دایا سنګهـ انجان د دعوت مجلې سره په مرکه کې

1,232

دایا سنګهـ انجان د دعوت مجلې سره په مرکه کې

یادونه: دا مرکه د دعوت مجلې په ۲۴۴ ګڼه کې خپره شوې چې اوس د دعوت میېیا ۲۴ لوستونکو او د انجان صیب د شعر او قلم مینه والو ته وړاندې کیږي.

مرکه کوونکې: شېبه ګهیځ

دایا سنګهـ انجان د ملک اوتم سنګهـ زوی د پکتیا ولایت ګردیز ښار په زړه بازار کلي په ۱۹۶۴م کال د جنوري په دیارلسمه نیټه د هغه وخت سکانو د ملک په کور کې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي.

انجان له لومړي ټولګي څخه تر اتم ټولګي د پکتیا ولایت ګردیز ښار تجربوي ښوونځی چې اوس د تجربوي لیسې په نوم یادیږي لوستی؛ له نهم څخه تر دولسم ټولګي یې د عبدالحی ګردیزي لیسې کې زده کړې پای ته رسولي دي. له ښوونځي څخه تر فارغیدو وروسته په ۱۳۶۱ ه. ش کال د عسکرۍ خدمت ته سوق له څلورو کلونو وروسته په ۱۳۶۴ه.ش کال کې کله چې د عسکرۍ دوره یې ختمه شوه کابل کې له کورنۍ سره یو ځای شو. کابل کې د اقتصادي ستونزو له کبله له لوړو زده کړو محروم شو، په ۱۹۹۲م کال کله چې د افغانستان سیاسي وضعیت بدلون وکړ؛ مهاجرت ته اړ او له کورنۍ سره یوځای تقریباً دیرش کاله کېږي چې په هندوستان کې د جلا وطنۍ او کډوالۍ ژوند تیروي. دلته مو د هغوی د هنر او ژوند په باب مرکه کړې هیله ده چې د پام وړ مو وګرځي.

شېبه: انجان صېب له وخت ورکولو مو نړۍ مننه پیل به مو د زده کړې په هکله وکړو، لوړې زده کړې مو په کومه برخه کې کړې؟

انجان صېب: د لوړو زده کړو په هکله به ووایم چې له بده مرغه هغه وخت شرایط انقلابي او هر چیرته به د ګولیو بارانونه و، هغه منځني زده کړې مې هم په سختۍ یا داسې وایم چې په سمه بڼه ونه شو کړای؛ کله به ښوونځي ته تلم او کله به هم نه تلم. ۱۳۶۳ه.ش کال و چې کورنۍ مې کابل ته کډه شوه؛ نو زه چې کله له عسکرۍ ترخیص شوم له کورنۍ سره کابل کې یوځای شوم. سیاسي او  اقتصادي ستونزې زما د لوړو زده کړو د خنډ لوی لاملونه و.

شېبه: سره له دې چې لوړې زده کړې مو نه دي کړي؛ نو د شاعرۍ پیل مو څنګه وکړه؟

انجان: شاعري ته د ښوونځي له دورې لیوال وم، د ښوونځي په دوره کې که په کتابونو کې شعرونه راتلل یا هم مطالعه مې کوله له شعر لوستلو او اوریدلو مې خوند اخیسته او دا لیوالتیا به مې ورځ په ورځ زیاتیدله. په اغلب ګمان د ښوونځي په اتم ټولګي کې ومه چې شاعرۍ ته مې مخه کړه. هغه وخت زما په اند شاعري نه وه، ګوډې ماتې لفظونه به مې پییل او تر ننه دا دوام لري. هغه څه چې یادول یې ضروري بولم هغه دا ده چې د پکتیا ولایت ګردیز ښار زموږ د استوګنې ځای کې شاعر، هنرمند، موسیقیار او هر ډول د هنر ته په بده سترګه کتل کېده؛ که سهواً هم چا ته به دې وویل چې شاعر یم په بد نظر ورته کتل او بد لفظ به ورته وکارول شو. ځکه مې شاعري هغه وخت د کاغذونو د خطونو په منځ کې یوازې تورې شوې توري پاتې شوې.

