د حنان بارکزي عرفاني او تصوفي افکار

شېبه ګهیځ

1,078

 

ربه شناخت مې کړه ثنا ستـــا                                     له زړه وباسه بېله هوا ستــــــا

ماسیوا بیرون کړه زما له خاطر                             مشغولا زه کړم تل په سودا ستا

د پښتو خوږ ژبی شاعر میرزا حنان بارکزی د حمید مومند د ادبي لارې له پیاوړو لارویانو څخه دی او خپل کلام یې په ډېرو ښکلو رنګینیو پسوللی دی. د دېوان له لوستلو څخه یې دا له ورایه ښکاري چې دی د پښتو ژبې د کلاسیکو شاعرانو او متقدمینو اثار کتلي او مروجه علوم یې هم لوستي.

         د میرزا حنان  د ژوند او کورنۍ په هکله کره معلومات نشته. هغه څه چې موږ ته پاتي او له دېوان څخه یې لاسته راغلي، دا دي چې میرزا حنان بارکزی د محمد حسین زوی د کندهار جنوبي لور ته د مرت په کلي کې زېږېدلی و؛ په ځوانۍ کې یې په شعر ویلو پیل کړی او د ژوند تر پایه یې شاعري کړې ده. په کلاسیکې دورې کې د حمید مومند د سبک پیرو او دیوان لرونکی شاعر تېر شوی دی.

         د حنان دیوان ټول ۲۲۱ مخونه لري، چې معصوم هوتک پرې سریزه لیکلې ده. د هندي سبک له نازک خیالۍ څخه نېولې بیا تر نویو استعارو او تشبیهاتو یې په دیوان کې لېدل کېږي. په هغه څه چې زه په دې مقالې بحث کول غواړم د حنان په شاعرۍ کې د عرفان او تصوف بېلګې او سپړل یې دي؛ هیله ده چې د پام وړ مو وګرځي!

سریزه

تصوفي ادب په ټوله کې پر دوو ډولونو وېشل شوی: د صوفي خپلې مشاهدې او تجربې – چې ادب ته یې اړوي- او بل صوفیانه شاعري ده، چې د صوفیانو پایله او د هغوی د فلسفې انداز وي. د دې دواړو توپیر جوت دی. صوفي له معلوم ځای څخه ابهام ته ځي او دویم پړاو کې له ابهامه د معلوم تللو هڅه کوي دا که فلسفه نه وي؛ نو نظري عرفان یې ضرور بللی شو.

عرفان مجرده پدیده نه ده؛ بلکې ټولنیزه پدیده ده چې په خلکو، د خلکو په سینو ذهنونو، په ټولو ادیانو او په تیره د اسلام په مبارک دین کې ژورې ریښې لري. عرفان د ایمان او عقیدې ماهیت کې اصلي جوهر لټوي او دغه جوهر ښکلا احساسوي.

عرفان له الله سره د مسلمان د مینې او د هغه لوی ذات لطف او مهربانۍ د انوارو او پلوشو له پیژندنې او قرب څخه عبارت دی چې دا پيژندنه او قرب د زړه پر سترګو، روح، ضمیر، کشف او شهود له لارې میسر دی او منطق او استدلال له مخې امکان لري.

حنان بارکزی د کلاسیکې دورې نازکخیاله شاعر دی، چې له نازکخیالي سره سره یې عرفاني افکار هم په شعرونو

کې شته او په دې مقالې موخه د هغو شعرونو راسپړل دي. د دې څېړنې له‌پاره له بېلابېلو کتابونو استفاده شوې او د میتود یې تشریحي دی.

عرفان

عرفان عربي کلمه ده چې د پیژندلو په معنا دی او په اصطلاح کې قلبي یا د زړه هغه معرفت ته وايي، چې د کشف او شهود له لارې تر سره کیږي. هغه څوک چې د عرفان د مقام واحد یا موندونکی وي عارف بلل کیږي.  هغه علم چې د عرفان په برخه کې دی او په همدې برخه کې څیړنې کوي او توضیحات رامنځته کوي معرفت بلل کیږي.

