پاکستانۍ کلدارې د ډالرو پر وړاندې په کمسارې توګه خپل ارزښت له لاسه ورکړی

825

پاکستانۍ کلدارې د ډالرو پر وړاندې په کمسارې توګه خپل ارزښت له لاسه ورکړی

پاکستاني رسنيو راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې سياسي کړکېچ او وروستيو سېلابونو پاکستانۍ کلداره د ډالرو پر وړاندې په کمسارې توګه بې ارزښته کړې ده.

د رسنيو د راپورونو له مخې، نن د دغه هېواد د اسعارو په بازارونو کې یو ډالر په ۲۳۲ پاکستانۍ کلدارې تبادله کېده، خو سوداګر وایي چې په ازاد بازار کې بیا یو ډالر په ۲۴۰ روپیو خرڅېږي.

په ورته مهال پاکستان کې د راوتليو سېلابونو له امله د دغه هېواد د کرنې برخه زیانمنه شوې، اقتصاد ته يې درانه مالي زیانونه وراوښتي او حکومت اړ شوی، څو خپل د اړتيا وړ توکي له بهره وارد کړي.

د روانې ميلادي مياشتې له لومړۍ نېټې راهیسې پاکستانۍ کلداره د ډالر پر وړاندې په پرله پسې توګه بې قدره کېږي او د تېرې اوونۍ راپدېخوا يو ډالر لس روپۍ ګران شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.