ډاکټر شیرحسن حسن د دعوت سره په مرکه کې

1,643

  ډاکټر شیرحسن حسن د دعوت سره په مرکه کې:

 

د جمهوريت په سقوط کې ګڼ شمېر فکتورونو نقش درلود

د افغانستان خلک هوسونه نه لري، خلک وږي دي ډوډۍ غواړي، خلک له يخنۍ او له ګرمۍ څخه د خپل ځان

او کورنۍ د ژغورلو وس نه لري، خلک له فقر سره مخ دي

دعوت رسنيز مرکز په تېرو ۳۴ کلونو کې د قدر وړ رسنيز او فرهنګي کارونه ترسره کړي دی. ۳۴ کاله لوی عمر دی،

دعوت لويه لاره وهلې ده او د اوږدې زمانې له کږلېچونو راوتلی دی.

د دعوت د فعال عمر څلور دېرشمه کليزه دې نېکمرغه وي!

 

یادونه: دا مرکه د دعوت مجلې په ۲۴۴ ګڼه کې خپره شوې چې اوس د دعوت مېډیا ۲۴ لوستونکو او  مینه والو ته وړاندې کیږي.

محمد طا رق بزګر: ستاسې په نظر څه باعث شول چې د افغانستان نظام تېر کال د اګست په ۱۵ سقوط وکړ؟

ډاکټر شیر حسن حسن: د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې د جمهوریت بېړني سقوط که څه هم د ډېرو په نظر يوه ناببره پېښه وه، چې چا يې انتظار نه درلود، مګر زه يې داسې نه بولم. د جمهوري نظام سقوط د پېښو يو منطقي بهير او ډيناميک تسلسل و. د نظام د ړنګېدو اصلي علت دا و، چې د نظام پر بقا د  عامو خلکو او د نظام د ساتونکو باور کمزوری شوی و. د بې باورۍ کچه ناببره نه، بلکې ورو ورو ژوره او پخه شوه. د جمهوريت د ړنګېدو اټکل هماغه وخت يقيني شو، چې امريکايانو له افغانستان څخه د وتلو لپاره  د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ نېټې  د افغانستان د دولت له ګډون پرته  په دوحه کې له طالبانو سره تړون لاسليک کړ. که په هر دليل و، خو امريکايانو په همدغه تړون په لوی لاس د جمهوريت اداره له اعتباره واچوله او طالبان يې د افغانستان راتلونکي واکمنان معرفي کړل.  تر دې د مخه هم د سيمې په هېوادونو کې حاکم ذهنيت په افغانستان کې د امريکايانو له شتون سره جوړ نه و، او دغه دليل د طالبان د دريځ له ټينګېدو سره مرسته کوله، خو د دوحې تړون دغه دريځ نور هم پوخ کړ. د نظام د ساتونکو، وسله والو قواوو (پوځ، استخباراتو او پوليسو) جنګي روحيه د بهرنيو مدارکو تابع وه، چې مدارک وتړل شول، جنګي روحيه هم ماته شوه. د نظام اداره فاسده، بې کفايته او ناکاره وه.  لکه چې وينو د جمهوريت په سقوط کې ګڼ شمېر فکتورونو نقش درلود.

محمد طا رق بزګر : د نظام د سقوط ګوته د تېر حکومت یو شمېر لوړپوړي چارواکي، ولسمشر غني ته نیسي او هغه مسئول ګڼي ستاسو په نظر د مسئولیت ګوته باید چا ته ونیول شي؟

ډاکټر شیر حسن حسن: ولسمشر غني  هرو مرو مسئول دی، خو مسئوليت يوازې د هغه نه دی. ولسمشر غني د هېواد د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان و.هر ولسمشر د هېواد د استقلال، د خاورې د تماميت د ساتلو او د اساسي قانون د حفاظت مسئوليت لري. او له شکه پرته پخوانی ولسمشر ډاکتر اشرف غني له دغه مسئوليته خلاص نه دی. ولسمشر غني د نظام په ړنګېدو کې مسئول دی خو په دغه مسئوليت کې هغه يوازې نه دی.  له بده مرغه له وزيره تر ماموره، له والي تر جوالي ټول د نظام په سقوط کې مسئول دي. ولسمشر غني ځکه ناکام شو، چې د نظام د ساتلو لپاره يې سالم، متعهد ، په کار پوه او ملي ګټو ته ژمن  د واحد فکر کاري ټيم جوړ نه کړ. واقعيت دادی، چې ولسمشر اشرف غني هوښيار شخصيت و، خو فکر يې کاوه، چې يوازې د هغه هوښياري د ټولو چارو د سمون لپاره کفايت کوي، او همدا يې ستره نيمګړتيا وه.  

محمد طا رق بزګر: ډېر په دې باور دي، چې نظام له دننه سقوط وکړ او یا عوامل یې دننه په نظام کې وو.یانې دا شمالي ټلواله وه، چې دا شل کاله یې نظام وخوړ او د اکثریت حقونه یې د ځان کړل او هم یې نظام یې پرېنښود، چې په پښو ودریږي.ستاسو په نظر دا خبره تر کومه سمه ده؟

ډاکټر شیر حسن حسن: لکه چې مخکې مې وويل، د نظام په سقوط کې ګڼ شمېر فکتورونو نقش درلود. څه يې کورني او څه يې هم بهرني وو. په دې کې شک نشته، چې شمالي ټلواله د جمهوريت په تېرو شلو کلونو کې ډېره ونازول شوه. ځکه د طالبانو د لومړي حاکميت په (۱۹۹۶- ۲۰۰۱) کلونو کې ټلواله يوازينی کورنی قوت و، چې وروستۍ پاتې شونې يې په پنجشېر، بدخشان او ځينو نورو غرنيو سيمو کې پاتې وې، د بهرنيانو په راتګ يې له سره د وسلو او پيسو قوت واخيست، د بهرنيانو سره يې د طالبانو په ماتولو کې ډېره مرسته وکړه، او يا برعکس بهرنيانو له دوی سره مرسته وکړه. خو واقعيت دادی، چې هغه وخت د طالبانو په وړاندې بله داسې منظمه قوه موجوده نه وه، چې بهرنيانو دې حساب ورباندې کړی وای. نو بهرنيانو هم پرهمدوی تکيه وکړه او د قدرت او ثروت سرچينې يې د همدوی په لاس وکړې. ټلوالې د جهاد او مقاومت د ناجيانو په توګه ثروت او قدرت د ځان حق وباله او تېر شل کاله يې د همدغه (حق!) د ساتلو لپاره د موازي حکومت او د قدرت د موازي جزيرو تر بريده ټولې نادودې تر سره کړې. همدغو نادودو او فساد د جمهوريت ټول نظام  د افغانستان د خلکو او نړيوالو په پام کې کمزوری، بې اعتباره او ماتېدونکی کړ. 

