د ا.ا د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت هېواد کې د ټيکټاک او پابجي ګېم د بندېدو لپاره ټولو مخابراتي شرکتونو ته ضربالاجل ټاکلی دی.
د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت مسووولانو پرون جمعه د یوې ناستې پرمهال ټولو مخابراتي شرکتونو ته د ټيکټاک بندېدو لپاره «یوه میاشت» او د پابجي ګېم تړلو لپاره «درې میاشتې» وخت وټاکه.
هېواد کې د پابجي او ټيکټاک بندېدو پرېکړه د مخکیني حکومت پرمهال شوې وه او د ا.ا په واکمنېدو سره د دې پرېکړې پر عمليکېدو ټينګار وشو او له مخابراتي شرکتونو وغوښتل چې دې برخه کې عملي اقدامات وکړي.
خو مخابراتي شرکتونو د دغو دوو اپلېکېشنونو تړل ستونزمنه چاره بللې وه چې ا.ا اوس ورته ضربالاجل وټاکه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.