کوچۍ

لیمه ودان

1,218

نری شمال د کيږدۍ منځ ته دننه کېده. د کوچۍ وېښتان یې نڅول. دا غلې او فکرونو په مخه کړې وه. له ځانه سره یې ویل:

–         درې کاله تېر شول!؟

 ورۍ په کېږدۍ ورمنډه کړه. نجلۍ  جټکه وخوړه:

–         ارررې!  مړه مه شې ورۍ، څومره ورانه یې!

ځوان ورپسې راغئ، موسکی شو:

–         تر تا ورانه!؟

نجلۍ شنې سترګې تنګې کړې، د ورۍ خواته ورغله غلي یې وویل:

–         اې کوچنکې ورۍ! دی وینې، زما خاوند دی، تر ما او تا څو چنده وران دی.

دواړو وخندل. په ورۍ پسې شول. کوچۍ بوی وڅکاوه، په خوند یې وویل:

–       د شپې د ګل بوی دی.

نجلۍ شناوۍ سترګې شاوخوا واړولې هلک ته یې مخ کړ:

–         څه ښکلی مازدیګر دی!

هلک له ځنډ وروسته وویل:

–         د غونډۍ سر ته ځو؟

شنې سترګې یې وځلېدې:

–         رمه به هم  بوځو، مخکې له ماښامه به راشو.

شېبه وروسته، د غونډۍ شاوخوا رمه څرېده. دوی په لوړ ورته ناست و. د نجلۍ وېښتان د شمال ساز ته نڅېدل. هلک خولۍ سمه کړه. له جیبه یې شپېلۍ راواخیسته، په کې پوه یې کړل. شین‌سترګې وموسېده، لکه همدې ته چې په تمه وه. په ورو غږ یې پسې ویل:

–         جانانه لږ لږ رانه هېر وې

 کوم ځوانیمرګ شپېلۍ وهي غرقه یې کړمه

یو دم یې شنې سترګې راډکې شوې، هلک ته یې وکتل. هغې شپېلۍ یې په تیږه کېښوده. د نجلۍ مړاوې څېرې خفه کړ.

کوچني ماشوم د غونډۍ خواته منډې راوهلې. ځوان پاڅېد څادر یې وڅنډه ویې ویل:

–         د لونګ زوی دی.

ورروان شول. شین‌سترګې قدمونه درانه اخیستل، لکه زړه یې چې خبر وي. راورسېد. په سوې ساه یې وویل:

–         زېری مې غواړم، د نیازي کاکا لور یې درته وکړه!

نجلۍ ړنګه بنګه روانه شوه، د خواښې غږ یې په غوږو کې انګازې کولې:

–         درې کاله تېر شول. ته خو شنډه یې، زما زوی باید د اولاد خواږه وویني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.