محمد طا رق بزګر: ځینې کسان چې حتی د افغانستان ملي بیرغ، ملي سرود او نوم نه مني او د تېرو شلو کلونو د واک ډېره برخه د همدوی په لاس وه او اوس د ملي مقاومت خبرې کوي ایا له دوی څخه به څه جوړ شي، په داسې حال کې چې د هر څه د درلودلو پر وخت یې له تېښتې پرته بل څه ونه کړل ایا اوس به څه وکړای شي؟

ډاکټر شیر حسن حسن: دغه کسان نوم ورکي نه دي، دوی د هماغه ټلوالې پاتې شوني دي، چې تېر وار يې د قدرت لپاره جنګ لومړی مقاومت او دا وار د قدرت لپاره جنګ دوهم مقاومت بولي. دغه خلک د جنګ او مقاومت لپاره ملي اجندا نه لري او افغانستان شموله نه دي. د دوی په نظر طالبان د يوه قوم خلک دي او که طالبان په واک کې وي، معنی دا چې همدغه قوم په واک کې دی. د دوی په نظر که طالبان په پنجشېر واکمن شي دا لوی ظلم او ناروا کار دی خو که په کندهار ، ننګرهار، پکتيا، هلمند، فراه او هرات  واکمن شي نو بيا هېڅ پروا نه لري، ځکه د هغوی په نظر دا د طالبانو خپلې سيمې دي. دغو خلکو د ولسواکۍ، د بشر د حقوقو ، د ښځو د تعليم او کار د حق او ځينې نور مدني شعارونه رامخته کړي دي خو له بده مرغه دغه شعارونه يې تر ډېره حده تظاهر، رياکاري او د نړيوالو د پام جلبولو لپاره دي، خپلو خلکو ته بيا وايي؛ چې طالبان د هېواد پر ټول قلمرو د يو قوم حاکميت تامينوي او نور قومونه بايد د دوی پر وړاندې مقاومت او جهاد(!) وکړي. همدې دريځ دوی له ملي اجندا څخه منزوي او کمزوري کړي دي. زما په فکر دغه ډول محلي مقاومتونه د خلکو له وينې تويېدو پرته بله نتيحه په لاس نه راوړي.

محمد طا رق بزګر: یو زیات شمېر افغانان په دې نظر دي، چې نظام او د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې په دوحه کې د امریکا او طالبانو خبرو او موافقې له منځه یوړې، افغان حکومت امریکا څنډې ته کړ او په پایله کې یې نظام طالبانو ته د یوې موافقې له لارې وسپاره. تاسو تر کومه د دې نظر سره موافق یاست؟

ډاکټر شیر حسن حسن: د دوحې د مذاکراتو په پيل کې  ټول افغانان او نړيوال ډېر خوښ ښکارېدل او فکرکېده، چې که خير وي د څلوېښت کلنې جګړې پايله به يوه دايمي سوله شي. خو هغه وخت چې امريکايانو او طالبانو دواړو د افغانستان حکومت ګوښې ته کړ، د حکومت پلويان او مخالفين په دې پوه شول، چې همدا د نظام د ماتېدو پيل دی. د نظام د پلويانو سياسي او جنګي روحيه کمزورې شوه او برعکس د کورني اپوزسيون په شمول يې ټولو مخالفينو د لا زيات فعالېدو روحيه  واخيسته. د ښاغلي حامد کرزي، ډاکتر عبدالله ، رسول سياف، عطامحمد نور، رشيد دوستم، محمد محقق، خليلي او نورو په شمول چې هم په حکومت کې وو او هم په اپوزسيون کې وو،  کرار کرار يې طالبانو ته ځانونه ورنږدې کول او له وړو تر زړو ټولو غوښتل، چې د سولې د خبرو په پلاوي کې خپل استازي وردننه کړي تر څو په راتلونکي کې د طالبانو په څنګ کې ځانته د (عزت!) ځای ولټوي، خو پايله يې سرچپه شوه، هيچا ته د عزت ځای پاتې نه شو.

محمد طا رق بزګر: د دې علت څه و، چې امریکایان له افغانستانه ووتل او د هغه څه له پاره چې شل کاله یې کار کړی و، مصرف یې کړی و، او خپل عسکر یې قرباني کړي وو، یو دم هر څه ته شا کړه او له افغانستانه په غیر مسئولانه ډول ووتل، ایا دا د امریکا او په مجموع کې د لویدیځو هېوادونو دوه مخي او منافقت نه په ګوته کوي؟

ډاکټر شیر حسن حسن: دوه مخي او منافقت  هر وخت د ښکېلاکګرو د سياست برخه ده. هغوی د خپلو ګټو د ساتلو لپاره هر څه کوي. هغوی تعهد نه پېژني،ګټې پېژني. ښکيلاکګرد خپلوګټو د ترلاسه کولو او ساتلو لپاره هر ډول کړنې روا بولي. هغوی ته د نورو ملتونو برخليک مهم نه دی. لکه د ښاغلي خليلزاد په قول «امريکا افغانستان ته د تګ او يا له افغانستان څخه د تګ لپاره د چا اجازې ته ضرورت نه لري.»په همدې اساس امريکايان د خپلو اهدافو لپاره افغانستان ته راغلي وو، شل کاله وروسته يې د هماغو ټاکل شويو اهدافو د تر لاسه کولو دغه لاره مناسبه ونه بلله، د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره به يې بله لاره سنجولې وي چې لا تر اوسه موږ ورباندې نه پوهيږو. يوه خبره روښانه ده، چې امريکا په افغانستان او سيمه کې د خپل موجوديت شکل ته تغير ورکوي، امريکا به دلته بديل نيابتونه جوړوي او د هغوی په وجود کې به خپل موجوديت ساتي. همدا اوس د پاکستان، قطر، متحده عربي اماراتو او د سيمې د ځينو نورو قوتونو تر منځ  د همدغه نيابت لپاره د غوره کېدو خبره د امريکايانو په اجندا کې شامله ده. مالومه نه ده، چې امريکايان به د افغانستان د چارو مديريت چا ته وسپاري، خوهغوی به په هر صورت خپلې ګټې وساتي.

محمد طا رق بزګر: ستاسو په نظر په پاکستان د امریکا د اعتبار او ملګرتیا دلیل څه دی؟

ډاکټر شیر حسن حسن: د هند له نيمې وچې څخه د انګريزانو تر وتلو وروسته تر دې دمه، پاکستان په سيمه کې د  بريتانويانو او امريکانو لپاره دوست او امر منونکی دولت پاتې شوی دی. په دغه امربردارۍ کې پاکستان ډېرې ګټې کړې دي. پاکستان د امريکا او غربيانو تر سيوري لاندې په اتومي قدرت بدل شو. پاکستان د امريکا لپاره په افغانستان کې د شوروي پر وړاندې د جنګ ډاډمن ملګری و.له داود خان څخه تر ډاکتر نجيب الله  پورې د شوروي تر حمايت لاندې نظامونه د امريکا او غربيانو له خوا د پاکستان په مرسته وځپل شول. پاکستان د افغان جهاد او له تروريزم سره د مبارزې په نامه له امريکايانو څخه میلياردونه ډالر تر لاسه کړي او لا يې تر لاسه کوي. په روانو حالاتو کې هم په سيمه کې امريکايانو ته له پاکستانه پرته بل ډاډمن ځای پاتې نه دی. نو د امريکا او پاکستان ملګرتوب د دواړو  په ګټه دی او نه غواړي يو بل له لاسه ورکړي.

محمد طا رق بزګر: د طالبانو حاکمیت په باره مو نظر څه دی؟

ډاکټر شیر حسن حسن: طالبانو اوږده جګړه وکړه او د جنګ په نتيجه کې په فاتحانه انداز قدرت ته ورسېدل. اوس د هېواد په ټول قلمرو حاکميت لري. قدرت ته د طالبانو په رسېدو هغه جنګ پای ته رسيدلي دی، چې تر دې د مخه يې هر ورځ  سلګونه افغانان قرباني وو. طالبان وايي سوله او امنيت يې راوستی دی، خو سوله د طالبانو د حکومت حکمت نه دی، پخوا سوله ځکه نه وه، چې طالبان د حکومت په وړاندې جنګېدل، اوس د طالبانو په وړاندې پراخ هېواد شموله ګواښ نشته، مګر دا د دې مانا نه لري، چې خلک له طالبانو راضي دي. طالبان لاتر اوسه د يوې ديني جنګي ډلې په توله چلند کوي. لاتر اوسه يې د معاصر حکومت جوړولو ظرفيت نه دی تر لاسه کړی. په کار پوه مسلکي کادرونه نه لري. کابينه يې يوازې له ملايانو او د مدرسې له فارغانو جوړه ده. په غير طالب افغانانو د کار او صلاحيت باور نه کوي. د اقتصادي پرمختيايي پروژو او د کار د ايجاد لپاره روښانه کړنلارې نه لري. د قانون جوړولو په برخه کې هميشه د شريعت پر عمومياتو او د ملايانو پر فتواو اتکا او اکتفا کوي. د ملي بيرغ، ملي سرود، هنر او موسيقۍ، نوروز او نوي کال په بې ارزښته کولو، د نجونو د مکتبونو او د ښځو د کار او ټولنيزو فعاليتونو په بندولو يې په ملي او نړيواله کچه د خلکو کرکه را پارولې ده. د پورتنيو او ځينو نورو عواملو له کبله د طالبانو حاکميت لا تر اوسه ملي او نړيوال مشروعيت نه دی تر لاسه کړی او په دې برخه کې له زياتو ستونزو سره مخ دی.

