ستانکزی: امریکا دې پر افغان اقتصاد خپل بندیزونه ختم کړي

374

ستانکزی: امریکا دې پر افغان اقتصاد خپل بندیزونه ختم کړي

افغان چارواکو یو ځل بیا د اقتصادي بندیزونو له امله پر امریکا نیوکه وکړه. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر عباس ستانکزي نن د محرم الحرام د لسمې په مناسبت په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې امریکا د افغانستان اقتصادي سیستم ته ستره ضربه رسولې ده. دده په وینا دغه هېواد د افغانستان شتمني کنګل کړې ده، بانکي سیستم یې کمزوری کړی دی او په دې لټه کې ده چې دا ترینګلی وضعیت دوام وکړي. هغه یو ځل بیا پر امریکا غږ وکړ چې خپلو غیر قانوني کړنو ته د پای ټکی کېږدي او د افغانانو شتمني ازاده کړي. هغه په تېرو شلو کلونو کې د امریکا پر حضور هم نیوکړه وکړه او په خبره یې امریکایي ځواکونو په دې موده کې په پوره بېرحمۍ افغانان ووژل او د ترهګرو په نوم یې هوايي او خونړیو ځمکنیو بریدونو ته ادامه ورکړه، چې بالاخره د افغانستان پرېښودو اړ شول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.