کابل کې چاودنه: دوه روسي ډيپلوماتانو خپل ژوند د لاسه ورکړی

727

دعوت میډیا (دو شنبه/۱۴وږی/۱۴۰۱): عیني شاهدان وایي، د روسیې سفارت سره چاودنه د هغو چاودېدونکو توکو څخه رامنځټه شوه چې په یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو، دغې چاودنې کې دوه روسیانو هم ژوند د لاسه ورکړی او یو شمیر افغان ویزه غوښتونکي هم مړه او ټپیان شوي دي.

بله خوا بیا د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د ط الب انو سرپرست حکومت امنیتي چارواکو له قوله ویل شوي، چې یو ځان مرګی بریدګر د روسیې سفارت دروازې ته له رسېدو سره سم د وسله والو ساتونکو لخوا په ډزو ویشتل شوی دی.

په رپوټ کې د پولیسو ځايي مرکز مشر مولوي صابر له قوله ویل شوي: ”ځان مرګی بریدګر د سفارت دروازې ته له رسېدو مخکې د سفارت (طالب) ساتونکو لخوا پېژندل شوی او په ډزو ویشتل شوی دی. د مرګ ژوبلې په هکله تر اوسه دقیق معلومات نه شته. ”

له پېښې وروسته د روسیې د بهر نیو چارو وزارت تائید کړه چې په ننۍ پېښه کې یې دوه دیپلوماتانو ژوند د لاسه ورکړی خو د نورو معلوماتو یې ډډه کړې ده.

په کابل کې د طالبانو د داخله وزارت ویان خالد ځدراڼ وایی چې په نني ځانمرګي برید کې يو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۰نور ټپیان دي.

تر اوسه چا د دې پېښې مسئولیت چا پّ غاړه نه دی اخیستی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.