مجیب انصاري د هرات په ګذر ګاه جومات کې د چاودنې له امله ووژل شو

548

هرات ولایت کې د طالبانو د استخباراتو یوې سرچینې دویچه ویله ته وویل چې نن ماسپښین پنځه ویشت کم یوه بجه د هرات ښار د ګذرګاه مسجد دروازه کې پر مولوي مجیب الرحمان انصاري ځانمرګی برید شوی، چې خپله مولوي انصاري او د هغه پنځه ساتونکي پکې وژل شوي دي.

نوموړي وویل، مولوي انصاري تر ځانمرګي برید لږ مخکې د طالبانو د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره یوې ناستې کې له ګډون وروسته مسجد ته روان و، چې د برید نښه وګرځېد.

دغې سرچینې وویل، برید کې یو شمېر لمونځ کوونکي هم ټپيان شوي؛ خو دقیق شمېر یې نه دی مالوم شوی.

د مولوي مجیب الرحمان انصاري یوه خپلوان هم دویچه ویله ته د هغه وژل تایید کړي دي.

له سیمې عیني شاهدانو او ځايي خبریالانو هم ویلي، چې دغه چاودنه د ګازرګاه مسجد احاطه کې داسې مهال شوې، چې کله مولوي انصاري د جمعې لمانځه خطبې ته روان و.

ځینو سرچینو دغې برید کې د مولوي انصاري او د هغه د ۱۳ ساتونکیو وژل هم تایید کړي؛ خو د طالبانو حکومت لا په رسمي ډول دا شمېرې نه دي تایید کړي.

مولوي مجیب الرحمان انصاري د مخکیني جمهوري نظام سرسخت مخالف او د طالبانو طرفدار و. افغانستان کې د طالبانو له دویم واري واکمنېدو سره هم‌مهاله مولوي انصاري له دې حکومت سره بیعیت وکړ او هغه څوک یې د مرګ وړ وبلل، چې د ده په ټکو، »د اسلامي نظام» بغاوت کوي.

DW دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.