د نجونو زدکړې؛ ستانکزي یو ځل بیا د نجونو ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي یو ځل بیا افغانستان کې نجونو لپاره د زدکړو فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی.
نوموړي کابل کې يوې غونډې ته ويلي، چې زدکړه د ښځينو او نارینو طبيعي، اسلامي او شرعي حق دى او ديني عالمانو په دې اړه فتوا هم صادره کړې ده.
د طالب چارواکو له پرله پسې ژمنو سره سره له لسو مياشتو راهيسې افغانستان کې د ښځينه زدکوونکو پر مخ منځني ښوونځي او لېسې تړلې دي.
ښاغلی ستانکزی د طالبانو حکومت کې له هغو ګوتو شمار چارواکو دی چې د نجونو ښوونځیو د تړلو په اړه د طالبانو مشرتابه پر پرېکړه په زغرده نیوکه کوي.
نوموړي د یکشنبې پر ورځ کابل کې د افغان اېنویسټ “افغان پانګونې” شرکت د پرانېستې غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د ښځو او نارینه وو لپاره باید د زدکړو زمینه برابره شي او دا د دوی طبیعي او دیني حق دی.
ښاغلي ستانکزي تر دې وړاندي د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کیدو د تلین په مناسبت وینا کې د نجونو د ښوونځیو پر تړلو تونده نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا ډول کړنې د افغانستان د وروسته پاتې کېدو لامل کېږي.
له هغې راهیسې چې طالبان د تېر کال اګست کې افغانستان کې واک رسېدلي، تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري .
له دې سره داسې رپوټونه هم خپاره شوي، چې طالب مشران ښوونځیو ته د نجونو د تګ او نه تګ پر سر په دوو ډلو ویشل شو، چې یو شمېر د نجونو پر زدکړو په چورلټ بندېدو ټینګار کوي، خو لویه برخه یې بیا د ژر پرانېستلو پلویان دي او دا د نجونو شرعي حق بولي.
خو هغه څه چې روښانه دي د لومړۍ ډلې بر لاسی دی، چې تر دې دمه د خپل لیدلوري پر پلي کولو توانېدلې ده.
د طالبانو له حکومته د نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره د زدکړو د زمینې برابرول دي، خو داسې ښکاري، چې تر اوسه د نړیوالو فشارونو په دې برخه کې اغیزمن نه وو.
تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت یوه چارواکي مونږ ته ویلي وو، د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره جوړې شوې کمېټې خپل چارې بشپړې او وړاندیزونه څو ورځې مخکې کندهار کې خپل مشرتابه ته استولي دي.
دغه کمېټه اته غړي لري چې مشري یې د طالبانو د سترې محکمې رئیس شیخ مولوي عبدالحکیم کوي چې د طالبانو مشرتابه ته خورا نژدې کس بلل کېږي.
خو د طالبانو مشرتابه د یوې اوونۍ له تېریدو سره لا هم دغو وړاندیزونو ته ځواب نه دی ویلی.
تر دې وړاندې په کور دننه او دباندي یو شمېر سیاسي مشرانو، نړیوالو بنسټونو او د نجونو د حقونو د برخي فعالو پر طالب مشرانو غږ کړی و، چې د ټولنې نیمایې برخه دې له زدکړې نه محروموي او ژر دې د ښوونځیو دروازې د هغو پر مخ پرانیزي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.