محمد طا رق بزګر: د افغانستان راتلونکې تاسو ته څنګه ښکاري؟

ډاکټر شیر حسن حسن: زه همېشه خوشبين يم او د هېواد د ښېرازۍ هيله مې نه مري! خو د افغانستان راتلونکی په دې پورې اړه لري، چې حاکميت په ځان کې د تغير او پرمختګ عناصر مني او که نه؟ که د طالبانو حاکميت د تغييرظرفيتونه ومني، د دولت دارۍ او حکومتولۍ سيستم ته يوازې د مُلا او مدرسې له زاويي ونه ګوري، نجونې او ښځې لکه د اوس په شان په کورونو کې بندې نه کړي، د دولت درې ګونې قواوې جلا او  مشخصې کړي،  غيرطالب افغانانو ته په همدغو درېګونو قواو کې د کار او فعاليت  حق او صلاحيت ورکړي، د خلکو د سياسي او مدني ازاديو ډاډ رامنځته شي، ملي ارزښتونه تر بل هرڅه مقدم او معتبر وګڼل شي، نو د جنګونو او پاچاګشتيو بهانې به پای ومومي. که داسې نه وي نو په روانو حالاتو کې، چې د علم، نوښت، تغيير او پرمختګ دروازې تړلې شوې دي، د خوښۍ لپاره  ډاډ نه وينم.

محمد طا رق بزګر: افغانستان ته جدي خطر په اوسنی وخت کې څه دی؟

ډاکټر شیر حسن حسن: دايمي سوله او ثبات د افغانستان لپاره حياتي ارزښت دی. منم چې د طالبانو  په حاکميت کې د پخوا په څير جنګ نشته. خو يوازې د جنګ نه شتون ته سوله نه شو ويلای. د خلکو نارضايت او د جنګ عوامل لا تر اوسه پاتې دي. اوس د جنګ يوه خوا (جمهوريت) ناکام شوی دی، او په جنګ کې د يوې خوا ناکامېدو او د بلې خو بريالي کېدو ته سوله نه وایي. سوله او ثبات د مخالفو خواو په توافق او رضا مندۍ منځته راځي، هغه څه چې له بده مرغه وجود نه لري. لوی خطر دا دی چې ناراضی افغانان به لکه د تېر په څېر د بهرنيانو لمن ته پناه وړي، بهرنيان به د هغوی په وجود کې د تېر په څېر نيابتونه جوړوي او نيابتي جنګ به ادامه پيدا کړي. زما په باور بهرنيان به د بل ځل لپاره په افغانستان کې پوځي مداخلې ته زړه ښه نه کړي، خو هغوی کولای شي، نيابتونه جوړ کړي او يا پخواني نيابتونه له سره نوي کړي او طالبان په يوه  نه ختمېدونکې نښته کې مصروف کړي. له بلې خوا له بده مرغه ډېری کورنۍ او بهرنۍکړۍ طالبان د پښتنو استازي او د طالبانو حاکميت د پښتنو حاکميت بولي. له دې کبله له طالبانو وېره او کرکه له پښتنو څخه په وېرې او کرکې بدليږي او دا کار د افغانستان د قومونو او اتنيکي جوړښتونو تر منځ فتنه رامنځته کوي، چي بيا يې مخنيوی ډېر ستونزمن وي.

محمد طا رق بزګر: څه باید وشي، چې د دغو پاسنیو خطرونو مخه ونیول شي؟

ډاکټر شیر حسن حسن: د جنګ عوامل بايد له منځه لاړ شي. که جمهوريت مات شوی دی نو د جنګ عوامل پر ځای دي. د خلکو سياسي، مدني ، اقتصادي او د کار او ژوند امنيت او ډاډ تامين نه دی. خلک د خپل هېواد په راتلونکي ډاډمن نه دي، يا له هېوداه تښتي او يا لکه د (هديرې کلی) ټول بايد چپه خوله واوسي. دغه حالت بايد ورغول شي، خلک بايد په خپل هېواد کې په ژوند، علمي، مدني، سياسي، اقتصادي او اجتماعي فعاليت د ازادۍ ډاډ پيدا کړي او د هېواد د برخليک په ټاکلو کې د رايې حق ولري. که د افغانستان خلکو ته د مومنانو په سترګه کتل کيږي نو اميرالمؤمنين يا د هېواد مشر بايد د مؤمنانو يانې د افغانستان د خلکو په رايه وټاکل شي. دغه حاکميت که هر نوم ولري مهمه نه ده، خو ټولشموله حاکمیت همدغه ته ويل کيږي. که طالبان غواړي، چې د دوی د حاکميت پر وړاندې ګواښونه او ستونزې کمې او له منځه لاړې شي، يادې شوې چارې ضرور بلل کيږي.

محمد طا رق بزګر: د طالبانو ستونزه څه شی دی؟ نړیوال د دوی په خبره نه پوهیږي او که دوی نړیوال نه شي درک کولای؟

ډاکټر شیر حسن حسن: د طالبانو ستونزه تر هر چا د مخه د خپلو هېوادوالو سره ده. طالبان فکر کوي، چې افغانستان خپل کوم تاريخ نه لري، اصلي تاريخ هماغه د اصحابو کرامو دی، او که افغانستان کوم تاريخ لري نو ښايي له (شاه دوشمشېره) څخه به پيل شوی وي. هغوی ملي تاريخ، ملي هستي، نوروز او نوی کال، ملي دودونه، رواجونه، سندرې، خوښي، موزيک، فولکلور، تياتر، سينما، تمثيل، نقاشي، حکاکي، ښکلي هنرونه او داسې نور ارزښتونه  بې ارزښته څيزونه ګڼي. او د دغو ارزښتونو پالونکي او پلويان د طالبانو د فزيکي او رواني فشار لاندې دي. اوس ځوان نسل په نړيواله کچه د دغو ارزښتونو پرمختګ ويني، او نه شي کولای د دغو ارزښتونو د بې قدرۍ کورنی اختناق وزغمي. دا يوه لويه فکري ستونزه ده او طالبان په همدغه فکري ستونزه کې له هېوادوالو او نړيوالو سره په ټکر کې دي.

محمد طا رق بزګر: د طالبانو د تېر تقریباً یو کال کارونو، لاس ته راوړنو او فرمانونو ته په کتو ایا د طالبانو واکمني به دوام وکړي؟

ډاکټر شیر حسن حسن: د طالبانو په واکمنۍ کې جنګ نشته دی، او دا د دې له کبله چې د دوی په مقابل کې د جمهوريت خوا ناکامه شوې ده. د جمهوريت په واکمنۍکې د جنګسالارانو د قدرت جزيرې او محلي واکمنۍ موجودې وې، چې د جمهوريت له سقوط سره يو ځای په هماغه اوله ورځ له منځه تللې دي. ويل کيږي، چې د غاصبانو له لاسه شخصي او دولتي ملکيتونه بېرته ازاد شوي دي او دا کار هم په هماغه اوله ورځ ممکن شو، ځکه لوی غاصبين د جمهوريت له ماتې سره يو ځای له هېواده ووتل. له هماغه اولې ورځې راوروسته په سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي برخو کې زه کوم پرمختګ نه وينم، برعکس؛ ورځ تربلې پرشاتګ موجود دی. د هېواد روزل شوي کادرونه، پانګه او د پرمختګ ظرفيتونه له هېواده په تېښته دي. که طالبان د بدلون قابليت پيدا نه کړي، د واکمنۍ دغه ډول حالت د بقا وړ نه بولم.