عرفان مجرده پدیده نه ده؛ بلکې ټولنیزه پدیده ده چې په خلکو، د خلکو په سینو ذهنونو، په ټولو ادیانو او په تېره بیا د اسلام په مبارک دین کې ژورې ریښې لري. عرفان د ایمان او عقیدې ماهیت کې اصلي جوهر لټوي او دغه جوهر ښکلا احساسوي.

عرفان  داسې پیژندنه ده، چې موږ د ایمان په قوت د روح په ښېګڼو او خوندونو خبروي؛ د نفس کمزوري مو په ګوته کوي او غواړي سالک د اشراق په لور وهڅوي. په داسې ګاڼه مو ښکلي کوي، چې د تل له‌پاره ډاډ سره ملګری کوي او عرفان انسان متوکل کوي، صبر ورکوي او له بې ځایه دنیاوې لذتونو یې رابېلوي.

د عرفان او ادبیات اړیکه:

 عرفان او ادبیات له ټولو علومو سره په یوه بڼه نه یوه بڼه اړیکې لري. ادبیات او په تېره بیا عرفاني ادبیات دواړه سره تړلي پدیدې دي او هیڅکله نه شي بېلېدای.

تصوف او عرفان هغه وخت پښتو ادب ته مخه کړه، کله چې د تصوف د بغدادي ښوونځي پلویانو الماده او میتافزیک مسایل پر منبرونو بیانول. دوی ته د مرګ ګواښونه وشول؛ نو د دې ښوونځي پر خالف او د هغې په لمن کې د روزل شوي خراساني ښوونځي پلویانو تګلارې تر غوراوي وروسته وپلټله چې د قلم او کتابت له لارې خپلو موخو ته ځانونه ورسوي. ځکه د سمبول له لارې – چې په مجازي معنا سربیره هم حقیقی معنا لیږدوي – او  د یوې ښې وسیلې په توګه له دوی سره د خپلو اندونو په څرګنداوي کې مرسته کولی شي. هنر او ادب له صوفیانو سره د حال او وجد، چې دوی  یې د الهي رحمت د نزول سبب ګڼي –  په رامنځته کولو کې هم مرسته وکړه ؛ ځکه حال او وجد پرته له سماع څخه نه شوای کیدلی او سماع هم پرته له شعر څخه ناممکن و.

تصوف او عرفان که څه هم په ریاضیت سره د نفس تزکیه ده؛ خو له ادب سره ډېر نږدې اړیکې. ځکه ادب د انسان د ذهني نړۍ د انځورولو تر بلې هرې هغې غوره لاره ده او تصوف چې له اره یوه ګروهه ده د هرې ګروهې سرچینه د انسان ذهن وي؛ نو په دې اسا هر ګروهمن ناچار وي چې تر نورو پورې خپل اندونه ورسوي؛ نو ځکه عرفان او ادب یو له بل سره پیوند شول. (ژواک، ۱۳۹۵ل: ۶۳)

د حنان بارکزي عرفاني افکار

میرزا حنان بارکزی د محمد حسن زوی دی. د زوکړې  ځای مرد قلعه کندهار او د زیږیدو کال یې (۱۲۱۰هـ.ق) شاوخوا ګڼل کېږي او ژوند یې تر (۱۲۹۲هـ.ق) پورې یقیني ښکاري. میرزا حنان بارکزی خپل ځان د حمید خوشه چين بولي. (هېوادمل، ۱۳۷۹ل:۲۲۵) حنان وايي:

د حمید د خوش نظمۍ په زراعت کې                          دا حنان یې دی د شعر خوشه چین

میرزا حنان بارکزی چې په عامه توګه د مرزا حنان  په نوم یادیږي، د کندهار د بلبل په توګه یې ټول پښتانه پیژني. د پښتو ادب یو بې ساری صوفي شاعر و. حنفي سنی مذهب پښتون و.

