ناسا په جنت پسې ګرځېده خو دوزخ یې وموند

امیري

835

ناسا په جنت پسې ګرځېده خو دوزخ یې وموند!

ناسا پدې هڅه کې ده تر څو د انسانانو لپاره له ځمکې پرته په نورو سیارو او منظومو کې هم د ژوند وړ چاپېریال ومومي، اما ناسا کله کله د داسې موندنو سره مخ شي چې نه یواځې هدف ته پکې نه رسېږي بلکې د هدف له ټاکل شوي ماهیت سره څرګند تضاد پکې موجود وي.
ناسا په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې له لمریزې منظومې بهر په سرطان نومې فلکي منظومه کې یوه سیاره ومونده چې د خپل جوړښت له کبله د مرموزې سیارې په نوم ونومول شوه خو په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې په همدې سیارې ځینو څېړنو په ډاګه کړه چې د دې سیارې اټموسفیر له سیانیډ هایډروجن څخه جوړ شوی، سیانیډ هایدروجن هغه خطرناک او مهلک غاز دی چې په امریکا کې د جنګي مجرمینو د تر ټولو سختې شکنجې لپاره کارول کېږي او د نازیانو لخوا د یهودانو او مخالفینو د عامه وژنې لپاره په دویمه نړیواله جګړه کې په پراخه کچه وکارول شو.
د دې سیارې هوا نه یوازې د انسان د تنفس لپاره مناسب نده بلکه وژونکې هم ده. له بلې خوا په همدې سیاره کې د کاربن اکساید او کاربن مونو اکساید موادو څخه ډک رودونه بهیږي.
د امریکایي او فرانسوي ګډ پلاوي د موندنو په بنسټ چې په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې د Astrophisical Journal Leter کې خپاره شول ښیي چې: د دې سیارې په باندینۍ سطح کې ګرافیټ او نننی جوړښت کې الماس کارول شويدي.
دا (دوزخ نومې) سیاره هم د ځمکې پشان پخپل محور او د لمر په چاپېر راګرځي خو پدې توپیر چې د ځمکې په پرتله ۶۰ ځله لمر ته نږدې موقعیت لري. د دې سیاري داخلي تودوخه ۲۰۰۰ سانټي ګرید ته رسیږي. د دې سیارې جوړښت او ځانګړتیاوې په دیني کتابونو کې د دوزخ د ذکر شویو ځانګړتیاؤ سره ورته والی لري؛ په همدې خاطر د دوزخ په نوم نومول شوېده!
سرچینه: نشنل جیوګرافیک
ژباړه: امیري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.