د افغانستان کنگل‌شوې ارزي شتمني، تر شا پرتې کیسې

عبدالوافي نایبزی

621

وروستی حالت:

ښايي له موږ څخه ډېر کم په‌دې ناخبره اوسو، چې د امریکا متحده ایالات غواړي چې د افغانستان له کنگل‌شوې ارزي شتمنۍ څخه يې ۳.۵ مېلیارده ډالر د Trust Fund تر نامه لاندې یو سوېسي بانک BIS ته انتقال کړي، تر څو له‌دې طریقه وکولای شي، چې په افغانستان کې رامنځ‌ته شوي بشري ناورین او د برښنا د پورونو په ورکړه کې ورسره مرسته وکړي.

د ۲۰۲۱ز کال د اگسټ په ۲۱مه چې امریکا د افغانستان نهه مېلیارده ډالرو شتمنۍ کنگل کړه، نو له هماغه ورځې راهیسې يې ډېپلوماټانو ته دنده وسپارله، چې څنگه کولای شي په افغانستان کې پېښېدونکي اقتصادي ناورین سره مرسته وکولای شي، تاسو که لږ ځير شئ، د افغانستان اقتصاد کابو له بشپړ سقوط سره مخ‌دی. اصلي ستونزه له هغه وخت پیل شوه، چې سرپرست حکومت د افغانستان بانک چارې په‌خپل لاس کې واخیستې، چې په‌دې سره ۷مېلیارده ډالر د امریکا فډرال بانک او ۲ مېلیارده د نړۍ نورو بانکونو کنگل کړې.

**********

د افغانستان په ارزي شتمنۍ جنجالونه:

د افغانستان د شتمنۍ د کنگل‌کېدا سره په امریکا کې حقوق‌پوهانو او سناټوران دوه تقسیمه شول، لومړی ډلې د امریکا د اوسني دريځ ملاتړ کاوه، چې څنگه وکولای شي، پرته د تـ.البانو د لاس‌رسي د یادو پیسو څخه د افغانستان له‌پاره گټه واخلي، او بله ډله يې بیا د ۱۱ سپټمبر د قرباني شویو کورنیو وکیلان، حقوق‌پوهانو او هغه سناتوران وو، چې غوښتل يې د افغانستان کنگل‌شوې ارزي شتمني د غرامت په بڼه د قربانیانو کورنيو ته ورکړي. د دویمې ډلې په اړه چې د افغانستان کنگل‌شوې شتمني يې د غرامت په اړه غوښتله، یو څه حقوقي ستونزه لرله، چې کابو ادعا یې رد شوه، خو اوس يې هم قضیه روانه ده، چې ښايي څو کالونه به ونیسي، او د لومړۍ ډلې نظر دا دی، تایید شو، چې د امریکا سره له ۷ مېلیارده کنگل‌شوې شتمنۍ څخه يې ۳.۵ مېلیارده سوېس ته انتقالېږي.

************

ولې امریکا داسې کوي؟

اصلي کیسه دا ده، چې بایډن د ملگرو ملتونو یا UN هغه اندېښنو ته په‌دې بڼه ځواب ورکړ، چې گوندې د افغانستان نیم نفوس (۲۰مېلیونه وگړي) له شدیدې لوږې سره مخ‌دي، او که مرستې ونه‌شي، نو حالت به خورا بد لور ته لاړ شي، تر څنگ یې د ملگرو ملتونو بل راپور چې وړاندوینه يې په‌کې کړې چې راتلونکی ژمنی به د افغانانو له‌پاره خورا بد ژمی وي او ناوړه اب-و-هوا به یې کروندې زښتې وځپي.

***********

ارزي شتمنۍ سره باید په اوس وخت کې څه وشي؟

دا هم لکه د لمر روښانه ده، چې د افغانستان ارزي شتمني باید په خیریه بشري کارونو ونه‌لگول شي، خو هو باید په هغه ډول د تضمین په توگه وکاورل شي، چې په افغانستان کې کوچنۍ کاروبارونو ته رشد ورکړي، د سیمې د هېوادونو راکړه ورکړه ورسره باوري او ډېره کړي او تر څنگ یې په کرار کرار کوچني تشبثات د ثبات پر لور وهڅوي.

د افغانستان بانک قوانین په څرگنده توگه د ارزي شتمنۍ په اړه وضاحت ورکړی، چې په څه ډول باید وکارول شي (زما هدف دا دی، چې نه خو سرپرست حکومت حق لري، چې دا پیسې په پروژو ولگوي او نه نړیواله ټولنه دا حق لري، چې د بشري پروژو په نوم د افغانستان ارزي شتمنۍ حیف-و-میل کړي).

ارزي شتمني باید د افغانستان بانک له لوري د نوي افغاني بانک نوټونو عرضه کولو، د افغانۍ د ثبات له‌پاره له‌دې شتمنۍ څخه د ډالرو په واردولو او په متواتره بڼه د مرکزي بانک د سوداگريزو راکړو ورکړو د تضمین په بڼه وکارول شي، خلاص!

