پښتنې مځکي ته خطاب

عنایت محرابي

547

اې د عظمت هدیرې
اې د پښتنو وطنه
اې د پښتون پښتونخوا
د میړنو وطنه !

ستا هري تیږي لاندي
ملي تاریخ ویده دی
دهر غلیم د پاره
دلته توبیخ ویده دی
هر یو سنګر دي دئ رنګ
د شا زلمو په وینو
تل ساتل سوی ستا پت
د پښتنو په وینو
ستا د عظمت نه قربان
د افسانو وطنه !
اې د پښتون پښتونخوا
د مېړنو وطنه !

تل ستا د ننګ د پاره
مونږه خپل سر ښندلي
ستا به صفت کي خوشحال
له خولې ګوهر ښندلي
ستا د عظمت په لار کي
ځلمي سرونه بایلي
څوک چي پسخیږي تاته
خپل وطنونه بایلي
د طوفانونو خاوري
د ننګیالو وطنه !
اې د پښتون پښتونخوا
د میړونو وطنه !
ستا دا سپېره ډاګونه
ترینه باغونه لوګی
له تورو کاڼو دي
د بل لالونه لوګی
چي ته د بل لاس کي یې
زمونږ ژوندون به څه وي
پرتا چی ننګ نه کوي
هغه پښتون به څه وي
تا به ودان کړو مونږه
د خزانو وطنه
اې د پښتون پښتونخوا
د مېړنو وطنه

اې مقدسي مځکي
د ژوند ارمانه زما
اې د پلرو د تاریخ
ښکلې دیوانه زما
یا به د جنګ په میدان
ستا نه خپل سرکړم قربان
یا به د زړه په وینو
دا ستا تعمیر کړم ودان
تانه ګلزار جوړوم
په وینو سرو وطنه !
اې د پښتون پښتونخوا
د میړنو وطنه !

۴۸-۴-۱۲ کندهار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.