د آغلې ډېوې سهاک ولسمشر ته لیک

ډیوه سهاک

616

اغلي ډېوې سهاک ولسمشر ته ډېره ښکلې لیکنه کړې

ښاغلى ولسمشر!
د کرزي کيسې پرېږده، کرزى ټولو ته معلوم دى، د کرزي خيانتونه په تاريخ کې ثبت دي، هغه نه خو ګيله نشته ځکه چې کرزى جهادي دى او دې هيواد کې کوم جهادي خيانت نه ده کړى چې کرزى يې دويم يي؟
کرزى جميعت وه؛
ځکه نو د جميعت الف نه نېولې تر ي پورې يې حاکم کړل، د خلکو د وينې څکلو زمينه يې ورته برابره کړه،
د غلا، فساد، رشوت، تعصب، وحشت، اخلاقي جرمونو، اختطاف نه نيولې تر د دولتي ځمکو او بستونو غلا پورې دا ټول د همده له برکت نه وه، کرزي هغه خلک حاکمان کړل چې دنده يې صرف د شاجورونو ډکول وه، په سنګرونو کې د چاى دمول وه، اما د جناب کرزي له برکت نه دا خلک نن ميليونران دي، نن يې ښځې د افغانستان د ښځو استازيتوب باندې خبرې کوي، زامن او لورانې يې په بهرنيو هيوادونو کې په عيش و عشرت رالوييږي.

ښه جناب ولسمشره!
کرزى او شمالي ټلواله په پرېږدو، تا جناب عالي څه وکړل؟
تا يو ځل هم فکر ونکړ چې څنګه او ولې ولسمشر شوې؟
زه يې درته وايم:
ځکه چې خلکو ته پاک ګڼلې، تا دې هيواد کې توره سابقه نلرله، خلک ډاډه ول چې ته کومې ډلې پورې اړه نلرې، ته کوم جهادي زون کې ميشن نلرې.
دومره ژر دې هېر شول؟
هغه خلکو چې خپلې ښځې ډاکټر ته نه بېولې يوازې او يوازې ددې له پاره چې ستا رايې لوړې وې په خپل کلتور او خپلو اينډو پښې کيښودې، خور، لور او ميندو ته يې اجازه ورکړه چې د رايې تر صندوقه راشي او تا جناب محترم ته رايه واچوي دا ځکه چې دا خلک نور له جنګه ستړي ول.

راځو دې ته چې ولې يوازې پاتې شوې؟
لومړى دا چې ستا ملګري او شاوخوا خلک د کار خلک نه ول، نه يوازې دې هېوادته بلکې تاته هم متعهد نه ول، هغوى خپلو جيبونو، خپلو نومونو، خپلو موقفونو او خپلو بسزنونو ته تانه ډېر متعهد ول او ته په دې هرڅه پوهېدې اما ړوند باور دې اجازه نه درکوله چې …
او پاتې شول عام خلک هغوى ځکه ستا ترڅنګ ونه دريدل ځکه چې ستا څنګ کې هغوى ته ځاى نه وه ستا څنګ کې هماغه د کرزي چپاولګران وه، يوازې څوکۍ ګانې او موقفونه يې بدل شوي ول بس خلاص، نو ځکه ستا حق وه چې يوازې پاتې شې ځکه چې ولس په تا باندې باور همدې له پاره کړى وه کله چې تا باور ونه ساته نو په مات باور خو بياځلي باور نکيږي.

ته نه وې؟
چې عبدالله، سالنګي، اندرابي، بسم الله، دانش، صالح، رحماني، محقق، دوستم، خليلي امثالهم ته دې د دولت مهمې کيلۍ ورکړې؟
ولې تاته دې هيواد کې بل د سړي زوى نه ښکارېده؟
بل وړ کس نه وه؟ پرته له دې غلو څخه ته له پاچاهۍ ويرېدې؟
يوځل به دې غږ کړى وه چې او خلکو دا غله لرې کوم څوک مې تر څنګ درېږي بيا که دا ځوانان او دا ملت دې ترڅنګ نه واى موندلاى دا دې حق جوړېده چې نن دې په لوړ سر ګيله کړې وه چې تاسو پريښودم…
مونږ درنه ګيله من يو!!
ځکه د وطن دوستۍ درسونه دې غلط ثابت کړل، د مبارزې ډګر دې بې مانا تعريف کړ، ځوان نسل دې دومره وځپه چې نور ورته باور بيخي سخت او ناممکن ښکاري تا مونږ ته دا درس پريښود چې دې وطن کې هيچا پسې اقتدا نه ده پکار او هيچا ته وطن نه ده ګران.
يوه بله خبره ولسمشره!!
هيله کوم!
کله چې د خبرو وخت دې وه، ته خاموش وې نو اوس هم چيرې غلى کينه، توبه وباسه او ددې ملت په زخمونو مالګه مه دوړوه، مونږ پرېږده چې خپل زخمونه خپله پټۍ کړو، خپله وسوځېږو او خپله ورغېږو.
ته په هرځلې راتګ نه يوازې دا چې دا زخمونه نه رغوې بلکې راتازه کوې يې هم.
او هو لطفاً رښتيا ومنه!!
ته تښتېدلى يې، ځان نجيب، امان او داودخان سره مه پرتله کوه هغوى که هره اشتباه وکړه خو…
دا هم ومنه!
چې ته غل او فراري يې!
ځکه چې دا تورونه هغه کسان په تا پورې کوي، چې ستا د څنګ څوکيو کې به ناست ول، ستا له برکته يې دريشي اغوستل او خبرې کول زده کړل، نور به تا تر هغوى څوک ښه پيژني؟
د غلو په حلقه کې يوه صادقه مهره هم غله وي.
دا مه هېروه!
او هو دا بدبختي او ذلت ستا حق وه ځکه چې وايي:

څوک يې چې خپله په ځان وکړي
نه دې ژړا کړي نه دې اوښکې تويوينه

مونږ ته ته ګران وې او يې به ځکه چې تا ويلې وه دې وطن سره ليونۍ مينه لرې
مونږ ته آن هغه کسان هم ګران وي چې امريکايي او هندي فلمونو کې وطن سره مينه يې د کرکټر ځانګړنه وي مونږ د ترکي سريال هغې صحنې ته هم ژاړو کومې کې چې هيرو د وطن جنډه لوېدو ته نپريږدي.
هو ته مونږ ته ګران يې اما هيواد، ملي بيرغ او دا مغروره خاوره تر تا ډېره معززه، محترمه او زړه ته راتېره ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.