له وخت مخکې وېښتان ولې سپنېږي؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

643

دا سمه ده چې د عمر په لوړېدو سره د انسان وېښتان سپینېږي، خو ډېری کسان مخکې له دې چې زاړه شي، ان په ځوانۍ کې یې وېښتان سپین شي. په ډېرو کورنیو کې به مو لیدلي وي چې د مور او پلار سرونه یې لا تور وي، خو د اولاد د سر وېښتان یې بیا سپین شوي وي، نو د وېښتانو سپینېدل د زړښت معنا نه ورکوي، بلکې ډېر لاملونه شته چې له زړښت مخکې د انسان د وېښتانو د سپینېدو لامل کېږي.

لامل او د حل لارې یې څه دي؟

تجربو ښودلې چې په بدن کې د فلزاتو کمښت، لکه منګنيز، روي، تیتانیوم او اوسپنه د سر د وېښتانو د سپینوالي او ماتېدو اصلي لامل دی. متخصصان په دې اند دي، هغه کسان چې له وخت مخکې یې وېښتان سپین شوي وي باید په خپل غذایي رژیم کې مڼې، ناک، شفتالو او هغه مېوې ور زیاتې کړي چې ډول ډول فلزات په ځانګړي ډول منګنيزم ولري. دغه راز ځیني سابه لکه اوږه، پیاز، موسیر او ګندنه چې د منګنيزیم ښه سرچینه بلل کېږي، وکاروي.

مس او منګنيز لرونکي خواړه له وخت مخکې د وېښتانو د سپینېدو مخه نیسي.
څېړنو ښودلې د نباتي درملو په ډله کې د غنمو سبوس، سنبل الطیب (یو ډل ګل دی) او د وربشو ډوډۍ خوړل کولی شي د وېښتانو د اصلي رنګ ساتنه وکړي او د سپینوالي مخه یې ونیسي. مس هم د هغو عناصرو په ډله کې راځي چې کولی شي د انسان پر پوستکي او وېښتانو باندې اغېز وکړي او د وېښتانو د سپینېدو مخنیوی وکړي.
مټر، مرخېړي، لوبیا، نسک، سره بانجان، کېله، الو، سویابین او کچالو هغه خواړه دي چې په زیاته اندازه مس لري.

یوازې زړښت مو وېښتان نه سپینوي، بلکې د ويټامین B12 کمښت، د تیرويید ناروغي او سګرېټ څکول د وېښتانو د سپینېدلو کچه څلور برابره لوړوي. د وینې کمښت، سخت او د ډېر وخت لپاره غذایي رژیم او ارثي لاملونه هم له وخت مخکې د وېښتانو د سپینېدو لامل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.