د اوبو لیک

سید اصغر هاشمی

581

په نږدې ورځو کې بارانونو ډېر مالي او ځاني تاوانونه ورسول، په دې اړه د اوبو خبرې واوري چې څه وايې.
………………………………………………………………….

د انسان بدن اوبو ته ډېره اړتیا لري. په جنت کې د شاتو، شیدو او شرابو پرته د اوبو ویالې هم شته، چې جتیان به ترې ګټه اخلي.
د نباتاتو اسکلیټ زما پر واسطه په پښو ولاړ دی. زما سپینه وینه یې په بدن کې جریان لري او په رنګونو کې یې حرکت کوم.
ظالم زمری چې کله د نورو وینې وڅکي، نو راشي زما په غاړه خوله کېږدي او ځان مړوي، خو بیا هم فرمانبرداري یې کوم.
شپه او ورځ د بېړیو اطاعت کوم، د دوی د اوږو بارونه په خپلو اوږو جګوم او له دوی سره مرسته کوم.
همدا زه «اوبه» یم چې بړاس را څخه پیدا کېږي، بړاس وریځې شي او د وریځو په برکت ورښتونه کېږي. فصلونه شنه کوم، ډول ډول میوې ورکوم، څارویو ته په څړ ځایونو کې بېلابېلې ګیاوې پیدا کوم، دشتې او لاښونه زرغونوم، د غاټولو ګلانو لپاره د ژوند زمینه سازي کوم، خو د دې ټولو خدمتونو په بدل کې څه نه غواړم، بې احسانه مرسته کوم. نه د چا څخه معاش غواړم، نه موقف! نه ستاینه غواړم او نه مډالونه! تاسو که د معاش په ورکولو کې له برابرۍ کار نه اخلئ او یا په ستاینو او غندنو کې مساوات نه کوئ، خو زه کوښښ کوم، چې افراط او تفریط ونه کړم، د خپل او پردي سره یو شان اوسم.
مذهبي، ژبني، قومي، جنسي، تعصب او تبعیض نه کوم. مذهبي توپيرونه به وي، خو دا چې انسانان د وینې یو شان رنګ لري، د بدن په غړو کې یې دومره توپیر نه شته او د دینونو اصلي موخه انسانیت ته خدمت کول دي، نو ځکه زه هم د انسانانو په چوپړ «خدمت» کې یم.
تا به زما په څپو کې هغه اوازونه او زمزمې اوریدلې وي چې وايم:
حمزه ډېر مسلمانان شته، هم کافر شته په دنیا کې
زه اشنا د هغه کس یم، چې روش یې د انسان وي
همدارنګه کله کله دا هم وایم:
د دنیا مذهب پرستو د انسان خونریزې پریږدئ
لوی مذهب انسانیت دی، محبت لویه سجده ده
د نړۍ انسانان له بېلابېلو مور و پلار پیدا کېږي. په بېلابېلو چاپیریالونو کې لويېږي، نو اړینه خبره ده، چې په بېلابېلو ژبو به خبرې کوي، نو ځکه ما ته ژبنیز توپیرونه مهم نه دي.
دراني، غلجي، ګګیاڼي، ترکمن، ازبک او داسې نور قومونه شته، چې په قومیت ویاړ سم کار نه دی، خو د نسب او شجرې په یاد ساتلو کې یې یادونه اړینه ده، نو ځکه ما ته ټول قومونه یو شان دي، ځکه چې د شخصیت له امله پوهه او د فوقیت له امله تقوا مهمه ده.
جنسي توپيرونو ته ارزښت نه ورکوم. که نارینه نه وای، نو ښځې به نه وو او که ښځې نه وای، نارینه به نه وو.
تعصب نه کوم، خپل او پردي راته یو شان دي، د هغه پوهاند خبره:
