غزل

دایا سنګهـ انجان

830
نن مې زړه شـوئ دی ګـناه تـه دا ګـناه کـومه
جـانـانـه تا ځینې نـن غوښــــته د وفا کــومه
راځه چې بیا کړو را تازه هغه وعـــدې د کلي
ډیرې یادیږي مې چینې جرګې میلـې د کلي
سوال به د میــنې محبت زه خامخــا کــومه
جانانه تا ځنــي نن غوښــــته د وفــا کـومه
سترګې مې سرې کړنګ د پیالو ساز د شپیلۍ او رباب
شپه تر سهاره راسره کاغـــــذ قـلم او کتاب
ستا په تصویر د خپل زخمي زړګي دوا کومه
جانانه تا ځنــي نن غوښــــته د وفــا کـومه
پیرزو د وصــــل نکـوې ولــې بې غوره یاره
پردي وطن کې به شم مړ درنه د خدای لپاره
هجر کـــې څه کولــــۍ شم فریاد ژړا کومه
جــانـــانه تا ځنــي نن غوښـــته د وفا کـومه
وکړه باور مینه مې کړي د انجان غوندې ده
زما د زړه جونګــــړه ورانه بیابان غوندې ده
خدای مې د مړ کړي که په مینه کې ریا کومه
جانــانه تا ځنــي نـــن غوښــــته د وفا کـومه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.