ايپ ليپسي يا ميرګي

عبدالهادي شېرشاه

912

کله که په چا حمله راشي، ټول ځان يې شخ شي، لاس او پښې يې رېږدي، سترګې يې خلاصې وي خو عکس العمل نه ښیي، سترګې يې يوې يا بلې خوا ته کږېږي يا ژبه ژوي او بې هوشه پروت وي، يو- دوه دقيقې وروسته رېږديدا ودرېږي خو کس همداسې بې هوشه وي،  شېبه وروسته بيا کرار کرار په هوش راشي خو مغشوش او ګنکس وي او ګډې وډې وايي. بيا ورو ورو خپل نورمال حالت ته راشي خو ډېر ستړی وي. يا کوم ماشوم همداسې هوا کې ګوري او د څو ثانيو لپاره هيڅ عکس العمل نه ښي. يا د کوم چا يوې خوا لاس او مخ کې رېږدېدا پيدا شي او لږ وخت وروسته رېږدېدا ټول وجود ته خپره شي او کس هوش له لاسه ورکړي. دوه درې دقيقې وروسته رېږدېدا ودرېږي خو کس مغشوش وي، بيا ورو ورو بېرته نورمال حالت ته راشي خو هغه خوا چې اول رېږدېدا په کې شروع شوې وه داسې وي لکه فلج چې وي، بيا يو ورځ دوه کې دا فلج خوا ورو ورو بېرته حرکت پيدا کړي. د داسې حملو،  جتکو، چپو يا سيژر مجموعې ته چې په چا بيابيا راځي ايپ لپسې يا ميرګي وايي. ځينې يې صرع يا تشنج هم بولي خو په دې ليکنه کې به موږ په همدا ايپ ليپسي اکتفا وکړو. د ايپ ليپسي حملې ډېرې مختلفې وي او مربوط د دې کېږي چي د مغز په کومه برخه کې ډېر چارجونه توليدېږي او د مغز نورمال کار ګډوډوي. يو شی چې د دې حملو په منځ کې مشترک دی هغه دا چې حملې بيا بيا راځي او په عين شخص کې حملې يوې بلې ته ورته وي.

ايپ لپسې يوه مذمنه مغزي ناروغي ده چې د نړۍ يو تر دوه فيصده خلک يې لري.

يا په بل عبارت تقريباً اتيا ميليونه خلک په نړۍ کې ايپ ليپسي لري.

هغه ډبرليکونه چې په ترکيه کې لاس ته راغلي ښي چې مصريانو څو زره کاله پخوا د دې ناروغي نښې نښانې بيان کړي خو انسانان په دې نه پوهېدل چې په وجود کې څه پېښېږي چې دا جتکې يا چپې يا حملې په انسان راځي او انسان کنترول له لاسه ورکوي. يعنې چپې يا حملې د ناروغ په وس کې نه دي. په همدې خاطر خلکو مختلفې انګيرنې لرلې. چا به وويل چې بلا يې نيسي، چا به وويل چې پيری يې نيسي. حتی همدا ايپ ليپسي کلمه چې يوناني ريښه لري د نيولو په مانا ده. بلاخره د اتلسمې پېړۍ په اخرو کې ساينس پوهان پدې پوه شول چې په مغز کې د لنډ وخت لپاره د ډېرو چاروجو توليد د مغز نورمال وظيفه مختل کوي او په نتيجه کې په وجود کې حملې راځي او په همدې کلو کې د ايپ ليپسي د حملو د مخنوي لپاره لومړۍ ځل دوا جوړه شوه.

 په نولس سوه څلورويشت کې يعنې له ننه تقريباً سل کاله پخوا جرمن نيرولوجيست هنس برګر د لومړي ځل لپاره د مغز ګراف يا اي اي جي (انسيفلوګرافي) ماشين جوړاو په انسانانو کې يې د ايپ ليپسي د حملې پر مهال ډېر چارجونه د کاغذ پر مخ راجستر کړل او دا يې په ثبوت ورسوله چې د حملو په وخت کې په مغز کې ډېرچارجونه توليدېږي. او ډېر چارجونه ددې باعث کېږي چې په وجود حملي راشي. مقصد دا چې ايپ لپسې لکه د وجود د بل غړي ناروغي همداسې يوه ناروغي ده چې معاينې او تداوي ته ضرورت لري. د ايپ ليپسي په اړه زموږ په ټولنه کې ځینو ناسمو انګيرنو او انديښنو ځای نيولی او لکه چې مخکې يادونه وشوه چې په ټوله نړۍ کې داسې انګيرنې چې پيری دی يا بلا ده وې خو کله چې انسانان وپوهيدل چې مشکل چېرته دی نو دا ناسمې انګيرنې او نظريې  له منځه لاړې.

