استاد سلام لوګری او د لوګری موسیقی سبک

دودیال

1,386

تیره اونۍ؛ (د ۱۴۰۰ل. کال د سلواغې په دوهمه ورځ) استاد سلام لوګری، د لوګري موسیقی د سبک یو نامتو سنرغاړی، د لوګر ولایت د محمدآغی ولسوالۍ کې په خپل کلی  کې وفات او هلته خاورو ته وسپارل شو. د راډیو افغانستان په ارشیف کې د استاد سلام لوګري په پښتو او دري ژبو سلګونه سندری ثبت اوضبط دي. هغه محلي سندرغاړی و چې په ۱۳۱۴ل. کال یې د لوګر محمدآغه کی نړۍ  ته سترګې پرانیستی وې، ډیر کلونه یې په کابل راډیو کې رسمی خدمت وکړ، د ۸۶ کلونو په عمر وفات شو( انا لله وانا الیه راجعون- الله پاک دې جنتونه ورته نصیب کړی-امین). استاد سلام لوګری اته کاله مخکې په ناروغی اخته شوی و،  ورور ورور یې سترګی ضعیفه شوی، غږ کې یې هم ریږدیدا پیدا شوی وه او دوو وروستیو کلو کې له پښو هم لوېدلی و. څوځله یی درملنه وکړه، خو کله به  لږ ښه او بیا به ناروغ و. اراواښاد سلام  لوګري څه د پاسه څلوېښت کاله سندرې ویلي وې او د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون د هنر په څانګه کې يې رسمی کار کړی و. هغه ته د اطلاعاتو او کلتور دوزارت له خوا په ۱۳۸۲ل. =۲۰۰۳م. کال کې د استادی  لقب ورکړل شوی و.

استاد سلام لوګری زموږ ټولو هیوادوالو پیژاند او له هنر او آواز سره یی مینه درلوده. هغه د محلی سندرو او اصیلې لوګرۍ موسیقي یوه پیژندل شوی څیره وه.  دهیواد ډیرو سیمو ته ودونو او د هیوادوالو د خوښیو مجلسونو ته تللی و. بهر ملکونو ته یې هم سفرونه کړی دي. استاد سلام لوګری د هیواد د نامتو سندرغاړی حاجی درمحمد (دری) لوګری زوی او د هغه لومړنی شاګرد و. د ده ورورعبدالرشید(ماشینی) هم د افغانستان د راډیو تلویزیون د موسیقی د ادارې غړی و، چې په سرنده غږولو کې یې ساری نه و. ده ته د ماشین لقب اعلیحضرت محمد ظاهر شاه ورکړی و. دغه لقب هغه چاته ورکول کید، چی د موسیقی وسایلو غږولو کې ډیر تکړه و. د افغانستان د موسیقی تاریخ کی فقط دوه تنه د(ماشین) په لقب ویاړل شوی دی چی یو یې د استاد سلام ورور(عبدالرشید) و.

استاد سلام لوګری

د افغانستان په ملی موسیقی کې د لوګری موسیقی سبک

دلوګری موسیقی نامتو طرز یونیم سل کاله مخکې دمیرک(میرک کاکا)، ګلبدین او سیدبهاوالدین له خوا رامنځته شو. دوی دریواړه د پښتو ژبې دهغه مهال شاعران و. دغه سبک د امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان له خوا پراخه او وهڅول شو. وروسته بیا یوه پیړۍ وړاندې د استاد درمحمد (دری لوګری) یعنی د استاد سلام لوګری دپلار له خوا بشپړ او د یوه جلا افغانی سبک بڼه یې غوره کړه.

د دې موسیقی فورم د تصنیف، غزل، سروکیو او بداهه او دلاندنیو اوو نغمو لرونکی دی:

  • لومړنی یا سلامی نغمه ( پیل)،
  • پیشکار نغمه (سریزه)،
  • شاه فرد ( سُر نیول او چمتو کیدنه)،
  • آستایی (د بیت د زمزمی لومړۍ برخه)،
  • پس انداز( منځوۍ نغمه)،
  • د آواز دوهمه برخه(انتره)،
  • د پای نغمه (تکمیلی برخه)،

دا سبک د ځانګړو میلودیګانو څخه او بدل شوی طرز او سبک دی چی خپل خاص ریتمیک استاپونه او فیګورونه لري. دهرې میلودي جملې او برخې لنډې لنډې اویو بل سره توپیر لرونکی دي، چې منځ منځ کې یو څه مکث لری. دغه برخې ځینی وخت په یوه باریکه نوا یو بل سره تړل کیږي. دزیراو بم توپیر پکې څرګند او میلودیګانی لوړې ژورې اوبیا د اوج ټکی لري. له نن څخه تر سلو کلونو وړاندی په دې موسیقی کی دساز آلې؛ رباب، سرنده او ډول وو. په ۱۳۰۱ل. کال کې هارمونیه هم پکی اضافه شوه.  د ساز دغه پرده یی آله استاد دوری لوګری په لوګری سبک کی شامله کړه. استاد بیلتون دمبوره هم پکې اضافه کړه ، په دې توګه یی شمیر څلورو، بیا پنځو او شپږو سازي آلو ته ورسید: کټه ډول ، سرنده ، آرمونیه ، رباب، دمبوره ، اوسرنی.ددې موسیقی مشهورې سندرې دا دي:

ورو وروساروانه وا دخیال کجاوی…( چې معمولاً په ودونو کې د ورا د روانیدو پرمهال ویل کیږی)،

 تودیږی دغرمې تنور تودیږی،

شابازې دې اوبدلی لیلا – ژیړ کل دی د شړشم پکی ټومبلی لیلا،

 دیستا دسترګوجارشم –ستاترمخ قربان،

الهی مبارک بادا  او او په سلګونه نورې دري او پښتو سندرې.

د دې سبک مشهور سندرغاړي دا دي: استاد دری لوګری، سلام لوګری، بیلتون، جمعه ګل لوګری، تازه ګل ، عبدالرزاق شوقی، همیشه ګل، سیدګل، حبیب الله، آدم خان، قاسم لوګری، معراج الدین لوګری، محمد ایوب او شمس الدین لوګري، چې نامتو موسیقی غږوونکی یې  عبدالرشید ماشینی سرنده غږوونکی ، استاد قاسم لوګری او ګاونډیو ولایتونو لکه استادعمرمیدانی، استاد ګل علم ډول غږوونکی دغزنی څخه – رازق چاریکاری – زمان شوقی ، حمیدالله چاریکاری ، ګل محمد استالفی ، عالم شوقی ، فیض کاریزی اونور دي.  په دی کې یو څو یی د لوګر ، نور یی د بیلابیلو ولایتونو دي. یعنې دغه موسیقی وروسته دومره اغیزمنه او د خلکو خوښه شوه چې لمن یې پروان، وردګو ، غزنی ، کابل او شمالی سیمو ته وغځیده، د دې سبک آرمونیزه فولکلوریک وه چې دلرغونتوب نه راووښتې پیرکې راڅرګنده شوه، معاصر وخت کې استاد سلیم سرمست نوره هم ورته فولکلوریکه بډاینه ورکړه .

د استاد دری او د ده د زامنو ژوند ډیر له ناخوالو ډک و. په خپله استاد دری لوګری چې د لوګر د ده نو دسلطان باغ کلي کې په ۱۲۷۱ل. کال نړۍ ته سترګې پرانیستی، څو کلونه مسافر شو، ترڅو چې په ۱۳۶۰ل. کال کې د یوې جګړې د خونړۍ پېښې په ترڅ کې مظلومانه شهید شو، په ۱۳۴۴ل. کال کې یې د استادی لقب ترلاسه کړی و. زوی یې عبدالسلام لوګری هم د ډیرو خدماتو سره سره، دبیوزلۍ ژوند درلود، بل زوی یې عبدالرشید (ماشینی) په کرایی کورنو کی د غربت ژوند درلود، یو وخت چې له راډیو څخه رخصت ورکړل شو د قصابی هټۍ یې جوړه کړه، ترڅو چې بیرته په ۱۳۸۰ کی رادیو ته راغی، خو اقتصادی وضعیت یې ښه نه و او بالاخره د یوې اوږدی ناورغۍ له امله وفات شو او استاد سلام لوګری هم اته کاله د ناورغی پر کټ پریوت، ترڅو چې د ۱۴۰۰ل.کال د سلواغی په دوهمه وفات شو. د لوګری موسیقی زیاتره هنرمندان د بهایی جان اوفیضیه صاحبرادګانو مریدان اود طریقت پیروان وو.  د زیاترو اشعار هم همدغه عرفانی مکتب څخه وو. سره له دې چې ډاکتر محمد ناصرسرمست د موسیقی ملی انستیتوت کې د لوګری موسیقی لپاره یو ځانګړی ډیپارتمنت جوړ کړی و، خو د دغه سبک د نامتو څیرو په وفات کیدو سره به دهغی د ژوند دوام له شک سره مخ شي. هیله ده دغه سبک د نابودی په لوری ولاړ نشی، بلکې وپالل شي. د یادونې وړه ده چې دغربی آلو په واسطه څو غږول شوی لوګری پارچې هم د راډیو ارشیف کې شته او زموږ یو شمیر اماتوارنو هم په دې سبک سندرې ویلي دي.

د افغانستان موسیقی؛ په تیره لوګری موسیقی بهرنیو هیوادو کې ډیر مینه وال لرل. کله به چې زموږ افغانی هنرمندان بهرته کنسرتونو ته ولاړل، هلته به یې ډیر زیات هر کلی وشو او له  راز راز سوغاتونواو دیپلومونو سره به بیرته راغلل، چې د افغانستان لپاره به لوی  ویاړ و. له نیکه مرغه د لوګری موسیقی ډیرې پارچې د النډیا راډیو (ډيلي)، مسکو راډیو، بی بی سی، ازادی (امریکاغږ) راډیو ارشیفونو کی شته او خوندی دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.