محمد طا رق بزګر: ایا د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې جګړه د حل لار ده او که افغانان نور په هر حال له جګړو ستړي دي؟

ډاکټر شیر حسن حسن: دا رښتيا ده، چې افغانان نور له جګړو ستړي دي او د تېرو پينځه څلويښت کلونو د جنګ تجربو ثابته کړې ده، چې جنګ د ستونزو حللار نه ده. مګر هغوی چې جنګيږي د ځان لپاره دلايل لري. هغوي وايي، چې په روغه او سوله کې د دوی خبره څوک نه اوري او حاکمان د دوی د نظر خيال نه ساتي، دوی وايي چې  جنګ ته مجبور شوي دي. په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امريکايانو تر يرغل راوروسته تر ۲۰۱۰ يا ۲۰۱۲  کال پورې طالبان هم له ورته ستونزو سره مخ ول. په هماغه لومړيو وختونو کې ښاغلي خليلزاد طالبان  د بُن په غونډوه کې له ګډونه بې برخې کړل. د جمهوريت او دیموکراسۍ په دغه( طلايي!) دوره کې امريکايانو او دافغانستان دولت طالبانو ته په افغانستان  کې د اوسېدو اجازه هم نه ورکوله، سياسي فعاليت او يا په واک کې ګډون خو يې لا پرځای پريږده. ترګوانتانامو، څرخي پله او باګرامه پورې زندانونه يې پر طالبانو ډک کړل. د طالبانو بنديان يې په کانتينرونو کې ووژل  او نورې ډېرې نادودې وشوې. په زور تر لاسه شوې (انقلابي) واکمنۍ ټولې همدا شان وي. واکمنان د قدرت او ثروت په نېشه کې غرق شي او په سمه توګه د حالاتو جاج نه شي اخيستی. اوس ددغې نېشې وار د طالبانو دی.

محمد طا رق بزګر: که جګړه د حل لار نه وي نو کومې لارې شته چې طالبان د ولس ومني او ولس وکولای شي خپله راتلونکې پخپله وټاکي؟

ډاکټر شیر حسن حسن: جګړه بالکل د حل لار نه ده. د حل لارې کلي اوس د طالبانو په لاس کې ده. حللار په هغه ارزښت کې ده، چې ولسواکي بلل کيږي. طالبان ادعا لري، چې د ولس ملاتړ ورسره دی. که داسې وي نو بيا د حاکميت د کورني مشروعيت لپاره د ولس رايې ته ولې مراجعه نه کوي. د ولس په رايه کې د هر چا ستونزه حليږي. د ولس رايه په لويه جرګه او يا د ملي شورا په ټاکنو او را بللو کې ښه  تمثيليږي. د ولس استازي به د دولت او حاکميت ډول وټاکي، تر اساسي قانون، د نظام  د نوم ، ملي بيرغ، ملي سرود او داسې نورو اصولو په باب به پرېکړه وکړي، د واکمنۍ په کورني مشروعيت به دُعا وشي او همدا کار به د بهرنيو ستونزو حل ته لاره هواره کړي.

محمد طا رق بزګر: که طالبان خپل همدې سیاست ته، چې «میم زر ما ټوله زما» او د ولس خبره «ږیره زما واک یې د مُلا» لوبه روانه وي حللار یې څه ده؟ او ستونزه چېرته ده؟ په افغان ولس او که په طالبانو کې؟

ډاکټر شیر حسن حسن: مخکې مې عرض وکړ، چې په ملت کې ستونزه نشته. ستونزه په حاکمانو کې ده، ځکه ملت اوس يوه بې سرپوښه او نامنظمه مجموعه ده. حاکمان د ملت د انسجام لپاره بل چا ته واک نه ورکوي، په دې کې د ځان خطر ويني، خو که لږ تر لږه د ملت غوښتنو او ضرورتونو ته غوږ ونيسي او د حللارو د لټون تلاش وکړي، ستونزه له پېچلتيا راووځي. خو که طالبان فکر کوي، چې دوی تر ټولو هوښيار، په کار پوه او زورور دي، ځکه د دنيا ستر زبرځواک ته يې ماتې ورکړې ده، بيا به نو هماغه زوړ مُلا او زړې تراويح وي. د وتلو لار په کې نه وينم.

محمد طا رق بزګر: تر هغو چې طالبانو له افغان ولس مشروعیت تر لاسه نه کړي ایا حکومت به یې دوام وکړي او هم به یې نړیوال په رسمیت وپیژني؟

ډاکټر شیر حسن حسن : د ولس رايه او رضايت تر لاسه کول تر ټولو لومړی او ضروري خبره ده، له دې پرته به رسميت پيژندنه اول ممکنه نه وي او که بيا ممکنه هم شي، څه مانا به ولري؟ يو وږی ملت به تل د رسميت پېژندنې په تمه د بل د لاس خيرات ته ناست وي. رسميت پېژندنه زموږ په کورني او ملي هويت پورې اړه لري. که يوازې ملايان او د مدرسو فارغان زموږ د ملي هويت ممثلين وي، رسميت پېژندنه ناممکنه او بې ګټې ده.

محمد طا رق بزګر: د ښوونې او روزنې، ښوونځیو او ښځو سره د طالبانو د دښمنۍ علت ستاسو له نظره څه دی؟

ډاکټر شیر حسن حسن: که هر طالب جلا جلا وپوښتل شي، هيڅوک به د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار د مخنيوي خبره ونه کړي، هر يو به په عمومياتو کې ځانونه د ښځو د زده کړو او کار پلويان وبولی. که پوښتنه پسې وشي، د ډېرو طالب مشرانو لوڼې به په بهر (پاکستان يا قطر) کې عصري مکتبونه وايي او لوړې زده کړې به کوي.  خو په مجموع کې طالبان د يو فکر تابع دي؛ هغه د يو وروسته پاتې کلي او بانډې او په ښه حالت کې د يوې مدرسې فکر دی. که تاسې په مدني او اقتصادي لحاظ يو وروسته پاتې کلي او بانډې ته لاړ شئ، هلته به د طالب د کړنو په وړاندې هيڅ مشکل پيدا نه کړئ. ځکه هلته خلکو د ستونزمن، وروسته پاتې، بې تعليمه او حتی د ډېر ابتدايي روغتيايې خدمتونو پرته د ژوند له محروميتونو سره عادت کړی دی او دا ورته نورمال حالت ښکاري. له دغو محروميتونو راوتل هغوی ته کفر ښکاري. زه د تاجکستان او ازبکستان له کليوالي ژوند سره لږ و ډېر بلد يم ، هلته هم د کليوالي او ښاري ذهنيت تر منځ تفاوت همداسې دی. له همدې کبله طالبي ذهنيت په کومې ځانګړې سيمې يا قوم پورې تړلی نه دی، دا عموماً وروسته پاتې او د محروميت کليوالي ذهنيت دی. د معاصر انسان رسالت دادی، چې خپل هېوادوال او خپل چاپيريال له دغه محروميته راوباسي. زموږ هېوادوال بايد د نړۍ د نورو انسانانو په شان په نس موړ او په تن پټ ژوند ولري،  لومړنيو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی او له ساري مرضونو محفوظ وي. دغه کارونه په زده کړو او تعليم ترسره کيږي. وروسته پاتې کليوالي ذهنيت دغه کار نه شي تر سره کولای. بدلون ته ضرروت دی، چې د کلي او ښار ذهنيتونه سره نږدې شي، نه داچې کليوالي ذهنيت پر ښاري هغه بری ومومي.

