پښتین:افغانستان کې د ګڼو ستونزو په لیدلو نړۍ بیا هم غلې ده

408

پښتین:افغانستان کې د ګڼو ستونزو په لیدلو نړۍ بیا هم غلې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي، چې افغانستان کې د ګڼو ستونزو په لیدلو نړۍ بیا هم غلې ده.

 پښتين ويلي، افغانستان کې د نجونو پر تعليم بنديز دی او د اعتراض حق هم اخيستل شوی دی.

ښاغلي پښتين په افغانستان کې د جمهوري نظام د پرځېدو د يو کال پوره کېدو په تړاو ويلي، په افغانستان کې د ملي بيرغ رپول جرم دی، دولتي دندې يوازې ځانګړې طبقې ته ورکول کېږي، زرګونه لکه کسان په بهرنيو هېوادونو کې بې کوره او وږي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په خپل ټوېټر ليکلي چې په افغانستان کې د دومره ستونزو په موجوديت سره بيا هم نړۍ غلې ده.

منظور پښتين داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د بښنې نړيوال سازمان هم په يوه تازه راپور کې تېر يو کال له اقتصادي، ښوونې او روزنې او سياسي اړخه د افغانانو لپاره له ناورينه ډک بللی دی.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ (يوناما) تازه ويلي، يو کال کېږي له ط.. البانو يې غوښتي چې فکر وکړي، پرته له بدلونه کېدای شي هرڅه بد شي.

يوناما ويلي، نړيواله ټولنه به هغو کسانو سره چې حقونو ته درناوی کوي او د ټولو افغانانو استازيتوب کوي، تعامل وکړي.

ط.. البانو تېره ورځ (د اګست ۱۵مه) په کابل او کندهار کې د خپلې واکمنۍ د يوکلنۍ نمانځنه وکړه، خو د ټولنيزو رسنیو کارکوونکو او مدني فعالينو دغه ورځ د افغانستان په تاريخ کې توره ورځ وبلله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.