یوه سوزناکه رباعي یې چې ډېره مشهوره ده:

فلک ناپسندې چارې را وکړې                                خاورې ایرې یې زما په خوله کړې

ساقي بې رحم، یار بې پروا دی                              پیالې د وصل یې ماته را نه کړې

حنان بارکزی د کلاسیکې دورې عارف شاعر چې په هنري انداز یې د عرفاني ادب لار هم پاللی او د کلام په بېلګو کې یې د خدای پیژندنې، وصلت او سکونت ته د رسیدو لارې لټولي او په کلام کې یې د حقیقي مینې پسې ورکې لارې له ورایه ښکاري.

عرفان رمزي او تمثلیي ژبه ده، حنان هم په لاندې شعر کې د عارفانو غوښتنه او د یو عارف سلوک ښه په هنري ډول تمثیل کړي. د مینې او توان غوښتنه، د خدای پیژندنې، غیر له حقیقي مینې د زړه پاکیدل، د رب د نعمتونو شکرانه پر ځای کولو لپاره د  سمندر په څیر طاقت غوښتنه او په پای کې خاص د الله پاک اوسیدل په زړه کې هغه څه دي چې حنان یې یادوي. دی وايي:

الهي د محبت په اور کې توان را                           سمندر رنګه د پټې خولې بیان را

کل سختي مې له زړه وباسې قادره                           لکه زلفو د خوبانو زړه پریشان را

چې د فیض لباس هر څوک را څخه یوسي                   د دانش له رخته ډک هسې دوکان را

چې مې شناخت له تا په وشي ذوالجلاله                    په خپل لطف سره ډک جام د عرفان را

چې بې تا یې په زړه بله هوا ګرځي                              د هغه عالِم له دیده ته امان را

جسم و جان مې کړه فارغ له غیر خیاله                      په منقار د همای عشق مات استخوان را

ماسوا مې  له خاطره فراموش کړه                              د خپل ځای په سینه کې زما حنان را

(بارکزی،۱۳۸۸ل: ۳۴)

د ځینو عارفانو له نظره حقیقت د رسیدو لار څلور دي، خو حنان حقیقت د رسېدو لارې د پیر روښان په څېر اته بیانوي او د نظم په ژبه یې داسې راپېژني:

وسیله مې کړې مجاز و حقیقت ته                           خاموشي مې کامیابي کړې معرفت ته

شک مې ورک کړې له خاطره طریقت ته                راترغاړې کړې ځنځیر ستا و قربت ته

ډیر طامع دې د یم د وصل و شربت ته                      بې پوښتنې مې لار وکړې و جنت ته

(بارکزی، ۱۳۸۸ل: ۱۸۸)

بل ځای بیا په ډیرې عاجزۍ سره له خدای څخه خواست کوي؛ د وصال تمه لري او له ورکې لارې څخه خدای ته رسیدل غواړي.

په خپل فضل خواست قبول زما غریب کړې                 د وصال ښادي مې یو وار په نصیب کړې

د هجران ناسور مې روغ په دا طبیب کړې                  خوا په خوا راسره وصل خپل حبیب کړې

پــــــــــــــــه کرم سره د خوږو زړو دوا یې                چې لار ورکه کړي هغه پـــــــه لار بیایې

(بارکزی،۱۳۸۸ل: ۱۸۸)

حنان وايي د وصل او الهي قربت د رسیدو لار په زحمت ګاللو کې وي.

په جهان کې به د وصل نعمت نه وي                          که اخر پسې د هجر زحمت نه وي

ملامت کړه ځان دلې حنانه واوره                           کاڼې کم د ترازو د قیلمت نه وي

(بارکزی، ۱۳۸۸ل: ۱۸۴)

د شریعت په لار تلل او له ګناهونو څخه توبه ویستل حنان داسې په شعر کې وړاندې کړی دی.