محمد طا رق بزګر: په یو هېواد کې چې د علم او پرمختګ دروازې تړلې وي د دغه هېواد راتلونکې به ستاسو په نظر څنګه وي؟

ډاکټر شیر حسن حسن: د دغه شان هېواد د خلکو راتلونکې تاريکه ، د جهل قرباني، بدمرغه، وروسته پاتې، کمزورې ، بې ځواکه، بې واکه او ټول عمر نورو ته محتاجه ده.

محمد طا رق بزګر: ولې افغانانو په دې شلو کلونو کې ونشو کړای، چې واقعاً یو ملي او افغانستان شموله او افغان شموله حرکت، تنظیم یا ګوند جوړ کړي؟

ډاکټر شیر حسن حسن : خورا مهمه او ضروري مسئله او زما د هيلو برخه ده. په نړۍ کې د پرمختللو هېوادونو نظامونه اسماني نه دي، ځمکني دي او د هوښيارو او مخکښو سياسي نهضتونو پر مټ جوړ شوي دي.  سياسي نهضت، چې د ټولني عيني او ذهني واقعيتونه او لومړيتوبونه درک کړي او د علمي او عملي  پروګرام پر اجندا  په ټولنه کې پراخ ملي تحرک ايجاد کړي. داسې تحرک چې ولسونه او په ځانګړي ډول ځوانانو ته پراخ هيواد شموله فکر ورکړي، کولای شي د هر ډول ورانکارو مخې ته سپر شي. په افغانستان کې د اوږدې کورنۍ جګړې په پايله کې کوچنۍ قومي او محلي ملوک الطوايفۍ او د قدرت موازي جزيرې جوړې شوې. عوامو د ځان د ژغورلو په تمه خپلو قومي او سيمه یيزو قوماندانانو او زورورو ته پناه يوړه، هغوی يې د ځان بلا ګردان وبلل او په ټوله مانا د ژوند د بقا لپاره د هغوی خدمت او امر منلو ته چمتو شول. د ۱۹۹۰ يمو کلونو په تنظيمي اختناق کې د پراخ ملي نهضت نوم اخیستل ناممکن وو، هغه وخت د هرګوند په نوم پورې د اسلامي پېشوند يا پسوند تړلی و او د ملي نوم ورته کفر ښکارېده، خلک هم حيران وو چې اصلي اسلامي به کوم وي چې پرهماغه راټول شي. خو ترهغې راوروسته د جمهوريت په تېرو شلوکلونوکې بيا تر يوسلوشل زياتې، وړې او او غټې سياسي ډلې جوړې شوي او په دې ډول د دموکراسۍ په نوم سياسي انارشي تر دې بريده رسيدلې وه چې د لسو کسانو يوې ډلې هم د سياسي ګوند دعوا کوله. د جمهوريت په اوايلو کې د سياسي هڅو په سلسله کې زموږ يو شمير همفکرانو د ملي فکر پر بنياد د «افغانستان ملي ګوند» په نوم د يو سياسي حرکت بنسټ کېښود، چې د مرام د خپرېدو په هماغه لومړيو شپو ورځو کې يې د هيواد په مرکز او والاياتو کې ښه انعکاس پيدا کړ او هرکلی يې وشو. خو له بده مرغه د جمهوريت په کلونو کې هيڅ سياسي ګوند د هغه د مرام او سياسې طرحې د معقوليت پر بنياد په سياسي ډګرکې مطرح نه شو، بلکي هماغه جهادي تنظيمي ډلو د زور او زرو  پرمټ د هيواد سياسي فضا انحصار کړې وه. د ملي فکر خبره ځکه د اهميت وړ نه ايسيده چې د ملي فکرپالونکو په لاس کې د زور او زرو وسايل نه وو او له بلې خوا ښکېلاک د ګلوباليزم تر پردې لاندې د ملي افکارو د پرمختګ مخه نيولې وه. داسې مې هم اورېدلي دي چې ځينو چارواکو به ويل، افغانسان ته قوی اردو ځکه په کار نه دی چې د خاورې تماميت او ملي امنيت مو د نړيوالو دوستانو له خوا تضمين شوي دي. په هر صورت د جمهوريت په کلونو کې موږ له خپلوګڼ شمېر همفکرانو او دوستانو سره د همدغه شان پراخ ملي حرکت لپاره هڅې کړې دي. په يو يا بل شکل د پراخې ملي بيدارۍ او راټولښت لپاره د هېواد په دننه او بهرکې د ډېرو دوستانو ادرس ته درېدلي يو. په لومړيو کې مو له ډېرو  بيدارو خلکو هم واورېدل چې سياست ناکاره او بدنام شی دی. تر سياسته همدا ټولنيز، فرهنګي فعاليتونه او هڅې بهترې دي، لږ تر لږه د بد نامۍ خطر نه لري. هر څوک دې د خپل شخصي استعداد په مټ پر مختګ وکړي او چې يو ځای ته ورسېد بیا دې له هماغه ځايه د سترو ملي خدمتونو طرحې وړاندې کړي. د هغوی په فکر سياست په افغانستان کې سمه نتيجه نه ده ورکړې. ډيری منورينو خو د ښاغلي حامد کرزي خولې ته کتل او د هغه نقل قول به يې زمزمه کاوه؛ چې «خبره خو همدې سياسي ګوندونو خرابه کړه!». د سياسي پراخ، افغانستان شموله ملي نهضت د رامنځته کولو سره د مرستې او همغږۍ په هيله مو خپل غږ په ۲۰۱۱کال کې  تر وتلي افغان شاعر، ليکوال ، تاريخپوه ، څېړونکي او  ژورنالیست عبدالباري جهاني پورې هم ورساوه. ځکه زه په دې باور يم، چې د پخوانيو کيڼ اړخو او ښي اړخو سياسيونو ترمنځ ډيرې زياتې خپلمنځي ناخوالې تېرې شوې دي او د جهاني په شان شخصيت په ملي فکر کې د دوی د راټولولو او پيوندولو توان لري. هغه وخت ښاغلي جهاني صاحب پرملي اجندا دغه شان پراخ راټولښت ضروري وباله. هغه راته وويل چې تر دې وړاندې يې  سياست نه دی کړی او سياسي تجربه نه لري، خو که نور منورين د يو پراخ ملي راټولښت لپاره غږ ورباندې وکړي هغه به يې له مرستې او ملاتړ څخه دريغ ونه کړي.په همدې هيله زما د تلاش مزل په پوره نابلدۍکې د ښاغلي ډاکتر اشرف غني تر منزله  هم ورسېد. د ۲۰۱۳ کال د ډسمبر په ۲۹ نېټه ماښام د ځينو دوستانو سره د هغه کور ته ورغلو. په دغو شپو ورځو کې هغه غوښتل د جمهوري رياست ټاکنو ته ځان کانديد کړي. ما او زما ملګرو د هغه د کانديديدو پرېکړه  وستایله او د خپل ملاتړ نيت مو ورته ښکاره کړ. ما هغه ته يوه نابلده خبره وکړه  او هغه ځکه حيران شو، چې ښايي تر دغه وخته کوم بل چا داسې طرحه نه وه ورکړې. ما ورته وويل؛ چې موږ ستا د کانديديدو ملاتړ کوو  او ډېر به خوشال شو چې ته په ټاکنو کې کامياب او ولسمشر شې. خو که ته ناکام شې،  ښايي زما سره دا نور راغلي ملګري به خپه شي، مګر زه نه خپه کېږم.  زموږ په هېواد کې د يو پراخ ، افغانستان شموله سياسي نهضت د مشرتابه لپاره زعامت ته ضرورت دی، که ته ناکام شې تر ولسمشرۍ به بهتره داوي، چې د نورو پاک نيتو ملي منورينو سره يوځای د همدغه شان پراخ ملي نهضت د رامنځته کولو تابيه وکړئ. ما په نړۍ کې د نورو سياسي ليډرانو مثال ورکړ. دا مې هم ورته وويل، چې ته همدا اوس مجبور يې د رايو ترلاسه کولو لپاره  عبدالرشيد دوستم، عطامحمد نور، محمد محقق،  رسول سياف، اسماعيل خان، ظاهر قدير، او کندهاري ورونه په سياسي رشوت خوشاله وساتې او  د چوکۍ او مقام  په تمه د هغوی رايي تر لاسه کړې. خو که د يو ملي فکر پر بنياد سياسي ګوند د افغانستان په ټولو سيمو او قومونو کې ريښې ولري، بيا به د يو فکر خلک په يو اواز ټول افغانستان ته خپل پيغام رسوي او چا ته  به د سياسي رشوت ورکولو ضرورت نه وي. ښاغلي اشرف غني وخندل او قول يې راکړ، چې په ټاکنو کې د کاميابۍ او ناکامۍ په دواړو صورتونو کې به ددغې تشې د پوره کولو لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي. له ښه يا بده مرغه ښاغلی ډاکتر اشرف غني ولسمشر شو. او داچې د واکمنۍ په شپږو ـ اوو کلنو کې يې ولې پر دغه فکر لويه ډبره ايښې وه، ښا يې علتونه يې په خپلو خاطراتو کې راتلونکو نسلونو ته روښانه کړي. په همدې لار کې زموږ د تلاش سلسله تر ښاغلي محمد حنيف اتمر پورې هم ورسيده. هغه وخت چې د امنيت شورا له رياسته يې استعفی وکړه او غوښتل يې د جمهورې رياست په ټاکنو کې ځان کانديد کړي، له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان سياسيونو په ټول کې مسکو ته راغلی و مخامخ مو ورته وويل چې د ملي فکر پر بنياد د يو پراخ افغانستان شموله سياسي نهضت انتظام تر ولسمشرۍ ضروري او بهتر کار دي، راځئ چې همدې کار ته په شريکه ملا وتړو، هوکې يې وکړه، که څه هم ولسمشرۍ ته له خپلې کانديداتورۍ تېر شو، خو ښايي د سياسي نهضت خبره ورته بابيزه چاره ښکاره شوې وي چې ډيره پاملرنه يې ورته ونه کړه او وروسته بيا په بهرنيو چارو وزارت کې مصروف شو. خو په ټوله کې زه فکر کوم، چې بهرني ښکېلاک او بهرنيانو ته احتياج په تېرو شلو کلونو کې سياسي فضا دومره فاسده کړه، چې هر څوک د سياسي فکر پرځای د خپل ځان په فکر کې ډېرمصروف شو.

