د سويلي افریقا په یوه نايټ کلب کې ۲۰ مړي موندل شوي

506

د سويلي افریقا پولیسو د يکشنبې په ورځ وويل چې د سويلي ښار ایست لندن په یوه نايټ کلب کې ېې لږ تر لږه د ۲۰ ځوانانو مړي موندلي دي. د دوی د مړینې دلیل روښانه نه دی خو پولیس وايي تحقیقات ادامه لري.

په سیمه کې د پولیسو ولايتي ویاند تينبینکوزي کينانا، وويل: «موږ د سينري پارک په نامه په شراب خانه کې چې په ایست لندن کې واقع دی، د ۱۷ کسانو د مړينې رپوټ ترلاسه کړ.» چارواکو بیا وروسته ویلي چې د مړو شمیر اوس ۲۰ تنو ته لوړی شوی دی. د دغه ښار یوه جګپوړي چارواکي وویل چې د مړو شمیر ۲۰ تنو ته لوړ شوی دی ځکه درې تنو یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د پوليسو ویاند زياته کړه چې مړه شوي کسان ټول د اتلس او شلو کلونو تر منځ ځوانان ول او د پيښې په تړاو د دوی تحقیقات ادامه لري.

د شرقي کيپ ولايتي ټولنې او د محافظت ادارې چارواکي اوناتي بينقوس، دغه احتمال چې ازدحام دې د دغو افرادو د مړينې سبب ګرځيدلي وي رد کړ. بينقوس د فرانسې خبري آژانس ته پر ټيلفون وويل: «دا ډيره سخته ده چې باور وشي دا د ازدحام له کبله رامنځ ته شوې پیښه وي، څرنګه چې د مړو پر جسدونو هيڅ ښکاره ټپونه نه دي موجود.»

دسپيچ لایف په نامه يوې محلې ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې د مړو جسدونه پر میزونو، څوکیو او ځمکې پر سر پراته دي، چې د ټپونو کومې ښکاره نښې نلري.» په ټولنیزو رسنیو کې هم خپاره شوي نا تائيدشوي انځورنه ښي چې مړي د نايټ کلب پر ځمکه هر ځای پراته دي او د ټپ ښکاره نښې ورباندې نه لیدل کيږي.

ځايي تلويزیون ښيي چې له کلب څخه بهر د قربانيانو د مور او پلار په ګډون ډير خلک د سیل له پاره راټول شوي دي او پولیس هڅه کوي تر څو د خلکو شورماشور آرام کړي.

بنقوس وويل: «د هغو والدینو اولادونه چې په کورونو کې نه دي ويده شوي دلته راغونډ شوي او غواړي کلوب ته داخل شي تر څو د خپلو دوستانو له حاله ځان خبر کړي.»

د سويلي افریقا دغه ښار چې په نايت کلب کې یې نژدې ۲۰ ځوانان مړه شوي، د هند سمندر په ساحل کې د جوهانسبورګ سويل ته په نژدې ۱۰۰۰ کيلومترۍ کې پروت دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.