د لنډیو په هنداره کې د سیلاو د غمیزې ننداره/ ۲ برخه

آصف بهاند

595

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

یوسلودريشپـېتمه برخه

 

په خړ سیلاو دې خدای تباه کړه

چې زه وفا کړم، ته جفا کړې او جنگونه

 

پر موږه راغلل سیلاوونه

خدای  دې عالم له دې بلا نه وساتینه

 

نور له بارانه مې توبې دي

موږ ته یې وران کړل دا خټین ـ خټین کورونه

 

زړه مې د ویر او وېرې ځاله

اوس پرې د پاسه د سېلاو څپې راځینه

چې کله په ټولنه کې یوه نوې موضوع رامنځته شي، د هغې د مهموالي په کچه، هغه موضوع د لنډیو په آینه کې راڅرگندېـږي، که منفي اړخ ولري که مثبت، که تاوان ولري که گټه، که تلفات ولري او که یې د گټې تاثیرات ډېر او مثبت اړخ ولري؛ په هر ډول چې وي، موضوع د خپل منفي یا مثبت مهموالي په اندازه په لنډیو کې منعکسېـږي او د خپل تاثیر په اندازه د لنډیو په هنداره کې راڅرگندېږي.

مثلاً د کورونا وبا راپیدا کېدل او پر خلکو باندې یې تاثیرات او تلفات، د دې سبب شول چې په پښتو لنډیو کې په بېساري ډول ځان راڅرگند کړي او په پایله کې د پاملرنې وړ لنډۍ تخلیق شوې، اوس په افغانستان کې په ناڅاپي ډول د ډېرو اورښتونو ورېدل او د درنو بارانونو په پایله کې د بېسارو سېلاوونو د راوتلو په وجه، خلکو ته ډېر ځاني او مالي تاوانونه واړول، خلک یې ډېر غمجن او زیانمن کړل او تاثیرات یې تر یوې اندازې د لنډیو په هنداره کې په ډېر غمجن ډول ځان راڅرگند کړ.

د سېلاونو د ویر او تاثیر په پایله کې تخلیق شوې لنډۍ میډیا ته راووتې او په بېلابیلو محفلونو کې د خلکو له خولې واورېدل شوې. تر هغه ځایه چې ما دا تخلیق شوې لنډۍ اورېدلې دي او په د میډیا په بېلابېلو پتو کې زما له نظره تېرې شوې دي، ما لکه د نورو موضوعاتو، په سیلاو پورې اړوند نوې لنډۍ هم خوندي کړې دي او بېرته مې د مقالو په چوکاټ کې خپلو لوستونکو ته وړاندې کړې او نورې به یې هم تر خپلو لوستونکو پورې ورسوم.

د دې برخې له پاره په سیلاو پورې اړوندې دا لنډۍ:

خړ سیلاو راغی یار یې یووړ

له بي وسۍ نه ورته اوښکې تويومه

 

په خړ سیلاو دې خدای تباه کړه

چې زه وفا کړم، ته جفا کړې او جنگونه

 

له بارانه نه ډېر ډارېـږم

چې اسمان وریځ شي د سیلاو وېره راځینه

 

بارانه مه اوره لږ تم شه

چې ته راکوز شې سیلاو لا مستي کوینه

 

سیلاو چې مست شي ورانی ډېر شي

ورانی وراني پسې ژوندون خرابوینه

 

زما راستي درته سیلاو شه

چې د غرور ماڼۍ دې ړنگه بنگه شینه

 

ما درته وې نه دې منله

اوس ورته ټینگ شه راروان دي سیلاوونه

 

په جگ غږ چیغې کړئ سیلاو دی

جگ ځای ته منډې کړئ که ځان څوک خلاصوینه

 

پر موږه راغلل سیلاوونه

خدای  دې عالم له دې بلا نه وساتینه

 

نور له بارانه مې توبې دي

موږ ته یې وران کړل دا خټین ـ خټین کورونه

 

سیلاوو د یار له لوري راغی

خلک ترې تښتي زه ساده مخته ورځمه

 

باران چې ډېر شو ورانی ډېر شو

سیلاو به راشي هره خوا خوله اچوینه

 

اوس چې باران شي زړه مې بد شي

وېـره راوولوېـږي سیلاو به هم راځینه

 

لومړی جگړه بیا سیلاو راغی

زموږه هر څه همدغه دوه تباه کوینه

 

سېلاو په تنده راروان دی

وېره مې دا ده چې ټول کلی غرقوینه

 

باران چې تند شي، سېلاو راشي

هوښیار هغه چې ژر د غره په لوري ځینه

 

زړه مې د ویر او وېرې ځاله

اوس پرې د پاسه د سېلاو څپې راځینه

 

په ما دې وکړل، پر تا وشه

په کور دې راشه بې بارانه سېلاوونه

 

زه پر کمره ورته ولاړ یم

سېلاو مې کلی ورانوي رانه یې وړینه

 

د سېلاو مخ بندېدای نه شي

هوښیار هغه چې خپله لارترې چپوینه

 

 

 

 

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.