شېبه: سره له دومره ستونزو شاعرۍ ته چا هڅولي یئ؟

انجان صېب: شاعري ته د خپلې مینې او لیوالتیا سره سره خپل د ګران او قدرمن استاد عبدلودود خان یادونه کول هم غواړم. کله چې په ښوونځي کې د ترانو او شعر ویلو کومه خپرونه وه زه یې ورته ټاکلم او هڅولم؛ نو ځکه دا هغه لاره وه چې زه یې شاعري ته برابر کړم او د خپلو احساساتو د بیان ځواک یې راته بخښلی.

شېبه: د پښتو ادب په نورو صنفونو کې مو د تخلیقاتو په هکله هم ووایئ؟

انجان صېب: مخکې مې یادونه هم وکړه ما داسې خاصې لوړې زده کړې نه دي کړي؛ نو کله نا کله مې له شاعرۍ پرته په نورو ادبي صنفونو لکه لنډې کیسې او ادبي ټوټې هم لیکلي. شاعري مې تر دې برخو ډیره ده. له غزل سر بیره ازاد نظمونه هم لیکلي او په پنجابي ژبه هم لیکنې کوم.

شېبه: له پښتو سربیره نور په کومو ژبو پوهیږئ؟

انجان صېب: له پښتو سربیره په دري، اردو، هندي او پنجابي ژبه پوهیږم؛ لیک او لوست کوی شم. لږه انګریزي هم پوهیږم زما مورنۍ ژبه هندکو ژبه ده؛ خو په هغو ژبو چې ښه پوهیږم زما د خپل وطن ژبې دي دري او پښتو ژبه.

شېبه: د چا افکار لولئ او د کوم شاعر له شعرونو ډیر اغیزمن یئ؟

انجان صیب: زه د چا له افکارو اغیزمن یم، دا یوه مخلقه پوښتنه ده ځکه زه ټول شاعران او لیکوالان لولم او خوښوم. داسې کوم خاص شخصیت نشته چې زه یې په ګوته کم یا ووایم چې دا ښه دی دا ښه نه دی. زه دا اجازه هم ځان ته نه ورکوم دا ځکه چې زه تر ننه د خپل ځان په اړه هم سم قضاوت نه شم کولی؛ هغه څه چې زه لیکم ښه دي او که بد دي. دا چې د چا د لارې پلوی یم هم نپوهیږم دا قضاوت به لوستونکي ته پریږدم.

شېبه: چاپ شوي اثار لرئ، دغه اثار مو د نظم په برخې کې دي که نثر؟

انجان صېب: د کتابونو په هکله مې باید ووایم زما تر ننه یوازې یو کتاب چاپ شوی(ستا به یاد وي او که نه) دا کتاب مې د شعرونو ټولګه ده، چې په ۲۰۱۰م کال په کابل کې د قلم ټولنې لخوا چاپ شوی دی. د اقتصادي ستونزو له امله نور تر دې دمه په دې بریالی نه شوم چې کوم اثر چاپ کم.

شېبه: په کوم فورم کې شاعري کوئ او ډیری وخت موضوعات څه وي؟

انجان صېب: اکثریت غزل فورم کې شاعري کوم. د شعر موضوع مې مینه ده، له خلکو سره مینه، وطن سره مینه او ټوله مینه؛ ځکه انسان له مینې پیدا دی. د انسان نوم له انس څخه اخیستل شوی، د انس معنا هم محبت ده؛ نو چې انسان له مینې پیدا وي باید مینه وکړي. زه نه وایم چې قصداً دا کار کوم؛ خو چې شعر لیکل شوی مینه حتماً په کې و.

بله دا چې زه جنګي او انقلابي محیط کې لوی شوی یم خامخا دا به هم راباندې اغیز کړی وي؛ ځکه انسان د محیط تابع دی څه چې ګوري احساس یې اغیزمن کوي او دغه اغیز د هماغه محیط د انځور منعکس کوونکی دی؛ کیدای شي د دغې له وجې انقلابي شعرونه هم وي.

