د کرکټ اسیا جام؛نن د پاکستان او هانګ کانګ لوبډلې له یو بل سره ولوبیږي

459

د کرکټ اسیا جام؛نن د پاکستان او هانګ کانګ لوبډلې له یو بل سره ولوبیږي

د اسیا جام شل اوریزو سیالیو په لړ کې نن د پاکستان او هانګ کانګ لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره کیږي. په اسیا جام کې شپږ لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبېږي چې په الف او ب ګروپونو وېشل شوې دي. پاکستان، هند او هانکانګ هغه لوبډلې دي، چې په الف ګروپ کې ځای لري. په دې ګروپ کې هند خپلې دوه لوبې ګټلي، چې په لومړۍ لوبه کې پاکستان او په دویمه لوبه کې هانګ کانګ لوبډلې ته يې ماتې ورکړې ده. په ب ګروپ کې بیا افغانستان، بنګله دېش او سریلانکا دي، چې افغان لوبډلې هم د هند په څېر خپلې دواړه سیالې لوبډلې ماتې کړې او دویم پړاو قوي څلور لوبډلو ته یې له هند وړاندې لار موندلې وه. په ب ګروپ کې افغانستان او سریلانکا دویم پړاو ته وتلې لوبډلې دي او په الف ګروپ کې بیا تردې دمه یوازې هند لوبډلې لار پیدا کړې ده، د پاکستان او هانګ کانګ لوبډلو ترمنځ به هم نن شپه معلومه شي چې کومه لوبډله دویم پړاو ته لار پیدا کوي. د ویلو ده که چیرته پاکستان نننۍ لوبه وګټي نو په خپل ګروپ کې به یو ځل بیا له هند سره مخامخ شي او له هغه ورسته به د ب ګروپ له لوبډلو سره سیالۍ ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.