برېټانیا: افغانستان کې د هېڅ وسله وال حرکت او تاوتریخوالي ملاتړ نه کوو

417

برېټانیا ویلي په افغانستان کې د اوسني حکومت پر ضد د هېڅ وسله وال حرکت ملاتړ نه کوي او د تاوتریخوالي له لاري سیاسي موخو ته رسېدل غندي.

په کابل کې د برېټانیا د سفارت شارژدافیر په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکي دي او په خبره یې د هېڅ وسله وال حرکت ملاتړ نه کوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د برېټانیا خاوره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پلان کولو او یا نورې مرستې لپاره وکاروي.

برېټانیا پر نورو هېوادونو هم غږ کړی دی چې دغه ډول فعالیتونو او حرکتونو ته دې د خپلې خاورې د کارونې اجازه نه ورکوي. برېټانیا تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې په افغانستان کې د هېڅ وسله وال حرکت ملاتړ نه کوي او په دغه هېواد کې هر ډول تاوتریخوالی او وسله والې جګړې په کلکو ټکو غندي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.