محمد طا رق بزګر: افغانستان د خپل موقعیت له مخې د قوي او حریصو ګاونډیانو او نړیوالو قوتونو په لوبو کې ګیر دی او اوس په داسې حال کې چې د علم او پرمختګ مخه ډب شوې او یو یو زیات شمېر افغاني پوهان او تعلیم یافته طبقه له هېواده وتې او  یا هم د وتو په حال کې دي. افغانستان به څنګه وکولای شي د یو مذهبي نظام لاندې د دې ټولو سترو چلنجونو مقابله وکړي؟

ډاکټر شیر حسن حسن: زموږ هېواد ته رښتيا هم دغه اوږد مصيبت له ګاونډيانو راپېښ دی. زموږ ګاونډيانو د خپلو نيابتونو له لارې زموږ په هېواد کې د جنګ لوبه ګرمه ساتلې ده. هر وخت جنګ ته نوې بهانې جوړوي او هر وار جنګ د مرکزي نظام تر سقوطه رسوي. ستره بدمرغي داده؛ چې هر وار نظام داسې بنيادي سقوط وکړي، چې لوستي او روزل شي کادرونه مو ټول له هېواده وتلو ته مجبور شي. وطن له روزل شويو کادرونو خالي شي، بيا لسګونه کلونه په کار وي چې بل نسل وروزل شي او پرهغوی بيا هماغه لوبه تکرار شي. زموږ سياستوالو ته په کار ده، چې د ملي ګټو په تعريف کې دننه يو بل وزغمو او په دې خبره سر خلاص کړو چې يوازې هغه وخت کولای شو چې په سوله او ثبات کې ابرومند ژوند وکړو، چې هېواد مو د نورو له احتياجه خلاص وي. په ايران کې هم تر څلويښتو زيات کلونه کيږي، چې اخوندان حاکم دي، خو هغوی ته خپلې ملي ګټې ډېرې معتبرې دي. هغوی د پرديو نيابتونو ته دفعاليت اجازه نه ورکوي، چې د ايران ملي ګټو ته تاوان ورسوي. که موږ په مکتب  او په مدرسه کې د زده کړو په مهال ملي ګټې وپېژندې او د ملي ګټو د ساتلو  تعهد مو وسپاره، بيا به زموږ جغرافيوي موقعيت زموږ لپاره ډېر ګټور شي. زموږ هېواد به د شمال او جنوب، د شرق او غرب تر منځ د تجارت، ترانزيت او تبادلې څلور لارې شي او بيا به موږ له خپلو ګاونډيانو څخه د خطر د احساس پر ځای د دوستۍ او متقابلې همکارۍ تمه کوو.

محمد طا رق بزګر: تاسو د افغانستان له داخله له خپلو اړیکو له لارې څه اورئ، خلک څه وایي او څه غواړي؟
ډاکټر شیر حسن حسن: قدرمن بزګر صاحب، د خلکو په لومړنيو ضرورتونو موږ ټول خبر يو، خلک هوسونه نه لري، خلک وږي دي ډوډۍ غواړي، خلک له يخنۍ او له ګرمۍ څخه د خپل ځان او کورنۍ د ژغورلو وس نه لري، خلک له فقر سره مخ دي. خلک کار غواړي، چې له فقر او بې روزګارۍ څخه وژغورل شي. همدا شپې ورځې په پکتيکا، خوست او پکتيا کې د زلزلې له کبله زموږ ډېر شمېر هېوادوالو ته د سر او مال زيان اوښتی دی، ګڼ شمېر خلک بې کوره او بې سر پناه شول، هغوی د مرستو په تمه د خدای ج درګاه ته ناست دی. په نړۍکې د خورو ورو پردېسو افغانانو دې کور ودان وي ټول لاس په کار شوي دي، چې له زيانمنو هېوادوالو سره مرستې راټولې کړي. همدا اوس چې ستاسې پوښتنو ته ځواب وايم د روسيې په ښارونو (مسکو، سانکت -پتربورګ، کرسنادار، رستوف، پيتيګورسک، ايوانوا، ولګاګراد، کازان او نورو ) کې له خپلو افغان هېواد والو سره په همدې خبرې کوو، چې څنګه وکړای شو د زلزلې او سيلابونو له وجې زيانمنو هېوادوالو ته ترخپله وسه مرسته راټوله کړو. زموږ د هېوادوالو دې کور ودان وي، په ټولو ښارونو کې مرستې راټولوي او هر څوک له خپلې وسې مطابق ونډه اخلي، چې زه له ټولو مننه کوم.

خو مرستې کفایت نه کوي، هلته د خودکفايۍ لپاره د حکومت اقدامات په کار دي. خلک له دغه درکه پوره ناهيلي دي. د خوراک او پوښاک له لومړيتوب برسېره خلک د خپلو اولادونو لپاره د تعليم او زده کړو په مستقبل ډاډمن نه دي، د نجونو پر مخ خو د ښوونځيو دروازې بندې دې خو دهلکانو لپاره هم د مسلکي زده کړو مدارک په نشت حساب دي.  ډيری لوستي خلک له هېواده د وتلو په تلاش کې دي، خپل هېواد د خلکو لپاره ډاډمن ځای نه دی، او همدا تر ټولو ستره ناهيلي او بدمرغي ده.

