پاکستان د ملی دښمن په حیث

عبدالباري جهاني

983

 دا د افغانستان د ټولو، په داخل او بهر کي اوسېدونکو، افغانانو ملي وجیبه ده چي پاکستان د خپل تر ټولو لوی دښمن په حیث وپېژني او د هغه پر ضد که ملي جهاد نه اعلانوي نو دښمني خو یې ورباندي واجبه ده. دا چي پاکستان، په خپل پنځه اویا کلن تاریخ کي، او په همدغه موده کي غربي نړۍ، د پاکستان په خاطر، له افغانستان سره څه دښمنۍ کړي او زموږ هیواد ته یې څه حیاتي تاوانونه رسولي دي هغه یو کتاب خبري دي او په یوه لنډ مضمون کي نه ځاییږي. زه د دغه مضمون لوستونکو ته بلنه ورکوم چي زما« تاریخي ترجمې» کتاب ولولي او دا موضوع ځانونو ته روښانه کړي. خو ددغه غلیم هیواد پارلمان ته د یوه صدراعظم نواز شریف دا وینا باید د هیڅ افغان هېره نه سي چي« تر ټولو لوی خدمت چي ما پاکستان ته وکړ هغه به د پاکستان خلک هیڅ وخت هېر نه کړي او هغه دا چي د افغانستان پوځ مي داسي ټوټه پارچه کړ چي تر ابده به زموږ د هیواد خواته ونه ګوري»

د مجاهدینو امیرانو او قوماندانانو د افغانستان د پوځ تر ټوټه پارچه کېدلو وروسته د دې نېستمن هیواد پوځي الات و اسباب، ټانکونه، زغره وال موټرونه او د فابریکو ماشینونه او حتی جنګي الوتکي پر پاکستان باندي د عادي اوسپني په بیه وپلورل. دا پخپله ډېر مفصل مطلب او یو کتاب خبري دي؛ چي په یوه لنډ مضمون کي نه ځاییږي. خو د افغانستان تاریخ به پر دې وطن پلورونکو باندي تر قیامته لعنت وايي.

د افغانستان د اسلامي امارت مشرانو! که پاکستان ته د یوه تاریخي او اوسني دښمن په حیث کتلای نه سی نو لطفاً له هغه سره دومره دوستي او مرسته مه کوی چي د خپل نېسمتن هیواد شته مني په ارزانه او حتی حیرانوونکې ټیټه بیه ورباندي وپلوری. پاکستان د افغانستان څلور پنځه چنده ځنګلونه لري خو د افغانستان ناپوه او پر شخصي ګټو مین کسان، د سلو کالو راهیسي، هر کال د کونړ، نورستان او پکتیا د ځنګلونو وني د پاکستان لپاره وهي او هیڅ حکومت یې نه مخه نیولې او نه یې کوم اقدام کړی دی.

پاکستان د افغانستان څه باندي لس چنده د ډبرو د سکرو ذخیرې لري خو تاسي پر هغوی باندي د ډبرو سکاره، په داسي حال کي، په منتهی ارزانه بیه پلوری چي د وطن خلک په تېره بیا زاړه او ماشومان مو هر کال د کابل او نورو سیمو په ساړه ژمي کي له یخنیه تلف کیږي او خلک د ځانونو د تودولو او له مرګ څخه د ځانونو د ژغورلو لپاره زاړه بوټونه، ربړ او هر څه چي یې لاسته ورځي په اور کي سوځوي او د ښارونو هوا زهرجنه کوي.

د ملګرو ملتونو د احصاییو په اساس، د افغانستان تقریباً شل میلیونه انسانان له لوږي سره مخامخ دي او تاسي د تېر لوی اختر په مناسبت، یوازي د کندهار د سپین بولدک له لاري، هغه هیواد ته پنځوس زره پسونه ورکړل. او په مقابل کي دې ظالم دښمن هیواد په داسي حال کي د بولدک دروازه بنده کړې ده  چي د کندهار د نېستمنو خلکو پاخه انګور په بارونو کي وراسته سول. تاسي په دې څه کم یوه کال کي د سپین بولدک دروازې ته ورغلي یاست؟ تاسي د تورخم دروازه کتلې ده؟ او د خپلو په لس هاوو زرو بېوزلو خلکو چي هره ورځ لکه ګدایان په سرحدونو کي ولاړ وي د ستونزي د حلولو لپاره کوم ګام اخیستی دی؟

زه نه وایم چي تاسي له پاکستان سره دښمني وکړی؛ ځکه له هغه هیواد سره دښمني ، چي یو میلیون منظم پوځ او اټومي طاقت لري، د افغانستان د هیڅ حکومت په وس پوره نه ده؛ خو دومره دوستي او خواخوږي هم مه ورسره کوی چي د افغانستان لرګي، د ډبرو سکاره، خوراکي مواد، چي زموږ د هیواد نېسمتن وګړي تر بل هر چا زیاته اړتیا ورته لري، دې تاریخي او اوسني غلیم ته ولېږی. که غواړی چي په تاریخ کي مو نوم ، د ډبرو په سکرو نه بلکه، په طلا ولیکل سي نو په دغه برخه کي خپلي ملي وجیبې ته متوجه سی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.