شپون او یخه ډبره – لنډه کېسه

ژباړن سید عبید الله نادر

1,784

یو شپون چې تل یې عادت درلود، چې په یوه ټاکلي ځای د ونې لاندی کښیناسته، تر څو وکولای شي چې د خپلو پسونو څارنه په ښه ټوګه وکړای شي.

 د ونې لاندی درې لویي ډبری وې چې شپون به تل د هغي لویو ډیرو څخه د اور د لګونې له پاره تری کار اخیسته او د ځان د پاره به یې چایی تیارولي، هر واری چې ده به د ډبرو په مینځ کې اور بل کړ. نو دې ته به متوجه شو چې یوه ډبره به په کې سړه وه ، با وجود د هغي نه چې اور به روښانه او په زور کې وو، خو دی په علت نه پوهیده، او دې حکمت ته ډیر حیران وو، او تل به یې پرې سوچ کاوه .

څو ځلي یې کوښښ وکړ چې که د ډبرو د ځای بدلون سره که څه بدلون راشي، نو د ډبرو ځایونه یې څو ځلي بدل کړل، خو بیا هم د زورور اور با وجود هماغه ډبره به سړه وه، تر څو یوه ورځ د خپلي ذهنې کنجاوۍ له امله و هڅول شو تر څو د دي ډبری د راز څخه خبر شي، نو بله ورځ یې ځان سره یو کلنګ راوخیست، او پر هغي یې ډبره دوه نیمه کړله، د ډبرې په مینځ کې یې په ډیر حیرت سره ولیده ،چې واړه موجودات لکه چینجي د ډبرې په مینځ کې ژوند کوي، نو مخ یې د آسمان په طرف کړ ،  په داسي حالت کې چې ټول صورت یې اوښکو پوښلي وو او وي ویل : ای مهربانه خدایه ! ته چې د یو چینجی په هکله دومره اندیښنه لرې او دومره غمخواری کوې، او د هغي د آرمتیا په فکر کې یې ،  نو وګوره چې ماته دې څه کړي دي.

خو ما تر اوسه د خپل وجود ډبره ماته کړې نه ده، تر څو زه په کې ستا نعمتونه ووینم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.