شېبه: دا خو ښه ده چې کتاب مو په کابل کې چاپ شوی؛ نو ایا افغانستان ته هم کله راغلي یاستئ د سفر په هکله مو ووایئ؟

انجان صېب: ډیره زیاته مننه افغانستان زموږ خپل وطن دی. له ۲۰۰۲م کال څخه تر ۲۰۱۵م کال و چې کابل ته مې تګ راتګ کړی. هلته مې په ادبي مجلسونو او ادبي ټولنو کې ګډون درلود؛ په ځانګړي ډول به د جمعې په ورځې د افغان ادبي بهیر په غونډو کې ګډون درلود. دغه ادبي بهیر ما ته د یو پوهنتون حیثیت درلود. ما پوهنتون نه دی لیدلی؛ خو د پوهنتون په کچه زده کړې مې له همدغه بهیر څخه زده کړي. هلته درانه استادان راتلل لارښوونې به یې کولې. موږ به ورته غوږ و یوازې زه نه؛ ناست ټول ګډونوال له دې بهیر ډیر څه زده کول.

شېبه: نو ایا هند کې هم داسې ادبي مجلسونه جوړیږي یا داسې ځانګړې ټولنه شته چې ادبیان سره یوځای شي؟

انجان صېب: له بده مرغه داسې کومه ځانګړې تولنه نشته چې هلته دې شاعران سره یو ځای شي او ادبي بنډارونه وکي. هڅې ډیرې شوي دي، ډیره مې هڅه کړې ده تر کلکته او ممبی هم تللی یم، خلکو سره مې لیدنه وکړه چې داسې یوه ټولنه رامنځته کم؛ خو له بده مرغه نه ټولنه جوړه شوه، نه خپلو هڅو کې بریالی  شوم او نه کوم ادبي مجلس جوړ شو.

شېبه: لکه څنګه چې تاسو وویل ادبي ټولنې او مجلسونه په هند کې نشته؛ نو بیا د پښتو ژبې دریځ په هند کې څنګه ارزوئ؟

انجان صېب: لکه څنګه چې تاسو ته هم مالومه ده په هندوستان کې دومره ډیر خلک په پښتو ژبه خبرې نه کوي. کال یه هم شپږ میاشتې وروسته د افغانستان سفارت لخوا په اخترونو، نوی کال یا هم د خپلواکۍ جشن لپاره که کومه خپرونه یا غونډه جوړه شي. هلته به د دوه یا درې ساعتونو لپاره پښتو وغږیږو له هغه ماسیوا نور په پښتو ژبې غږیدل نشته؛ همدا او د کډوالۍ ژوند زه هم له پښتو ژبې څخه وروسته پاتې کړی یم، بیا هم له ملګرو منندویه یم چې زما شعرونه لولي او ما نازوي.

شېبه: په ادبي مجلسونو کې ناسته څنګه ارزوئ ګټور دي او که نه؟

انجان صېب: زما په اند که څوک خپل د فکر او خیال د بدلون غوښتونکی وي باید دې په ادبي مجلسونو کې ګډون وکي. یوازې په ناسته څه نه کیږي مطالعه هم ضروري ده؛ نو زما په اند د ادبي مجلسونو ناسته د زده کړې لوی ډګر دی چې هر څوک باید ترې برخمنه وي.

شېبه: د اخري پوښتنې په بڼه د دعوت میډیا او دعوت مجلې کارونه څنګه ارزوئ او د لا ښه والي لپاره یې څه وړاندیز لرئ؟

انجان صېب: دعوت میډیا ډیر پرمختګ کړی او په ډیره ښه بڼه روانه ده داسې کوم څه نشته، چې څوک دې ووایی باید داسې شوای وای. هغه څه چې زه د وړاندیز په بڼه ویل غواړم تاسو به هم ورته پام شوی وي، په لره او بره پښتونخوا کې معمولاً د مسلمان او کافر د متضادې کلمې بڼه خپله کړې ده. که مسلمان لیک او شاعري کوي کافر ته اهانت کوي او مسلمان ته نېک القاب ورکول کیږي زه دا نه وایم چې دا کار دې ونه شي د مسلمان ستاینه دې وشي؛ خو د بل یو تخریب هم ښه کار نه دی. زه دا هیله لرم که دعوت میډیا د ده موضوع په اړه خلکو ته لارښوونه وکړي ډیره به ښه وي، د پوهاوی لپاره که لیکنې ولري ډیره به ښه وي، دا لارښوونه وشي چې ادبیات دین پورې ونه تړل شي.

انجان صېب: تاسو له ورین تندي، مینې او لورینې مو نړۍ مننه؛ نړۍ مننه له دعوت مجلې!

