غزل

مهرتاج

1,022

اې مسافره څومره تا چې سختې شپې کړي دي

همدومره ما هم بدو ورځو ته ښېرې کړي دي

دا اوم “اختر” دی چې نصیب دې په کاله کې نشته

ځکه مې هر اختر له اوښکو نه جامې کړي دي.

آرمانه، دا ځل راپخلا شه بیا به نه شي خپه

ستا په نه شتون مې رب ته ښې ډېرې توبې کړي دي

په نالیدلو کې مئین یو، ډېر لیکونه او هم

په ټیلیفون مو بلها ډېرې رابطې کړي دي

ښځې ړندې، ښځې په کور کې یا په ګور کې ښې دي

پښتانه ټول عمر په دې غیرت سجدې کړي دي

“مِهر” د کرکې هغې مځکې باندې وټوکیده

چې نه غنم کوي او نه یې ګل غنچي کړي دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.