پخوانی ولسمشر حامد کرزی: موږ هرڅه بايللي دی

419

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امريکا NPR رسنۍ سره په خپلې تازه مرکه کې ويلي، هېواد يې د داسې حکومت خاوند نه دی چې ټول افغانان پکې خپل ځانونه وګوري.

پخواني ولسمشر ويلي، له اقتصادي اړخه افغانستان له ناورين سره مخ دی او خلک هېواد پرېږدي.
د نوموړي په وينا، له هېواده د افغانانو وتل يو لوی ناورين دی.

پخواني ولسمشر زیاته کړې، ط.. /الب مشران غواړي د امريکا باور ترلاسه کړي، خو د نوموړي په وينا دوی بايد مخکې له دې نه د خپلو افغانانو باور ترلاسه کړي.

کرزي د نجونو پرمخ د ښوونځيو د دروازو تړلو ته په اشارې سره ويلي، که دا وضعيت همداسې دوام وکړي، نو يوه لسيزه وروسته به موږ له دې څخه هم په بد حالت ولرو.

نوموړي په دې مرکه ويلي سره له دې چې څو څو ځلې يې بهر ته د تګ غوښتنه کړې خو په وينا يې ط.. /البان ورته اجازه نه ورکوي.

د کرزي په وينا، ځيني امريکايي چارواکي اوس هم هيله لري او وايي چې هر څه له منځه نه دي تللي، خو نوموړی بيا په دې باور نه دی او ويلي يې دي چې موږ هرڅه بايللي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.