د استاد ایوب لنډه پېژندنه

دودیال

1,350
استاد محمدایوب

استاد محمدایوب په ۱۹۲۶م.=۱۳۰۵ ل. کال کې د ننګرهار ولایت  سره رود په ښایسته اوشنه هنرپروره  او علم پروره ولسوالۍ کی د چهارباغ په کلي کې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې. پلار یې محمد یعقوب نومید، چې هغه هم هنری استعداد درلود او د کلیوالیو خوښیو کې به یې ګډون کاو ، د ده یو ماما (منګل) هم سندرغاړی و. په دې توګه هنر او موسیقی سره مینه او بوختیا د دوی کورنۍ کی له پخوا موجوده وه. ده د سیمې  له علمدوسته خلکو څه ناڅه سواد هم زده کړ، ورسته یې د خپل ژوند زیاته برخه موسیقی ته وقف کړه. دا هغه وخت و چې ارواښاد محمد امین (ملنګ جان) نوموړی راډیو ته معرفی کړ. ده له استاد اولمیر، زاخیل، لالا، سنډول خان، سپین بادام، ښایسته ګل، شمین ګل او ثمین ګل سره آشنایی لرله. په دوی ټولو کې ښایسته ګل ده ته دهارموینی او سندرو په ویلو کی ډیره لارښوونه کړې ده. یو شمیر ځوان هنرمندان لکه رحیم غمزده او محمد شاه  یې دموسیقی په برخه کې شاګردان دي، خو په سیستماتیک ډول  یی نور شاګران ندی روزلی، ځکه چې د ده ژوند له هره پلوه پریشان و، خو ډیرو  ځوانو هنرمندانو د ده سبک تعقیب کړ. دغه ذکر شوی  کسان هغه وخت دمشرقی نامتو موسیقاران وو. نوموړی د پښتو په موسیقی کې یو ځانګړی سبک ایجادکړ. ځینو عوامو دغه سبک ته  (ملنګ جانی) نوم ورکړی و،  دا ځکه چې  ایوب د ملنګ جان زیات شعرونه پکې ویلی و، خو غوره ده دا په پښتو غزل موسیقی کې د هارموینی  له غږ سره ځانګړی سبک وبولو.  ایوب استاد په پوره ریاضت او پوره دقت سره خپل هنر ټولنی ته معرفی او لږ موده کې یی  زیات محبوبیت وموند.  دی یو ولسی سندرغاړی و. وروسته یی راډیو او  تلویزیون کی زیات شمیر سندری ثبت او ضبط شوی  چی کوزه او بره پښتیخا کې مشهوری شوی.

نوموړی به په ساده او کلیوالی جامو کی  راډیو ته راته، چی چا ورته چندان پام نه کاو، خو د ده د هنر محبوبیت او د سنددرو جادو او په هارموینه باندی کامل تسلط(وروسته تر زاخیل) راډیو او د پروګرامونو پرودیوسران دی ته اړ ایستل چی  ډیرو پروګرامو کی  دده سندرو ته ځای ورکړی، په تیره بیا د راډیو افغانستان دفرمایشی سندرو پروګرام کی به خامخا  د زیات شمیر فرمایشونو له امله د ده یوه سندره وه. د ده د ژوند ډیره برخه په خپل کلی کی تیره شوه، خو کله چې تنظیمی جګړې پیل شوې ( له ۱۳۷۲ تر ۱۳۸۱) پورې پېښور ته مهاجر شو او هلته یی هم هنری فعالیتونه ترسره کول. پېښور کی یې له سیدعالم سره دخلکو  دخوښیو مجلسو کې، په تیره بیا د کوزې پښتیخا د هنردوسته خلکومجالسوکی برخه اخیسته او یوشمیر کسټونه یی هم هلته ثبت کړل چی دهغو سندری د راډیو آرشیف کی نشته، یو شمیر یی د راډیو سندری  دوباره  کسټو کی ضبط  کړی،  په دې توګه یی هنری فعالیت ته دوام ورکړ. وروسته تر ۱۳۸۱ ل. کال هم زیاتره  خپل کلی کې له خپلو وریرو سره اوسید، د ده یوه لور چې واده شوی ده ، له خپلی کورنی سره د مهاجرت له وخته تر اوسه پینډۍ کی اوسي. زوی یې مخکی وفات شوی، د زوی له خوا لمسیان لری چې په کسب او کار او آزادو پېشو بوخت دی، دوی  د هنر په لاره ګام ندی ایښی، خو د لور له خوا یو لمسی یی (کیهان ایوب) سندری وایی او خلک یی د خوښیو مجلسونو او ودونو ته غواړی.  راډیو افغانستان په ۱۳۸۹ل. کال کې د راډیو افغانستان په لوی تالار کې د پخوانیو هنرمندانو په درناوي یو پروګرام جوړ کړی و. دغه پروګرام ته زیاتره پخوانی هنرمندان دعوت شوی وو، لکه استاد مهوش، سیما ترانه، ولی محمد، ماشینی، ایوب استاد، بیلتون او یو شمیر نور.  دوی ټولو کی ځوان هنرمند احمد مرید و چی له بهر څخه راغلی و. له دی امله چی ایوب استاد ناروغ و،  خو بیا هم د حاضرینو په ډیر ټینګار، په خورا زحمت سره ستیژ ته پورته شو او صرف یوه  سندره یی  وبلله. حاضرین ورته ودریدل او ډیر تود هرکلی یی وشو او ټولو ورته  لاسونه پړکول.

دایوب استاد ژوند په بیوزلۍ کې تیر شو.  د ژوندپه وروستیو کی ډیر کلونه ناروغ و. مقاماتو تر پایه کومه پاملرنه او مرسته ورسره ونه کړه. باید وویل شی چی ملی سوداګر حاجی صاحب نجیب الله ضراب څو ځله ورسره نقدی کمکونه کړي دي. په راډیو او تلویزیون کی د ایوب استاد ۱۳۲سندری ثبت دی. مشهوری سندری یی  دادي:

د اوښکو رود مــې په ګــ-ریوان راغی

خاونده بیا زما په یاد مخ د جانان راغی

***

راشته جانانه ،  شه مهربانه

لیونی کیزم، ستا له هجرانه

***

وخت مازیګر دی ، جینکی ګودر ته ځینه،

وخت مازیګر…

***

زمـا ځوانی ډول  کـوی له پښـتوالی سره

زه په پښتو او پښتونواله باندی سر ورکوم

***

لیونی مینی کړم آشنا له بیابانه سره

پریږدئ چې ګرځم لیونی په غرونو

او ډیری نوری.

استاد ایوب د ۹۵کلونو په عمر، په ۱۴۰۰کال کې  د خوارۍ او نادارۍ په حال کې له نړۍ سترګی پټې کړی، الله (ج) دی جنتونه ورته نصیب کړي.  یاد او خاطرات به یې تل ژوندي وي. ایوب نه هیریدونکی نوم دی اود ده هنر د ولسونو زړونو کې ځای لری او هیر به نشی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.