ولې څوک ايپ ليپسي نيسي؟ علت يې څه شی دی؟

هر هغه عامل چې په مغز کې د ډېرو چارجو د بيا بيا  توليد سبب شي ايپ ليپسي منځ ته راوړی شي چې دې کې ارثي علتونه،  تومورونه، مغز کې د وينې  لختې يا خونريزيګانې، د مغز مکروبونه، او د سر ضربې شاملې دي.  ځينې وخت يې په اوسنيو د تشخيص امکاناتو

 علت نه معلومیږي.

د ايپي ليپسي تشخيص څنګه کېږي؟

د ايپ ليپسي نښې يا اعراض په ډيرو کسانو کې په ماشومتوب او بيا تر  تنکۍ ځوانۍ را څرګنېږي او بيا يې  له پنځوس کلو پورته عمر کې تشخيص ډېر کېږي.

د هغو ناروغيو چې اعراض يې لکه د ايپ ليپسي  وخت په وخت ظاهريږي او هميشه نه وي تشخيص ډېر مشکل وي مخصوصاً  د ايپ ليپسي تشخيص خو نور هم  مشکل دی چې د ناروغ  اکثره وخت خپله څه په ياد نه وي او ډاکټر د يو شاهد معلوماتو ته اړتيا لري. د ايپ ليپسي په مقابل کې د مبارزې نړيوال ليګ د ايپ ليپسي د تشخيص لپاره د دوه کلو په دوران کې دوه داسې حملې چې کوم بل دليل ونه لري او تر منځ يې کم له کمه يو شپه او ورځ زماني فاصله وي (په يوه شپه او ورځ کې دوه يا ډېرې حملې يوه حمله شمارل کېږي.) يا يوه بې دليله حمله اوورسره غير نورمال سکن يا د مغز ګراف چې په دې صورت کې د حملې د بيا واقع کېدو خطر بيخي زيات وي لازم بولي. يعنې که په چا يوه بې دليله د ايپ ليپسي حمله راشي او د مغز سکن يې تومر وښي يا د مغز ګراف داسې ډېر چارجونه وښي چې د ايپ ليپسي له کوم ډول سره تطبيقيږي بيا دويمې حملې ته ضرورت نشته. داسې وويل کېږي چې په لس فيصده انسانانو د ژوند په دوران کې کېدی شي يو کرت د ايپ ليپسي حمله راشي خو لدې جملې په يواځې يو تر دوه فيصدو بيا بيا حملې راځي او د ايپ ليپسې تشخيص يې کېږي.  دا بې دليله حمله په دې مانا چې که څوک څو ورځې خوب ونه کړي، يا کومه د خوب دوا  يا د اعصابو دوا دفعتا  قطع کړي،  يا د چا لوړه  تبه وي،  يا په وينه کې د شکر اندازه يې بيخي کمه يا ډېره جګه وي او  د ايپ ليپسي حملې ته ورته حمله پرې راشي نو دا حمله يو دليل لري او د ايپ ليپسي حمله نه شميرل کېږي. دا مهمه ده چې تشخيص سم وي يعنې که ډاکټر مطمين نه وي نو کېدی شي صبر وکړي. کورنی او دوستان هم په سم تشخيص کې ډېره مرسته کولی شي. ځکه په عمومي حملو کې ناروغ بې هوشه وي اوڅه يې په ياد نه وي نو کورنۍ او دوستان يي کولی شي حالت په ښه دقت  ډاکټر ته بيان کړي يا د امکان په صورت کې او د ناروغ په اجازه حمله په ويديو کې ثبت او ډاکټر ته يې وښي. دا کار به په سم تشخيص کې ډېره مرسته وکړي او له ډېرو اضافي معايناتو به مخنيوی وشي. ايپ ليپسي داسې يوه ناروغي ده چې له غلط تشخيصه بهتره ده چې انتظار وويستل شي تر څو لازم معلومات تر لاسه شي بيا وروسته فيصله وشي. دا څرګنده خبره ده چې که تشخيص او تداوي وځنډېږي دا ښه کار نه دی خو دا لا نور هم نامناسب کار دی  که څوک ايپ ليپسي ونه لري او ډاکټر د ايپ ليپسي تشخيص او تداوي ورته وکړي.  يعنې د ايپ ليپسي په تشخيص کې بيړه لازمه نه ده.  لکه د ايپ ليپسي په تعريف کې چې يادونه وشوه چې د ايپ ليپسي نښه دا ده چې حملې يا چپې بيا بيا راځي او چې انتظار وايستل شي تشخيص به يقيني شي.