محمد طا رق بزګر: په عمومي ډول مو افغانانو ته پیغام څه دی چې هر افغان د خپل وطن او خلکو په وړاندې څه مسئولیت لري او په دې حساس او ستونزمن وخت کې باید څه وکړي؟

ډاکټر شیر حسن حسن: افغانان په دوو برخو (واکمنانو او بې واکو) ویشل شوي دي. بې واکه ډېر او واکمنان کم دي، خو د کړنو ځواک د واکمنانو په لاس کې دی. هغوی چې تازه له واکه لېرې شوي دي د جنګ او وسله وال مخالفت ګواښ کوي، چې زه يې ناسم او تاواني کار بولم. خو هغوی وايي، چې خبرو ته يې غوږ نه نيول کيږي او له همدې کبله جنګ ته مجبور دي. له بلې خوا واکمنان چې په انقلابي او فاتحانه انداز قدرت ته رسېدلي دي، لا تر اوسه يې دولتي مسئوليت نه دی احساس کړی. هغوی لا تر اوسه د خپلې فتحې شکرونه ادا کوي او د ستونزو د حل په غم کې نه دي. هغوی وايي د نړۍ لومړۍ درجه ابرقدرت ته مو ماتې ورکړې ده.  واکمنه ډله تر اوسه هم ځانمرګو ته پاتې کيږي. ځانمرګي چې د خپل ژوند په ارزښت نه پوهيږي، له هغه سره په رښتيا هم هيڅوک مقابله نه شي کولای. خو بريا بايد د ښه او ښېرازه انساني  ژوند لپاره وي.که نه وي نو هغوی چې نورو ته يې د احتياج لاس اوږد وي ، هيڅکله ازاد او بريالي نه دي. ازادي بايد د ژوند لپاره وي، د هديرې لپاره ازادي په قربانۍ نه ارزي.

هغوی چې نوي واک ته رسېدلي دي او هغوی چې واک يې له لاسه ورکړی دی، پر ټولو غږ کوم چې د ولس ارادې ته درناوی ولري. واکمنان دې خلکو ته د سياسي او مدني فعاليت لارې خلاصې کړي، چې خلک وکړای شي خپلې غوښنتې د سياسي سوله ييزې مبارزې له لارې ټولو هېوادوالو ته ورسوي، زموږ هېوادوال اوس د ښو او بدو په تول ډېر ښه پوهيږي، خو هغوی د انتخاب حق غواړي. له بده مرغه له خلکو څخه د ښه او بد تر منځ د انتخاب حق اخيستل شوی دی. تر څو چې خلک د انتخاب حق ونه لري ستونزه نه حل کيږي.

محمد طا رق بزګر: په ځانګړي ډول مو بهر میشتو هېوادوالو ته پیغام څه دی، چې د خپل هېواد له پاره څه کولای شي او په دې سخت وخت کې د خپلو هېوادوالو لاسنیوی په څه ډول کولای شي؟

ډاکټر شیر حسن حسن: رښتيا هم بهرمیشي افغانان د هېواد لپاره ستره مادی او معنوی زيرمه ده. اټکل کيږي، چې زيات و کم له اتو تر لسو ميليونو افغانان له هېواده بهر دي. په دې مانا چې د هېواد د نفوس هر څلورم يا پينځم نفر له هېواده وتلی دی. دپرديسۍ له هر ډول ستونزو سره سره د بهر مېشتو  افغانانو د کار او ژوند امکانات د هېواد په پرتله ښه دي. بهر مېشتو افغانانو ته ښايي، چې په سختو شرایطو کې خپلې کورنۍ او پاتې خپلوان هېر نه کړي. په مالي لحاظ  تر خپله وسه مرسته ورسره وکړي. په معنوي او فکري لحاظ هم بهر مېشتي افغانان د افغان په نامه خپل ملي هويت هېر نه کړي. له خپل ابايي ټاټوبې څخه په جلا ژوند کې یهودان ډېره کاميابه تجربه لري. د اسرائيلو په نوم هېواد له بهره جوړ شو، او اوس د ډېرو بډايه عربي هېوادونو په منځ کې د اسرائیلو کوچنی او کم نفوسه ملک ډېربريالی او خود کفا هېواد دی. که بهر مېشتي افغانان خپل ملي هويت وساتي او د خپل هېواد برخليک ته شا نه کړي، ښايي زه به نه يم او موږ به نه يو، خو باور مې دی چې د بهر مېشتو افغانانو د راتلونکو نسلونو په مټ به افغانستان د نورو له احتياجه خلاص او ښېرازه شي.

محمد طا رق بزګر: تاسو له ډېرې مودې په روسیه کې اوسئ که هلته راته په لنډ ډول د افغانانو د شمېر، ژوند او فعالیتونو په هکله ووایاست.

ډاکټر شیر حسن حسن: په روسيه کې د افغانانو د شمېر په باب دقيق مالومات نشته. ځکه له يوې خوا روسيې ته چې څومره افغانان راغلي دي،که ثبت او راجستر شوي هم وي ډيری يې له روسيې څخه يا د ملګرو ملتونو د ادارې له لارې او يا په خپلو شخصي لګښتونو له روسيې څخه د اروپا، امريکا او کاناډا په لور کوچيږي. دا پروسه تل د تغيير په حال کې ده او کومه افغاني ، روسي يا نړيواله  اداره په دې باره کې دقيق ارقام نه شي وړاندې کولای. په نوييمو کلونو کې تر يو سل پنځوس زرو، راوروسته تر سل زرو او اوس د پنځوس زرو په شاوخوا کې اټکل کيږي. روسيې ته د افغانانو د مهاجرت لومړۍ څپه د ۱۹۹۲ کال له اپريل څخه راپيل شوه، هغه وخت چې د ډاکتر نجيب الله په مشرۍ د نظام له ړنګېدو وروسته جهادي تنظيمونه په خپل منځ کې په جنګ اخته شول. هغه وخت په روسيه کې د مهاجرت قانون نه و، او د ژوند په ډېرو اړخونو کې بې قانونې حاکمه وه.  روسيې ته رارسېدلو افغانانو د ملګرو ملتونو د ادارې له خوا يو سند تر لاسه کاوه، هلته به يې په روسي ژبه ليکلي وو چې دغه شخص افغان مهاجر دی، له ده سره ممکنه مرسته وکړئ. خو دغه سند پوليسو ته د رسمي راجستر ارزښت نه درلود له دې کبه به يې افغانان جريمه کول، د بې سنده شخص په نامه به يې تالاشي کول او په جيب کې شته پيسې به يې ترې اخيستې. هغه کلونه روسيې ته د بهرنۍ سوداګرۍ لارې تازه خلاصې شوې وې. افغان هندوان هم روسيې او په ځانګړي ډول مسکو ته رارسېدلي وو. هغوی له چپن، تایوان او جنوبي کوريا څخه مالونه راوړل ، دغه مالونه يې په عمده ډول په نورو افغانانو خرڅول او افغانانو به دغه مالونه په نويو جوړو شويو بازارونو کې، چې په روسي ژبه کې (رينک) ورته وايي خرڅول. د وخت په تېرېدو سره عادي افغانانو هم يو ځای او بل ځای په تحصيلي موسساتو کې ځانونه د تحصيل په نامه راجستر کړل، ويزې يې تر لاسه کړې او چين ته د تګ لارې چارې يې هم زده کړې او اکثرو يې له چين څخه په کوچني تجارت پيل وکړ. په روسيه کې د افغان مهاجرينو لومړی نسل لاتر اوسه هم په هماغه کوچنيو بزنیسونو خپل ځانونه ساتي. په روسيه کې هيڅ افغان مهاجر د سوسيال په ډول دولتې مرسته نه ده اخيستې او د خپل لاس په ګټه ګوزاره کوي. د افغان مهاجرو د دوهم نسل ځوانان مسلکي خلک دي څوک ډاکتران، څوک انجنيران ، څوک معلمان دي او په دولتي او خصوصي موسساتو کې کارونه کوي. اوس شکر هغه ستونزې نه شته، چې پخوا د هجرت په لومړي  نسل تېرې شوې.

