لنډه کیسه – پاچا او هوښیار وزیر

 ژباړن : سید عبید الله نادر

1,598

یوه پاچا سهوا په چاړه باندی خپله ګوټه پرې کړه ، شپه یې په ډیر زحمت تیره کړه ، چې سهار شو وزیر یې راغی ، او تیره شوي کېسه یې ورته وکړه ، وزیر وویل چې په دې کې د خدای تعالی حکمت دی ، پادشاه په دې خبره غصه شو ، او وزیر یې زندان ته ولیږه. وزیر وویل: په دې کې هم د خدای تعالی حکمت دی. د قضا او قدر د لوبو نه ، یو څو ورځي وروسته پاچا د خپلو درباریانو سره یو ځنګله ته د ښکار د پاره لاړ. وروسته د یو څه ښکار څخه پادشاه د خپلو درباریانو څخه لیری پاتي شو او ځان یې د ځنګلیانو په یوه قبیله کې یواځي ولید ، ځنګلیانو پاچا ونیو او د ونې پوری یې وتړه ، د ځنګلیانو دا رسم او رواج وو ، چې هر کال به یې په همدې ورځ یو سالم انسان د همدې ورځي په ویاړ قرباني کاوه ، خو د پاچا ګوتي ته په لیدو سره پاچا یې خلاص او رخصت کړ.

پاچا چې د دې ګوټي د غوڅیدو په خاطر له مرګه خلاص شوي وو ، ډیر خوشحاله او شکرونه یې پر ځای کړه.

پاچا د وزیر د حکمت نه ډکې خبری ته متوجه شو، چې هغه ویلي وو چې په دي کې د خدای تعالی حکمت دی. پاچا دربار ته د رسیدو سره سم وزیر یې له زندان خلاص کړ او خپل حضور ته یې راوغوښت. او عذر یې ترې وغوښت. د مخه لدې چې وزیر رخصت شي نو پادشاه ترې پوښتنه وکړه ، نو په دې کې څه حکمت وو چې ته زندان ته لاړې؟ وزیر وویل :

د دي حکمت دا وو، چې زه تل ستا په څنګ کې یم. که په دې ورځ زه درسره وای نو زه خو روغ او سلامت وم نو خامخا د دې قبیلي د لرغونې دستور په اساس وژل کیدم، دا د خدای تعالی حمکت دی چې موږ دواړو ته یې وښوده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.