د افغانستان په دیپلوماتیکو استازولیو کې ملي بیرغ نیم ځوړند وي

1,441

نن به د افغانستان په دیپلوماتیکو استازولیو کې ملي بیرغ نیم ځوړند وي.

تېره ورځ په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله کابو زر کسان مړه شوي او تر یو نیم زر  ډېر ټپیان دي. زلزله ځپلو ته د درناوي له پاره به نن پنجشنبه په بهر کې د افغانستان په سفارتونو او قونسلګریو کې ملي بیرغ نیمه ځوړند وي.

د افغانستان د اسـ.ـلامـ.ي جمهوريت دیپلوماتیکو استازولیو یوه ګډه اعلامیه نشر کړې ده او ویلې یې دي، چې د زلزلې قربانیانو ته د درناوي له پاره د دیپلوماتیکو نمیانده ګيو د همغږۍ ګروپ پریکړه  کړې ده چې نن پنجشنبه د جون ۲۳ مه به په بهر کې د افغانستان په ټولو سفارتونو او قونسلګریو کې د افغانستان ملي بیرغ نیمه ځوړند وي.

په دغه اعلامیه کې د مرستو غوښتنه شوې ده: «د افغانستان اسلا.مـ.ي جمهوریت دیپلوماتیکې استازولۍ، په افغانستان کې زرګونه زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو له پاره، له ټولو هيوادونو، بین المللي سازمانونو، بنسټونو او افرادو څخه د سخاوتمنده ملاتړ غوښتنه کوي.»

په پراګ کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر شهزاد اریوبي دویچه ویله ته وویل، د افغانستان ټولو سیاسي استازولۍ جدي هڅې او کار کوي چې د اړوندو کوربه هيوادونو څخه د زلزله ځپلو له پاره مرستې وغواړي.

اریوبي وویل: «د افغانستان اسلامــ.ي جمهوریت ټولو استازو کار شروع کړی دی، چې زلزله ځپلو ته مرستې وغواړي. ټول استازي له کوربه هيوادونو او نړیوالو بنسټونو سره په خبرو بوخت دي، چې مرستې جلب کړي. دا یوه ډېره بده او سخته پېښه ده، موږ ټول یې سخت دردولي یو.»

پخواني افغان حکومت به د لویو طبیعي پېښو پر وخت په هيواد کې د یوې ورځې له پاره ملي ماتم اعلان کړ، چې په هغه ورځ به په افغانستان او ټوله نړۍ کې په دیپلوماتیکو استازولیو کې بیرغ نیمه ځوړند و.

تر اوسه د ط.. البانو سرپرست حکومت ملي ماتم نه دی اعلان کړی. ط.. البانو ویلي دي چې مشر یې .#مــ.لا هـ.ـیبـ.ت الله اخـ.و.نز.اده اړوندو ادارو ته امر کړی چې له زلزله ځپلو سره بیړنۍ مرستې وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.