د مغز ګراف او د مغز سي ټي سکن يا ام ار ای هم په تشخيص کې مرسته کولی شي.

د ايپ ليپسي درملنه

له تداوي مخکې بايد تل دا فکر وشي چې تشخيص يقيني دی او تداوي هم لازمه ده.

په تداوي کې بايد کوشش وشي چې درې مقصده حاصل شي.

چې حملې کنترول شي،

چې د دوا جانبي اعراض يا سايد ايفيکت کم او د زغملو وي او چې د ناروغ په ژوند کې د ناروغي اړوند محدوديتونه کم وي. يعنې ناروغ  لکه نور خلک کار او ژوند ولري، د موټر چلولو اجازه ولري او درس او تعليم وکړی شي.

د ايپ ليپسي تداوي هميشه په دوا شروع کېږي. دا چې کومه دوا انتخاب شي مربوط ددې کېږي چې کوم ډول ايپ ليپسي ده او ناروغ څوک دی. ښځينه ده که نارينه، ځوان دی که زوړ، نوره څه دوا خوري، نور يې څه مرض دی.

په ځوانو ميرمنو کې چې د اميدواري چانس ولري د ولپرويک اسيد له استعماله ډډه کېږي ځکه چې ماشوم ته د تاوان خطر يې ډېر دی. په ورستيو لس_ پنځه لس کلو کې ډېرې نوې دواګانې جوړې شوې او دا سلسه دوام لري.  اوس وخت شل- پنځه ويشت ډوله د ايپ ليپسي د حملو په مقابل کې دواګانې موجودې دي. تداوي هميشه په يو ډول دوا شروع کېږي،  که تاثير يې کافي نه و، د دوا اندازه ډېرېږي.  که بيا هم حملې قطع نه شي يا ناروغ سايد ايفکت لري.  بله دوا شروع کېږي او دا لومړۍ دوا په تدريجي ډول قطع کېږي. که دويمې دوا هم تاثير ونه کړ مقدار يې ډېرېږي.  که بيا هم حملې قطع نه شي، دويمه دوا هم ورسره ضميمه کېږي.  که دوا تاثير نه کوي،  دا فکر بايد وشي چې تشخيص خو سم دی؟

که دوه ډوله يا درې- څلور ډوله دوا يو ځای شي او بيا هم د ايپ ليپسي حملې نه قطع کېږي، بيا کېدی شي د ايپ ليپسي  په جراحي فکر وشي.

مختلف سټيموليټرونه هم د ايپ ليپسي په تداوي کې ځای لري.

کيتوجينک رژيم يعني د خوړو په رژيم کې له کاربوهادريتو پرهيز هم له پخوا زمانې د ايپ ليپسې د حملو په مقابل کې رايج دی چې تر اوسه هم په هغه کسانو کې چې دايپ ليپسي حملې يې په دوا نه قطع کېږي استعماليږي.

په اوس وخت کې  په لس- پنځه لس فيصده د ايپ ليپسي ناروغان سره له کافي او پرمختللې تداوي بيا هم حمل راځي.

مقصد دا چې دې برخه کې نورو څېړونو او پرمختګ ته اړتيا ده.

ناروغ او کورنې يي هم ملامت نه دي

سره له نننۍ عصري او پرمخ تللې تداوي په لس_ پنځه لس فيصده د ايپ ليپسي ناروغانو لا هم حملې راځي او له حملو نه خلاصېږي. دا کسان تقريباً ټول هغه کسان دي چې نور هم معيوب دي.

