وایلون

آمنه فنا

1,094

غواړم وایلون زده کړمه

غواړم د ژوند پاتې شېبه شېبه مې

درته سرود سرود کړم

غواړمه تاته مې خبرې د زړه

ټولې غزل غزل کړم

ورسره ساز د وایلون

او زمزمه مې وي په مینه مینه

غواړم وایلون زده کړمه

غواړمه ژوند مې ډوب سندرو کې وي

غواړم چې واغوندم د شنو نغمو مهینې جامې

غواړم له ګوتونه مې کیف د موسیقي وڅاڅي

غواړم په رګ رګ کې مې رود وي د سندرو روان

غواړمه ستا د سترګو رپ رپ ته نڅا وکړمه

غواړمه څو شیبې یو شور جوړ کړم، غوغا وکړمه

غواړم وایلون مې زما د څڼو د بڼو په رنګ وي

او زما څڼې د زرین لمر د شغلو په رنګ وي

غواړم وایلون زده کړمه

غواړمه کښېنمه د عشق د سیند پر غاړه غاړه

ستا غزلونه شهکارونه ورسره ووایم

چې آن په شګو کې احساس پیدا شي

زما رڼو اوښکو کې وځلېږي

مرغکۍ هم ټولې راټولې شي

ستا د شعر هره کلیمه ښکل کړي

هم د وایلون پسته نغمه ښکل کړي

که دې کیسه د بېلتانه راواخلم

نه چې تازه ګلونه مړاوي شي

نه چې خزان شي لکه زما زنده ګي

نه نه نه خدای دې نه کړي

دا غم به زړه کې ساتم

دا غر به نه ښوروم

غواړم وایلون زده کړمه

ورسره وژاړمه، وژاړمه

د نامرادې ځوانۍ سوې کیسه

اخ د وایلون تارونه

لکه زما د زړه ګي، نري نري رګونه

چې اوس رېبلي دي غم

له شرنګه پاتې، له آهنګه پاتې

غواړم وایلون زده کړمه

ستا ګل يادونه یې نغمه نغمه کې ونغاړمه

دومره تازه دومره راڼه یې حس کړم

لکه خشبو د ناوېتوب د کمیس

یه زما ورک معشوقه ته به پوهېږې کنه؟

چې را نېږدې یې دومره ، د زړه درزا دې اورم

زه ستا په روح میینه

چیرته یې سا دې اورم

عشق عجیبه احساس دی

چې وژنې، لا شي ژوندی

ستا له انکاره قربان

که هو کړې، هو دې شم جار

که نا کړې، نا دې اورم

غواړم وایلون زده کړمه

مینه دې وشرنګوم

آن د فنا تر دمه

درته شاعره، نغمګره اوسم

غواړمه له مرګه وروسته

زما د قبر جنډه، هم موسیقاره اوسي

درسره یاره اوسي

زما د عشق سرود تازه وساتي

بله مدام دغه ډېوه وساتي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.