د سکوت بحر

لیمه ودان

747

د انګړ چنارو ټالونه خوړل. په چوتره کې ناست کسان غلي؛ خو جرس په نارو و. د ځوانې ښځې سپېرې شونډې وخوځېدې:

–         کاش نن شپه سبا نه شي!

ماشومې به يوه ستوري ته د اشارې په دود ګوته ونيوله، بيا بل ته، بیا بل ته. د سپیانو په غپا یې یو دم سترګې رډې راوختې، ویې ویل:

–         ادې!

ځواب یې وانه ورېد. پاڅېده. د پلار مخې ته کېناسته:

–         ابه! ادې ولې خپه ده؟

سړي د چایو پیاله يوې خواته کړه، ویې ویل:

–         نه ده خپه وړانګې لورکۍ.

سړي ښځې ته مخ کړ، سترګې یې د سپوږمۍ رڼا ته ځلېدې. ده غوښتل څه ووایې خو د تسلۍ الفاظ یې له ذهنه والوتل. شېبه وروسته کلی د سکوت به بحر کې ډوب او خلک د خوبونو په نړۍ کې سرګردان و.

***

د  سهار لمر په غرونو نه و رااوښتی، ښځه د کلا په دروازه کې ولاړه وه، سترګې یې سرې اوښتې وې. سړی د سفر پنډوکی په شا په کلي کې ګړندی روان و. ښځه له ښه ځنډ وروسته دننه لاړه. خواښې یې له کړکۍ په زوی پسې کتل، ځوانې ښځې زر زر اوښکې پاکې کړې، زړه نا زړه یې وویل:

–         ادې کاش اجازه دې راکړې وای چې زه او وړانګه هم ښار ته ورسره تللي وای.

زړې په غرور شونډه بوڅه کړه. نګور یې ووته. دې وویل:

–         اوس دې کم رانه پردی کړی، چې ښار ته هم ورسره ځې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.