څرګنده خبره ده چې دا کسان او کورنۍ يې له عصري تداوي مايوسه او نااميده شي او په نورو لارو پسې ګرځي چې دا کار د درک وړ دی. خو کاشکې چې کومه بله چاره وی. څه وخت مخکې چا د هند له کوم ايالته راپور ليکلی و چې کوم د ايپ ليپسي ناروغ دی چې د ډاکټر تر تداوي لاندې دی او لموتريجين چې يوه عامه د ايپ ليپسي  دوا ده اخلي خو حملې يې بيا هم راځي او قطع شوي نه دي.

ناروغ او کورنۍ ته يې چا ويلي چې فلانی يوناني طبيب به يې ورغوي. مريض يې طبيب ته وروستلی خو لموتريجينو ته يې هم دوام ورکړی. يوناني طبيب هم په پوريو کې دوا ورته شروع کړې. څه وخت وروسته ناروغ داسې ستړی، ګنکس او موازنه  يې داسې خرابه چې په لاره نشي تلی. مريض يې روغتون ته بوولی او معاينات يې کړي. ګوري چې د لموتريجين سويه په وينه کې بېخي ډېره جګه ده. له ناروغه يې پوښتنه کړې چې دواخو يې په خپل سر زياته کړې نه ده. د ناروغ ځواب منفي و. د يوناني طبيب پورۍ يې چې په لابراتوار  کې کتلي چې لموتريجين دي خو بس ميده کړي يې دي،  په پوريو کې يې اچولي او په ناروغ يې د اصلي قيمت څو چنده پلورلي.

نو ښه دا ده چې همدې عصري تداوي ته دوام ورکړي سره لدې چې ځينې وخت ټولې حملي توقف نه کوي  خو اقلاً  نور تاوان خو به نه ورته رسيږي. ډا کټر به تل کوشش کوي چې داسې دوا وې سره يوځای کړي چې که نور نه کېږي چې دا لويې او عموي حملې خو ودرېږي.

ايا ايپ ليپسي د تل لپاره رغيدی شي؟

هو. ځينې  ايپ ليپسي ګانې په ماشومتوب کې شروع کېږي، د ماشوم له لوېدو سره له منځه ځي.

که يو ناروغ له تداوي لاندې وي او څلور پنځه کاله هيڅ حمله يا سيژر نه وي پرې راغلي نو کېدی شې له ډاکټر سره په مشوره ورو ورو دوا پريږدي. په هغه ماشومانو کې چې له تداوي سره پرې حملې نه وي راغلي کېدی شي له دوه کاله وروسته دوا ورو ورو قطع شي.

څيړنې ښي چې له دې جملې په پنځوس فيصدو بيا حملې نه راځي او ورغېږي.

يو ډول ايپ ليپسي چې جووينيل مايوکلونيک ايپ ليپسي يي بولي او په ماشومتوب يا تنکۍ ځوانۍ کې شروع کېږي ټول عمر تداوي غواړي. که په ناروغ ډېر کلونه د ايپ ليپسي حملې هم نه وي راغلي، دا توصيه نه کېږي چې دوا قطع کړي ځکه چې د حملو د بيا شروع کېدو امکان بېخي ډېر دی. هغه کسان چې جووينيل مايوکلونيک ايپ ليپسي لري کله چې خوب يې وړي يا سهار کې له ويښېدو سره په دواړو اوږو کې يو ډول جتکې چې مايوکلونيک يې هم بولي پرې راځي چې ددې ډول ايپ ليپسي خاصه نښه ده.

ايا ايپ ليپسي ساري ناروغي ده؟

ايپ ليپسي په هيڅ صورت له يوه کسه بل ته سرايت نه کوي.

نه له وروره ورور ته سرايت کوي،  نه له ټولګيواله ټولګيوال ته او نه له خاونده ميرمن ته. خو وراثت پکې رول لري خو هغه هم په دې پورې اړه لري چې کوم ډول ايپ ليپسي ده.

ايا د ايپ ليپسي ناروغ نورمال کور و کار درلودی شي؟

ډېر لوی اکثريت د ايپ ليپسي ناروغان دوا خوري،  حملې پرې نه راځي او لکه نور کسان همداسې عادي ژوند کوي. کار کوي،  تعليم کوي. کورنۍ او ماشومان لري.

