سیګار: امریکا تېر یوه کال کې افغانستان سره ۸۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې

602

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې اداره یا سیګار وايي، چې له تېر یوه کال راهیسې یې هېواد له افغانستان سره د شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده. د سیګار مشر جان سوپکو په یوه مرکه کې ویلي، چې که څه هم تېر کال له افغانستان څخه ټول امریکايي ځواکونه وتلي، خو بیا هم دوی له افغانستان سره په بېلابېلو بشري برخو کې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. د سیګار مشر ویلي، اوس هم امریکا په افغانستان کې خپلې ګټې لري او بله داچې اوس هم افغانان مرستو ته اړتیا لري. د سوپکو په وینا افغانستان سره شوې ډيرې مرستې له لوږې سره مخامخ شویو خلکو ته رسیدلي او یوه برخه یې پر روغتیايي چارو لګول شوي دي. سیګار دغه راز د امریکا کانګرس ته په یوه تازه استول شوي راپور کې ویلي چې د فغانستان د نفوس ۹۲ سلنه خلک د خوړو له کمښت سره مخامخ دي او مرستو ته اړتیا لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.