د غاښونو په اړه څو د لوستلو خبرې

1,500

1 – غاښونه په خوله کې د دروازې مثال لري که دروازه خرابه وي غل په آسانی سره کور ته داخلیږي . غاښونه د یوه قیمتي غمي مثال لري که چېرته ده غمی مات او یا هم خپل رنګ د لاسه ورکړي نو په شخصیت بده اغیزه کوي . پاکه خوله او پاک غاښونه د ښه صحت ضمانت کوي .

2 – په ښایسته غاښونو باندې شخصیت لوړیږي . غاښونه داسې یو قیمتي څیز دی چې ساتنه یې د یوې خزانې په شان په کار ده . ته د غاښونو ساتنه کوه غاښونه ستا ساتنه کوي . د ګنډیري په ژولو سره مو غاښونه کلکیږي .

3 – د لویانو لپاره د برش اِستعمال ښه دی خو مسواک د برش څخه ډیر ښه دی ځکه چې دغه یو سنت عمل دی او د اوریو ورزش هم ورسره کېږي . د یخو څیزونو څخه وروسته سمدستي ګرم څیز مه استعمالوه او د ګرم څیز وروسته یخ مه استعمالوه ځکه چې دغه عمل غاښو ته زیان رسوي .

4 – د حمل پر وخت یوه مور باید خپلو غاښو ته زیاته توجه وکړي . د غاښونو تر منځ فاصله کې له لرګي وخلو ډډه وکړئ د غاښونو تار څخه استفاده وکړئ . د سګریټ ، نصوارو د استعمال څخه ډډه وکړئ ځکه چې غاښو ته زیان رسوي .

5 – ماشومانو ته چوشک مه ورکوئ ، د غاښو په منځ کې فاصله پیدا کوي . د غاښونو برش مو له ماشونو او خاورو لرې وساتی . د غاښونو د کتنې لپاره په کال کې دوه ځلې هتمن ډاکټر ته مراجعه وکړئ . د مڼې ګازرې او ناک خوړولو سره غاښونه پاکیږي . په خپلو خوراکو کې د سبزۍ استعمال غاښونو ته فایده رسوي . د زیاتې غوښې د خوړلو سره مو غاښونه متاثره کیږي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.