امریکا، اسرائیل او عرب هېوادونو ایران پر وړاندې همغږۍ لپاره پټه ناسته کړې

418

وال سټریټ ژورنال: امریکا، اسرائیل او عرب هېوادونو ایران پر وړاندې همغږۍ لپاره پټه ناسته کړې

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې امریکا او منځني‌ ختیځ‌ کې د یو شمېر چارواکو په حواله لیکلي چې د امریکا، اسرائیل او عربي هېوادونو جګپوړو پوځیانو یوه پټه ناسته کې د ایران د راکټي‌ وړتیا او مخ پر ودې بې پیلوټه الوتکو له اړخه پېښ ګواښ څېړلی او د هغو پر وړاندې یې د مقابلې لارې چارې همغږه کړې دي.

دې ورځپاڼې لیکلي چې دا ناسته تېره مارچ میاشت د مصر شرم الشیخ کې شوې او ګواکې دا تاریخ کې لومړی ځل دی چې د عرب هېوادونو او اسرائیلو د دې کچې افسران د امریکا تر څار لاندې د ګډ ګواښ پر وړاندې د ګډې مقابلې پر څرنګوالي غږېږي.

ویل شوي چې اسرائیلو سره دې ناسته کې د سعودي عربستان، مصر، قطر او اردن جګپوړو پوځي‌ مشرانو برخه اخیستې.

همدا راز متحدو عربي اماراتو او بحرین هم دې ناستې ته پوځي استازي وراستولي او د امریکا لخوا پکې د دغه هېواد د پوځ د مرکزي قوماندانۍ د هغه مهال مشر جنرال فرانک مککېنزې ګډون کړی دی.

وال سټریټ ژورنال لیکلي چې څو لسیزې وړاندې د دغو هېوادونو ترمنځ دا ډول پوځي‌ همکارۍ ناممکنې برېښېدې، ځکه عرب هېوادونو اسرائیل دښمن ګاڼه.

د ایران په تړاو ګډو اندېښنو، د اسرائیل او ځینو عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو جوړېدو او همدا راز د امریکا لخوا دوی ټولو سره همکارۍ اوس دا کار ممکن کړی دی.

دغه هېوادونه ایران منځني ختیځ‌ کې د بې ثباتۍ اصلي لامل ګڼي.

له دې سره هممهاله د اردن پاچا دویم ملک عبدالله سي اېن بي سي تلویزیون سره تازه مرکه کې ویلي چې منځني ختیځ‌ کې د ناټو په څېر د یوه پوځي اېتلاف د رامنځته کېدو ملاتړ کوي.

سي اېن بي سي دمګړۍ د اردن پاچا سره د دې مرکې لنډه بڼه خپره کړې او ټاکلې بشپړه راتلونکې اوونۍ خپره شي.

هغه دغه امریکایي تلویزیون ته ویلي د هم نظره هېوادنو ترمنځ‌ د داسې اېتلاف رامنځته کېدل کار غواړي او که وړاندیز یې وشي، نو دی به له لومړنیو کسانو وي چې ملاتړ یې کوي.

ناټو چې پر اروپايي هېوادونو سربېره امریکا او کاناډا هم پکې شامل دي، پر یوه غړي برید پر ټولو غړو برید ګڼي او ژمنه یې دا ده چې په ګډه به دفاع کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.