سم ایږده د شریعت په لار قدم                               قدم مه ږده کوږ چې شې هلته سم

نم له سترګو توی په لوی سهار که                              د عصیان نامه پاکیږي په دا نم

صبحدم توبه زاری کړي و قادر ته                          حرام کړه پر سترګو خوب د صبحدم

غم کوه د لوی سفر د توښې دلته                               کل غمونه به دې هیر کا دغه غم

(بارکزی، ۱۳۸۸ل: ۸۲)

الهي ستا د عرفان د میو جام را                                      چې پرې مست یم دغه جام علی الدوام را

چې بې تا کا کلي خیال راڅخه محوه                                        اسم ذات پر زړه جاري دغه انعام را

ستا له یادو مې د غیرو زبان بند که                                    مشغولا په تلاوت ستا کلام را

ربه ستا په معرفت مې زړه مسرور کړه                          ستا په حب سره همیش د زړه ارام را

بل له نفس اماره څخه مې خلاص کړې                        له شیطانه هم امان ستا په نام را

مشغولا د زړه مې وکړه ستا په اسم                               بیزاري له ما سیوا څخه مدام را

قناعت مې په نصیب کړه کردګاره                                  پیروي د کاملانو په اقدام را

الهي د خپل حبیب له برکته                                 ته په فضل ما حنان ته د زړه کام را

(بارکزی،۱۳۸۸ل: ۳۴)

په پورته عرفاني کلام کې موږ د وحدت الوجود او وحدت الشهود له دې سره سره د خدای د ذات قادروالی، قوت او قدرت ګورو، چې بنده ګان له هغه ستر ذات څخه همیش د خواست او دعا غوښتونکي دي. د عفوې او بخشش په طلب یې مدام دي او په ټوله د سکون حالت ته رسیدل.

چې مې زړه دا ستا په مینه کړ اشنا

خپلې وینې مې د ځان کړې خونبها

(بارکزی،۱۳۸۸ل: ۳۶)

پایله

عرفاني اثار د ادبیاتو مالګه ده. له عرفاني اثارو د عرفاوو او متصوفینو له افکارو سره بلدتیا انسان ته روحي سکون بخښي. هنر او ادب له صوفیانو سره د حال او وجد، چې دوی  یې د الهي رحمت د نزول سبب ګڼي په رامنځته کولو کې هم مرسته وکړه ؛ ځکه حال او وجد پرته له سماع څخه نه شوای کیدلی او سما هم پرته له شعر څخه ناممکن و.

         عرفان له الله سره د مسلمان د مینې او د هغه لوی ذات لطف او مهربانۍ د انوارو او پلوشو له پیژندنې او قرب څخه عبارت دی چې دا پيژندنه او قرب د زړه پر سترګو، روح، ضمیر، کشف او شهود له لارې میسر دی او منطق او استدلال له مخې امکان لري.

 د هندي سبک له نازک خیالۍ څخه نېولې بیا تر نویو استعارو او تشبیهاتو د حنان بارکزي په دیوان کې لېدل کېږي. په هغه څه چې ما په دې مقالې کې بحث کړی د حنان په شاعرۍ کې د عرفان او تصوف بیلګې او د هغوی سپړل و. تحقیقي مقالې خامخا تیروتنې لري هیله ده زما تیروتنې اصلاح او دا برخه لا نور هو وسپړل شي.

 

 

ماخذونه

۱: بارکزی، میرزا حنان؛(۱۳۸۸ل)؛ د میزا حنان بارکزی دیوان(سریزه، سمون او لغتنامه: معصوم هوتک)؛ لاهور: صحاف نشراتي موسسه.

۲: حبیبي، سراج احمد؛ (۱۳۹۹ل)؛ عرفاني ادبیات؛ کابل: سروش کتابپلورنځی.

۳: ژواک، سراج احمد؛(۱۳۹۵ل)؛ عرفان او ادب؛ کابل: پژوهشی علمي پوهنتون غالب

۴: سجادي، ضیا الدین؛(۱۳۷۹ل)؛ مقدمه‌ای بر مباني عرفان و تصوف؛ تهران: سازمان مطالعه و تدوین کتب اسلامي.

۵: هېوادمل، زلمی؛ (۱۳۷۹ل)؛ د پښتو ادبیاتو تاریخ (لرغونې او منځنۍ دوره، څلورم چاپ)؛ پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.