«تغير رنګ را نبايد تغير جنس دانست. برنج از لغمان باشد يا از بغلان، پلو باشد يا چلو، رنګ و ذايقه ان کمی تفاوت خواهد داشت، مګر در برنج بودن ان شکی نيست»
***
زه د یو ځانګړي ځای اوسېدونکی یم. زه پیدا شوی په هغو لوړو ځایونو کې یم، چې لاندې یې زما د کورنۍ غړي دي. کله چې بړاس شوم، پیدایښت مې د هغو بړبړکیو وو، چې زما څخه یې د خیر تمه درلوده.
غواړم خپلو خلکو ته خدمت وکړم، مهار شم او د بې وزلو اوښکې پاکې کړم، د دوی نسونه ماړه کړم، دوی ته د کار زمینه برابره کړم.
زه بې واکه یم. زما واک انسان ته ورکړل شوی، چې څه ډول ګټه را څخه اخلي. که په ځينو ځایونو کې خیانت کوم او ستونزې پیدا کوم او یا د ګټې پر ځای زیان رسوم، ستونزه په ما کې نه شته، بلکې د هغه ځای په خلکو کې ده، چې زما څخه سمه ګټه نه شي اخیستلی.
زه د خپلې کورنۍ سره خوا خوږي لرم او غواړم چې کار ورته وکړم، خو زه بې فکره او بې شعوره یم. عقل او پوهه نه لرم. پوه خلک له ما سمه ګټه اخېستلی شي.
که ځای پر ځای ودریږم، نو بوی به وکړم، نو ځکه حرکت کوم او پوهېږم چې حرکت کې برکت وي، خو زما د حرکت لار تاسو سمولی شئ، ما ته لارښوونه تاسو کولی شئ، ما په صراط المستقیمې لارې تاسو برابرولی شئ.
***
کله کله چې ځینې ځایونو ته لاړ شم، خلک مې درناوی کوي، ښه راغلاست راته وايي، ښکلي ځایونه راته جوړوي او بېلابېل حیوانات مې په ګېډه کې ژوند کوي، خو په اصلي کور کې مې قدر نشته.
هو! دلته د قدر او قیمت معیارونه د نورې نړۍ سره توپير لري او په داسې ملکونو کې پوهان هم بې قیمته وي، نو زما به څه عزت وشي. که تاسو د پوهانو په قدر پوهېدلی، نو نن به ما هم عام ولس ته خدمت کاوه، ځکه چې همدوی «پوهان» له ما ګټه اخېستلی شي. هغوی مې په قدر پوهېږي، نو ځکه یې زه هم قدر کوم. هغوی د فکر نه کار اخلي او ما مهاروي، نو ځکه زه هم ورسره مرسته کوم.
که هلته خدمت کوم او دلته خیانت، نو هلته د خدمت او دلته د خیانت واک زما سره نه شته. زما واک د پوهو او فکرمندو خلکو سره دی، چې زما څخه څه ډول ګټه اخلي. ستونزه په ما کې نه شته، بلکې زما په کارونې کې ده.
د نړۍ د ټولو بې واکو شیانو ښه ګټه اخېستنه د پوهو انسانانو کار دی.که د انسان فکري قوت پیاوړی وي، نو ټول کاینات د ځان او ټولنې لپاره مسخرولی شي او که انساني پوهه نه وي، نو ډېر بې واکه توکي د ګټې پر ځای تاوان رسوي. ورښتونه که کورونه ویجاړوي، نو بریښنا هم جوړوي. که باد انسان ته تاوان رسوي، نو بادي بریښنا هم لاس ته راوړي. که بریښنا انسان نیسي، نو د ژوند ډېرې اسانتیاوې هم ورسره شته. که زهر انسان وژني، نو د انسان ژوند هم ژغورلی شي. د دې ټولو بې واکه څېزونو کارولو کې توپير دی، چې څنګه ترې ګټه اخېستل کېږي او د ګټې اخېستونکو علمي کچه څومره پیاوړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.