محمد طا رق بزګر: که لږه شخصي پوښتنه وکړم په څه بوخت یاست او خپلې ورځې په څه لنډوئ؟

ډاکټر شیر حسن حسن:  مخکې مې د مهاجرو افغانانو د لومړي نسل د کار او ژوند په باب درته وويل، زما حال هم کټ مټ هماغه شان دی، چې په عام ډول مې تاسو ته وويل. زه هم د ۱۹۹۲ کال په مې مياشت کې په تاجکستان کې له پوهنتونه  فارغ شوم. هغه وخت په کابل کې نظام بدل شوی او د جهادي تنظيمونو خپلمنځي نښتې پيل شوې وې. هغه کال يوازې د طب د انستيتوت څخه د افغان فارغانو شمېر ۶۸ کسان وو، چې و مو نه شوکړای  هېواد ته ستانه شو. موږ تيت او پاشان، څوک يو چيرې او څوک بل چيرې ولاړل. زه په تاجکستان کې پاتې شوم او په يوه روغتون کې مې کار پيل کړ. لږه موده وروسته د ۱۹۹۲ کال په اګست کې په تاجکستان کې هم اسلامې اپوزوسيون زور واخيست او هلته هم جنګ پيل شو. زه د ۱۹۹۲ کال په نومبرکې روسيې ته راغلم او تر اوسه په روسيه کې د نورو افغانانو په څېر ژوند کوم. زه هم يو کوچنی بزنس لرم ، په څنګ کې د لومونوسوف په نوم د مسکو پوهنتون د اسيا او افريقا هېوادونو په انستيتوت کې د پښتو ژبې درس ورکوم، او برسېره پردې په ټولنيزو، فرهنګي او سياسي کارونو بوخت يم.که په لنډه يې ووايم، له خپله بخته راضي يم،  په خپل کورني، ټولنيز، سياسي او فرهنګي چاپيريال کې پوره مصروف يم، د چا خبره دِقيت ته فارغ وخت نه لرم، ارمان مې دی چې د مطالعې وخت مې ډېرکم دی.

محمد طا رق بزګر: تاسو په دې وروستیو کې د ډېرو افغاني ټلویزيونو سره بحث او مرکو کې برخه اخلئ او نظر مو تر ډېره ملي او د اکثریت افغانانو د غوښتنو سره برابر دی، ایا له تاسو طالبانو د همکارۍ غوښتنه کړې او یا یې ستاسو خبرو ته غوږ ایښی او عمل یې پرې کړی دی؟

ډاکټر شیر حسن حسن: هوکې، خبريالان هم لکه چينايي سوداګر داسې دي، د دنيا هيڅ کونج ورڅخه خلاص نه دی. نه پوهېږم زما د تليفون شمېره څنګه پيدا کوي ، خو زنګ راته ووهي او راته  وايي زه د پلانۍ رسنۍ خبريال يم ستا نظر او مرکه مو په کار ده، که زه وخت ولرم، دروغ ورته نه وايم، د زړه خبره ورته کوم، ښايي هغوی به پوهيږي چې زه د زړه خبره کوم، په مغلقو فورمولونو مې سر نه خلاصيږي او د نورو سر هم نه ورباندې په دردوم.  زه په خپل فکر کې د جمهوريت او ولسواکۍ پلوي يم. البته زما د فکر جمهوريت په دې مانا نه دی، چې زه د حامدکرزي يا اشرف غني حاکميت غواړم. زه په دې باور يم، چې دولتي واکمني بايد له اسمانه نازل شوی څيز ونه ګڼل شي، چې څوک په کې د شک او شبهي حق ونه لري. ولسونه بايد د خپل هېواد د واکمنۍ په چارو کې د رایې او انتخاب حق ولري، همدې ته جمهوريت يا ولسواکي وايي. طالبانو له ما څخه د همکارۍ غوښتنه نه ده کړې، خو په طالبانو کې ځينو درنو کسانو راڅخه د نظر غوښتنه کړې ده.  ما خپل نظريات هم په مستقيم ډول ځينو طالب مشرانو ته استولي دي او هم يې د ميډيا او رسنيو له لارې وايم، ګوندې کوم زورواکی يا حاکم يې واوري. زما خبره روښانه، ساده او  سپينه مامدينه ده.د يوې ټولنې خلک چې د نظام د انتخاب واک ونه لري، د هغوی ژوند د  ښکېلاک او غلامۍ دی. نو د يو غلام لپاره څه فرق کوي، چې خاوند يا بادار يې کورنی دی که بهرنی.که طالبان په خپله ګټه پوه شي او ولسواکۍ ته تن ورکړي د دوی واکمني به ترنورو ښه وي، ځکه ولس به هم له ښکېلاکه او هم له  فساده  د ازادۍ احساس وکړي. که داسې نه وي طالبان به هم د تېر په څېر په خپله مخه لاړ شي، او يو ځل بيا به هېواد او ولس له ځان سره در بدره او په وينو ولړي. ددې تر څنګ زه د چا سپکاوی نه کوم او د ژوند په بدل سرجنګي مې د سياست برخه نه ده.

محمد طا رق بزګر: د دعوت رسنیز مرکز چې له ۳۴ کلونو راپدیخوا د ناروې له هېواده فرهنګی فعالیت کوي ستاسو نظر زموږ د کارونو په اړه څه دی؟ او موږ (دعوت رسنیز مرکز) په څه ډول خپل رسنیز خدمتونه په ښه او موثر ډول د هېواد دننه او بهر خپلو هېوادوالو ته کولای شي؟

ډاکټر شیر حسن حسن: دعوت رسنيز مرکز په تېرو ۳۴ کلونو کې د قدر وړ رسنيز او فرهنګي کارونه ترسره کړي دی. ۳۴ کاله لوی عمر دی، دعوت لويه لاره وهلې ده او د اوږدې زمانې له کږلېچونو راوتلی دی. په تېرو ۳۴ کلونو کې په نړۍ او افغانستان کې ډېر تغيرات راغلي دي. په افغانستان کې ګڼ شمېرحکومتونه او حاکميتونه  واوښتل راواوښتل او نړۍ هم بدله شوه. په دغو ټولو بدلونونو کې دعوت خپل رسالت ته متعهد پاتې شوی دی. په نړۍ کې له خورو ورو افغانانو سره يې خپلې اړيکې ساتلې دي ، په مختلفو موضوعاتو يې هم د افغان او د غير افغان کارپوهانو نظر اخيستی او هغه يې په پښتو او دري ژبو خپلو لوستونکو ته رسولی دی. د دعوت لوستونکي په نړۍ کې تيت او خپاره دي، د دوی ټولو سره پوستي، بريښنايې او تلیفوني اړيکې ساتل ډېر ستونزمن کار دی خو د دعوت ادارې لاتر اوسه هم دغه درانه او ستونزمن کار ته اوږه ورکړې ده او د ستړيا دمه يې نه ده نيولې. هغه وخت چې آنلاين خپرونې ډېرې مروجې نه وې دعوت په خپل لګښت د چاپ او پوستې مصارف په غاړه اخيستل، دغه کار د حکومتونو او غټو کمپنيو له لاسه هم په درست ډول پوره نه دی خو دعوت په پوره ايماندارۍ خپل تعهد ته ژمن پاتې شوی او په هسکه غاړه د افغانانو په خدمت کې دی. اوس چې اکثره فعاليتونه الکترونيک او آنلاين شوي دي دعوت خپلو کارونو او ژمنو ته تر پخوا لا زيات رونق ورکړی دی، زه يې ستايم او قدر يې کوم.

د دعوت د فعال عمر پينځه دېرشمه کليزه دې نېکمرغه وي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.