ناپېژنده وسلهوالو په ننوتو سره پیل شوی او لا هم روان دی.
هغه زیاتوي، وسلهوالو لومړی د لاسي بم برید کړی چې له امله یې هلته اورلګېدلی او دوه اهلهنود په کې ټپیان شوي، خو دی سیمه کې د روانې جګړې له امله د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه وايي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند له قوله، وسلهوالو غوښتل له خلکو په ډکه سیمه کې موټر بم برید هم وکړي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې یې موټر چاودنه کړې او ځاني زیان نهلري.
د پېښې په ځای کې یو شمېر خلکو هم مونږ ته ویلي، لا هم په ګردواره کې دننه د ډزو غږونه اورېدل کېږي، خو سیمه کې د طالب ځواکونو لهخوا کلابنده شوې ده.
په خواله رسنیو کې چې کومې ویډیوګانې خپرې شوې دي، د اور لمبې ښکارې چې له درمساله بهر کېږي او د درمسال مخې ته هندوان او سیکان درېدلي دي او وایي چې وسله وال درمسال ته ننوتي دي.
د درمسال یوه مسوول ګورمان سینګ رویټرز اژانس ته ویلي دي، چې د برید پرمهال دېرش تنه په درمسال کې دننه وو او اوس نه پوهېږي چې څو تنه به یې ژوندي پاتې شوې وي.
تراوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.