م.م: طالبان په مرستو کې لاسوهنه او د نغدو پېسو د پلان پر وړاندې مقاومت کوي

537

م.م: طالبان په مرستو کې لاسوهنه او د نغدو پېسو د پلان پر وړاندې مقاومت کوي

د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکي ويلي دي چې طالبان افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو د دغه ادارې د هڅو پر وړاندې مقاومت کوي او د مرستو رسولو په برخه کې لاسوهنه کوي.

Afganistan, Herat, Geldgeschäfte 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي مارتين ګرېفيتس د پنجشنبې په ورځ دا څرګندوني امنيت شورا ته د يوې وینا په ترڅ کې وکړې. له هغه وخت راهيسي چې طالبان واک ته رسېدلي، نړيوال بانکونه د ملګرو ملتونو او امريکا بندیزونو له امله محتاطانه چلن کوي چې دا څه د دې باعث شوي چې ملګري ملتونه او نورې مرستندويه ډلې په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د فعال ساتلو له پاره دغه هېواد ته د کافي نغدو پېسو د ليږد له پاره له مشکلاتو سره مخ  دي.

ګريفتس د امنيت شورا پنځلسو غړيو ته وويل: «د بانکدارۍ رسمي سيسټم د تر حده ډېر « de-risking» له کبله د پېسو د ليږد مخنيوي ته ادامه ورکړې چې دا څه د پېسو د انتقال پر چينلونو اغیز کوي او د ليږد د کړۍ د ماتيدو سبب ګرځي.»

ملګري ملتونه هڅه کوي چې د دې سيسټم څخه د ځان ساتنې په موخه د بشري تبادلې آسانتيا په نوم يو سیسټم رامنځته کړې څو د افغانستان سره د ميليونو ډالرو مرسته له طالبانو سره د نيغ په نیغه معاملې پرته ترسره شي.

ګريفتس وويل: «موږ په دې برخه کې د [طالب] چارواکو د مقاومت له کبله محدود پرمختګ کړی دی. دا يوه داسې موضوع ده چې په خپله نه شي حل کیدلی.» نوموړې زياته کړه چې تر څو چې د افغانستان رسمي بانکي سیسټم په سمه توګه فعال شي، ملګري ملتونه د بشري تبادلې آسانتيا پروګرام ته اړتيا لري.

هغه وويل چې د ملګرو ملتونو د يوې سروې په حواله تقريباً نيمايي مرستندويه ډلې افغانستان ته د پېسو د ليږد په برخه کې ستونزې لري چې دا له اکتوبر میاشتې راهيسې کابو ۸۷ سلنه کموالی دی.

Zentrale Weltbank Washington D.C.نړيوال بانکونه د ملګرو ملتونو او امريکا بندیزونو له امله محتاطانه چلن کوي

ګريفتس وويل چې دوه پر درېمه برخه مرستندويه سازمانونه په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د مخکې وړلو له پاره د نغدو پېسو نه شتون ته اشاره کوي.

نوموړي وويل چې طالب چارواکي مخ پر زياتيدونکي توګه افغانستان ته د بشري مرستو د ليږ په برخه کې هم لاسوهنه کوي، که څه هم چې په ستمبر مياشت کې یې له ملګرو ملتونو سره د نه لاسوهنې ژمنه کړې وه.

ګريفتس وويل: «ملي او سيمه ایز چارواکي په مخ پر زياتيدونکې توګه هڅه کوي چې خپلو ګټو ته په کتو سره مرستي هغو کسانو ته ورسوي چې د دوی د لومړيتوب په نوملړ کې قرار لري.»

نوموړي زياته کړه: «موږ د طالبانو له پاره په زياتيدونکي توګه د بودجې او همدا راز د پرسونل د قراردادونو په اړه د معلوماتو غوښتنه مشاهده کوو.» هغه زياته کړه چې «مرستندويه ډلې د ځینو ځانګړو دندو له پاره د افغان ښځو د استخدام په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.»

طالبانو په سملاسي توګه د ګريفتس د څرګندونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

نوموړي همدا راز وویل چې ملګري ملتونه تر اوسه د هغو ۴،۴ ميلياردو ډالرو چې دوی ورته په افغانستان کې په ۲۰۲۲م کال کې د بشري مرستو له پاره اړتيا لري، يوازې يو پر درېمه برخه ترلاسه کړې ده.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.