 په پای کې له انجان صېب څخه نړۍ مننه چې خپل ارزښت ناک وخت یې موږ ته راکړ، دا هستي دې خاورې نه شي. د افغانستان د ارامۍ په هيله؛ هیله ده یوه ورځ ټول افغانان خپل هېواد ته په ارامه زړه او ذهن بیرته وګرځي. د اباد او ازاد افغانستان په هیله!!

د ښاغلی انجان د کلام څو بیلګې:

                            غزل

چې لمبې یې له لیمو تورو وریږي ته او خدای

نو په ښکلو سړی څنګ نه میینیږي ته و خدای

غاښونه راته ژويي چې در ګورم کبرجنې

بې له مینې نو ژوندون کله تیریږي ته او خدای

تور پورې دې په ما پورې کرکجن کړلو سړیه

کرکه ما نه اشنا وایه کله کیږي ته او خدای

پښې لوڅې سړو واورو کې اولاد د شهیدانو

په ساړه کې سپیلني کړي څنګ رپیږي ته او خدای

اخ پیغله د وطن مې چې خیرات له سپیو غواړي

نو زما زړه به په دې هم نه چاودیږي ته او خدای

پرهر پرهر تصویر چې د وطن مې شي تر سترګو

په لیدو به یې سترګې نه لمدیږي ته او خدای

انجان چې اوسي بل وط کې مجبوري ده کنه

له خپل وطنه د چا زړه کله صبریږي ته او خدای

 

                        غزل

چا زړونه خرڅول او چا خبرې خرڅولې

یو څو و لیوني هغوی سندرې خرڅولې

بازار د راکړې ورکړې په څپو و په موجو کې

چا ازغي په سر تړلې چا ګورګورې خرڅولې

پسرلي بې کړل بدل په خزانونه د دې کلي

په سرو سپينو سیکو ډیرو کوترې خرڅولې

یو نیم و په کې پاتې نوره ټول تیر له ایمان وو

تڼۍ سپینې په نوم د ملغلرې خرڅـولې

د مات او کیشت و لوبه هر یو چا زور ازمایلو

سنډا په دې ډګر کې کږې ښکرې خرڅولې

ړنــګه یـــارانه وه وفــا وتې وه له پولو

پاچا له بیوسۍ خپلې لښکرې خرڅولې

په ځنیځیر و تړل شوي دوکانونه د ګلانو

چا تورې خرڅولې او چا زغرې خرڅولې

وو دواړه په بازار کې له سهاره تر ماښامه

تا ویش د زهــر وکړ ما شکرې  خرڅولې

بس یو په کې انجان و چې یې کر د مینې کړلو

ملا پنډټ پادري خپلې منترې خرڅولې

                    نشته

کلي کې اتڼ نشته زلمي نشته

وران دي ګودرونه شنه منګي نشته

خړ سپیره بادونه خاموشي خپره

ډول نشته رباب نشته سرني نشته

ژوند مو له خزان سره تمام شولو

ډیره موده وشوه پسرلي نشته

پیغلې هم لونګ غاړو کې نه راوړي

څڼو کې د ګلو خوشبویي نشته

غوښته د طبیعت ده بدلون را به شي

خیر که نن تیاره ده روښنایي نشته

بیا هم ستړی نه یمه خوځیږمه

خیر که بوډا شوې یم ځواني نشته

نه منم چې تل به وي دا شپې تورې

څه که نن تیاره ده روښنایي نشته

وي به غوسه خامخا انسان یمه

کرکه مې په ذهن کې بیخي نشته

وې باسل سکان او هندوان هم ترینه

پاتې دې وطن کې ورورولي نشته

شپه د ډیوالۍ کې رڼا نه ښکاري

شته دي اخترونه ویساکي نشته

خامخا انجانه ګیلمن شي زره

وطن کې زمونږ قدر اوس بیخي نشته

                  غزل

ژبه ترخه شونډې خوږې ګرځوي

اشنا مې دوه ډوله وسلې ګرځوي

په سترګو پاس د بڼو غشو تیره

هم په رانه تورې ډیـوې ګرځوي

د سرکو شوڼدو پر سر تک سور پیزوان

لمر مخې تکې سرې لمبې ګرځوي

د خوارو ونډه نوره څه وي اشنا

په ګریوانه اوښکې رڼې ګرځوي

دا لیونی انجان خو پیــژنې ښه

سوي غزل بس په لمبې ګرځوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.