هغۀ خوراکونه چې د جلد ښکلا مو ساتي

1,090

هغۀ خوراکونه چې؛ پۀ روژه کې مو د پوستکي یا جلد ښکلا ساتي!

ګڼ شمېر پېغلې او ځوانان د پوټکي ښکلا ته ډېر پام کوي، چې خراب نۀ شي، خو د روژې پۀ میاشت کې ورته ډېر اندېښمن وي، داسې فکر کوي، چې د لوږې، تندې سربېره، د د موسم ګرمي به یې د پوټکي ښکلا لۀ منځه یوسي او د اختر پۀ ورځو کې به بدرنګ ښکاري.

تاسې به خبر وئ چې، مخ ته د زړه هنداره هم ویل کېږي، که چېرته د مخ پوستکی مړاوی، ګونځې او یا هم ژر خراب شي، نو سړی داسې ښکاري لکه روغتیا یې چې د لاسه ورکړې وي.

نو که تاسې چېرته پۀ روژه کې د مخ پوستکي ته اندېښمن وئ، نو دلته یې ځینې مهم معلومات درسره شریکوم چې پۀ مرسته یې د مخ ښکلا ساتلی شئ:

ویټامین اې:
ویټامین A د مخ د پوستکي لپاره تر ټولو مهم ویټامین دي، چې د مخ وچوالی لۀ منځه وړي، مخ نرم او ښکلی ساتي.

تاسې کولی شئ چې د هغو خواړو څخه پۀ روژه کې ګټه واخلئ چې ویټامین اې لري، لکه: د هګۍ ژېړ، سابه، ګازرې، ځیګر، آم او د کبانو غوړي.

ویټامین بي:
د ویټامین B کموالی د دې سبب کېږي، چې د پوستکي اوبه کمې شي، چې د پوستکي اوبه کمېدل هم د مخ پۀ پوستکي کې ګونځې را منځته کوي، او د مخ ښکلا ته تاوان رسوي.

نو تاسې کولی شئ جې د دې خواړو پۀ خواړلو سره په روژه کې د ویټامین بي لۀ کمښت څخه ځانونه وژغورئ.

لکه: غنم، دال، جوار، سابه، ترکاري، شیدې، مستې، پنیر، بادام، پسته، ځیګر/ینه، غوښه او د هگۍ ژېړ د ويټامين B معدنونه دي. لۀ سابو او ترکاريو څخه پرته ويټامين B پۀ مېوه کې هم شتون لري.

ویټامین اي:
ویتامین E هم یو لۀ هغه اړینو ويټامینونو څخه شمېرل کېږي، چې د مخ د پوستکي پۀ روغ ساتلو، همدا رنګه د ګونځو پۀ لۀ منځه وړلو کې مرسته کوي. او د پوستکي د زړښت څخه مخنیوی کوي.

نو تاسې کولی شئ جې ویټامین E پۀ پاڼې لرونکو سابو هګیو، ځیګر، د غنمو پۀ غواړو او پۀ نباتي غواړو کې شتون لري، چې کولی شئ د دیادو شیانو پۀ خوړلو سره د ویټامین اي د کمښت څخه مخنیوی وکړئ.

ویټامین سي:
ویټامین C ستاسو پوستکی لۀ ګونځو څخه ژغوري. نو تاسې کولی شئ چې ویټامین C پۀ لاندې خواړو کې پیدا کړئ:
توت، سابه، کچالو، کیوي، لېمو، کرم، او پۀ تازه مرچ/دولمه کې شتون لري.

ویټامین C د وجود دفاعي سېستم لوړه وي، پۀ بدن کې نسجونه قوي کوي، د ټپ جوړېدو ته چټکتیا ورکوي، دزړېدو پروسه راټېټه وي.

اوبه:
د اوبو څښل د تندې پۀ لۀ منځه وړلو سربېره د مخ پۀ ښکلا کې هم مهم رول لري. اوبه د انسان حیوان او نبات لپاره حیاتي ماده ده بې لۀ اوبو څخه ژوند ناشونی دی، اوبه د انسان پۀ بدن کې غذایي مواد او وینه حجرو ته رسوي. اوبه د بې شمېره ګـټو تر څنګ د بدن پوستکی ځوان نرم او تازه ساتي.
نو مونږ ته پکار ده چې د روژې پۀ مبارکه میاشت کې د شپې لخوا پۀ تدریجي توګه اوبه وڅښو تر څو ځوان تازه، صحت مند او ښکلي پاتې شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.