د ماشومانو بې لارې کېدل

لیکنه: استاد سیدي

1,580

ماشومان ولې بې لارې کیږي؟ علتونه او لاملونه څه دي؟ د دې ستونزې د حل لپاره باید څه وشي؟

ــــــــــــــــــــــــــ

ماشوم هغه چاته ویل کیږي چې ۱۸ کلنۍ عمر یې نه وي پوره کړی، یا ماشوم هغه چاته ویل کیږي چې د بلوغ تر مرحلې نه وي رسېدلی، او یا په بل عبارت ماشوم هغه چاته ویل کیږي چې د ښو او بدو ترمنځ توپیر نشي کولای.

په افغاني ټولنه کې د ماشوم بې لارېتوب یوه عامه او جدي ستونزه ده، بدبختانه د ماشومانو د سالمې ښوونې او روزنې لپاره والدینو، مشرانو، ښوونکو او دولت خاصه او اساسي توجه نده کړې؛ د انسان صحیح روزلو نتیجه مونږ او تاسې ټول وینو چې تر سپوږمۍ، فضاء او مریخ پورې یې پرمختګ کړی دی.

که چیرته د انسان (ماشوم) سالمه تربیه ونشي له وحشي حــیــوان څخه هم بدتر او خطرناک جوړېدای شي.

د دې ستونزې اساسي علتونه او لاملونه څه دي؟

۱- د والدینو او کورنۍ د پوهې د کچې ټیټوالی.

۲- د ناسالمې او خرابې ټولنې شتون.

۳- د اولادونو فعالیتونه او اړیکې نه څارل.

۴- د هغوی اړتیاوو او علاقو نه پېژندل او نه پوره کول.

۵- د تقدیر او تهدید نشتون.

۶- ډېره آزادي.

۷- شرطي کول، مثلا: بغیر له ضرورت او مشکل څخه ورته پیسې ورکول(که وژاړي، وړاندې له دې چې علت او سبب معلوم کړای شي پیسې یا نور … ورکول)، چې دا د ماشوم آینده له خطر سره مخ کوي.

۸- ماشومانو سره مناسبې خبرې او لوبې نه کول.

۹- د اولادونو، ماشومانو او زده کوونکو ترمنځ عدالت نه کول.

۱۰- د نیمګړتیا/عیب له وجې په نامناسبو نومونو سره یادول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.