!افغانستانـه

صالح نادان

489
افغانستانـه! زۀ دي غــم بیخـي زغمـلـے نــۀ شـم
افغانستانـه! تـا پـۀ دي حــال کـي لېدلـے نـۀ شـم.
افغانستانـه! جنـګ بیخــي درتــه پــرلـت وهـلــے
افغانستانه ! خداے دي مل شه هېڅ کولے نۀ شم.
افغانستانه! ما دي خداے لۀ هر چا مخکي واخلي
افغانستانـه! کـۀ پـۀ ننـګ دي اودریـدلے نـۀ شـم
افغانستانه! هـر دښمن دي راتـه ښــۀ معلوم دے
افغانستانـه! بـي وسـي ده هېڅ وئیلـے نـۀ شـم.
افغانستانــه! دوي ســوچـــه مسلمانــان قتلـوې
افغانستانـه! زۀ پـۀ نــوم انسـان وژلـے نــۀ شـم.
افغانستانه! زۀ نـادان کۀ مـرمه مــړ دې شمـه.
افغانستانـه! خـو تـا چـاتـه پرېښودلـے نـۀ شـم.
ـــــــــــــ
صالح نادان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.