************

پر ارزي شتمنۍ د تـ.البانو او امریکا بحثونه، پایله څه وه؟!

د امریکایانو غوښتنې: د افغانستان پر ارزي شتمنۍ د تالبانو او امریکا تر منځ په میاشتو-میاشتو خبرې اتري او بحثونه وشول، پایله دا وه، چې امریکايي لوري ورته ښکاره وویل، چی دوی ۴ شرطه لري، تر څو د افغانستان بانک د کنگل‌شوې شتمنۍ یوه برخه ازاده کړي.

د امریکا د خزانې اداې په یو رسنیزه پاڼه کې دا ۴ شرایط داسې بیان کړي: لومړی، د افغانستان بانک باید ۱۰۰ سلنه خپلواک واوسي (یانې سیاسي نه‌وي). دوییم، د افغانستان له ارزي شتمنۍ څخه باید د ترهگرو ډلو د ملاتړ له‌پاره کار وانه‌خیستل شي، یانې Anti-Money Laundering/Combating the Financing of Terrorism (AML/CFT) برخې ته جدي پام کول. درېیم، یوه درېیمه اداره Third Party باید په‌دې یوه ارزونه ترسره کړي، چې دې پيسو ته څومره ضرورت دی او څلورم، که چېرته دا ارزي شتمنۍ له کنگل‌کېدا خلاصېږي، نو تل به پرې د یو درېیمې ادارې نظارت شتون ولري.

د تـ.البانو ځواب: د ۲۰۲۲ز د سپټمبر په درېیمه نېټه د حکومت د رسنیو مرکز په دفتر کې د سترې محکمې د حساب‌ورکړې په ناسته کې تـ.البانو خبریالانو ته څرگنده کړه، چې دوی د افغانستان د کنگل‌شوې شتمنۍ په اړه د امریکا له‌دې شرایطو سره چې له‌دې پیسو به د ترهگرو د ملاتړ له‌پاره کار نه اخیستل کېږي او یوه درېيم‌گړې اداره به ارزونه/نظارت ترسره کوي، دوی ورسره هېڅ ستونزه نه‌لري.

جنجالي نکته: د دواړو لوریو د شرایطو او خبرو معلومېږی، چې جنجالي نکته د امریکا له لوري د افغانستان بانک «خپلواک» پاتې کېدل دي، وال سټرېټ ژورنال د ۲۰۲۲ز د مارچ په یوولسمه ولیکل، چې هغه څوک چې په د افغانستان بانک دوییم لوړپوړی چارواکی دی، امریکا سره د بندیزو په لسټ کې دی. امریکا نه‌غواړي هغه څوک چې د دوی له لوري د «بندیزونو  په لسټ» کې وي، په افغانستان بانک دې دنده ولري، بل لور ته دوی وايې، چې موږ امریکا ماته کړې‌ده، او په دولتی گمارنو کې د امریکا فرمایشونه نه‌شي منلای، خو هو په‌خپلو دولتي کارمندانو يې د ادارو قوانین پلي کړي‌دي، او حاضر دي، چې قوانین تطبیق کړي. د امریکا او تـ.البانو خبرې د ارزي شتمنۍ په برخه کې په‌همدې ځای بې‌پایلې پاي‌ته ورسېدې.

**********

نتیجه څه شوه!؟

امریکا خپل پرېکنده تصمیم ونېوه، چې د افغانستان بانک له کنگل‌شوې شتمنۍ به ۳.۵ مېلیارده ډالر په سوېسزرلنډ کې BIS بانک ته سپارل کېږي، چې څلور تنه لوړ رتبه اقتصادپوهان (یو امریکايي، یو سوېسی، او دوه تنه هغه افغانان چې د افغانستان اوسني نظام سره هېڅ اړه نه‌لري) به يې نظارت کوي. په ۱۴سپټمبر د افغانستان بانک په‌دې تړاو اعلامیه خپره کړه، چې د افغانستان بانک ارزي شتمني باید بل هېواد ته انتقال نه‌شي او پولي پالېسۍ او کوچني کاروبارونو د ثبات پرته باید په هېڅ پروژه ونه‌لگول شي.

د مطلق موافقو او مطلق ناموافقو په منځ کې داسې یوه ډله هم شته، چې فکر کوي دا چاره به د وخت تېرېدو سره د افغانستان د اقتصاد له‌پاره ځکه گټوره وي، چې د افغانستان بانک دا اجازه ورکړل شي، چې د افغانۍ د ثبات له‌پاره د دې ارزي شتمنۍ په تضمین هېواد ته ډالر وارد کړي، او په کرار-کرار به د افغانستان بانک امـ.ارتي پرسونل/مشرتابه به هم د سیاسي ناندریو پر ځای بانکي تخنیکي چارو ته مخه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.