سعودي عربستان او امریکا د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

946

امریکا او سعودي عربستان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د سعودي عربستان ولیعهد په جده کې د امریکا له ولسمشر جوبايډن سره کتلي دي.

 د سپينې ماڼۍ په خبرپاڼه کې راځي چې په دې لیدنه کې د ګڼو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې شوې دي.

دواړو لورو ټینګار کړی چې باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې شي او له دغه هېواد سره په بېلو برخو کې همکارۍ پراخې شي.

 دوی د نجونو د زده کړو او تحصیل په اړه هم خبرې کړې دي او ټينګار یې کړی چې دوی ته باید د زده کړو او کار زمینه برابره شي او مېرمنې دې له معیاري روغتیایي خدماتو برخمنې وي.

 په لیدنه کې په نړیواله کچه د تـ.رهګـ.ـ.رۍ پر وړاندې پر مبارزه خبرې شوې دي او دواړو لورو ټينګار کړی چې د افغانستان په اړه به په خپلو کې همکارۍ پراخوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.