د ميرمنو په برخه کې د اميدواري( حاملګي) په وخت کې د ايپ ليپسي تداوي لږ توجه غواړي.  ځکه چې د اميدوري په وخت کې وزن ډېريږي او د دوا تجزيه هم فرق کوي نو د دوا مقدار بايد ډېر شي.  اسانه لار يې داسې ده چې مخکې له اميدواري يا د اميدواري په شروع کې د ايپ ليپسي دوا په وينه کې اندازه شي او همدا اندازه اساس وګرځول شي.  بيا د اميدواري په دوران کې هره مياشت دوا په وينه کې اندازه کېږي او د هماغه اساس په پرتله دوا ډېريږي.  د تجربې له مخې د اميدواري په دوران کې

د اکثرو دوا ګانو اندازه تقريباً يو نيم تر دوه چنده ډېرېږي يعنې که په وينه کې د دوا د اندازه کولو امکانات نه وي نو د دوا اندازه په تدريجې ډول او د اميدوارې د وزن له زياتېدو سره په تناسب ډېريږي. هغه ميرمنې چې د ايپ ليپسي دوا اخلي هغوي ته توصیه کېږي چې فوليک اسيد چې ټولو اميدوارو ميرمنو ته يې سپارښتنه کېږي مقدار ډير کړي. چې ماشوم وزېږېږي بيا د ايپ ليپسي دوا ورو ورو په تدريجي ډول د دوه درې اونيو په موده کې بېرته بايد کمه شي.

هغه ځوانې ميرمنې چې ايپ ليپسي لري او غواړي اميدوارې شي،  بهتره ده چې د اميدواري تصميم داسې وخت کې پلان کړي چې ايپ ليپسي يې سمه تداوي وي او  بهتره ده خپل معالج نيرولوجيست له خپل تصميمه خبر کړي.

يوه بله د پام وړ موضوع د موټر چلولو اجازه ده.  که چېرې د ايپ ليپسي ناروغ باندې حمله راشي، په ډېرو هيوادو کې  شپږ مياشتې اجازه نه لري چې شخصي موټر وچلوي او که د بس، ټرک،  لارۍ او ټکسي موټروان وي نواته- لس کاله به بس،  ټرک،  لارۍ يا ټکسي نه چلوي.  په دې اساس هغه کسان چې ايپ ليپسي لري کوشش دې  وکړي چې داسې مسلک يا کار غوره کړي چې د لويو موټرو چلول په کې نه وي.  ځکه هغه کسان چې ايپ ليپسي لري کېدی شي حمله پرې راشي او که د ټکسي ډريور وي نو ډېر کلونه به  کار نه شي کولی.

پيلوټي هم سخت قيودات لري چې د ايپي ليپسي د ناروغ لپاره مناسب مسلک نه دی.

 د ايپ ليپسي حملې څو ډوله دي؟

دا خبره د پام وړ ده چې هره جتکه ايپ ليپسي نه ده او ايپ ليپسي يواځې جتکې هم نه دي.   د ايپ ليپسي د حملو تقسم بندي بيا بيا نوې شوې چې وروستۍ يې د ايپ ليپسي حملې په درې ډوله ويشي:

موضعي يا فوکل،  عمومي يا جنرلايزداو نامعلومې.

يعنې که د مغز يواځې يوې برخې کې ډېر چارجونه توليدېږي په نتيجه کې د وجود يوې برخې کې جتکې ليدل کېږي او که څو برخو کې ډېر چارجونه توليدېږي د عمومې جتکو سبب کېږي.  که دا نه معلومېږي چې د ډېرو چارجو پروسه د مغز يوې برخې کې که ډېرو برخو کې منځ  ته راځي نامعلومه يې ګڼي.

دا خبره د پام وړ ده چې کېدی شي عين کس موضعي او عمومي حملې ولري.  مخصوصا” هغه ماشومان چې عيبي پيدا کېږي يا د ولادت په وخت کې يې مغز صدمه ليدلي وي کېدی شي هم موضعي او هم عمومي حملې ولري.

د ايپ ليپسي د طبقه بندي په اړوند په تيوري کې ډېر تاکيد کېږي خو په عمل کې ډېر خاص ارزښت په دې نه لري چې اکثره دواګانې همدې درې ډوله حملو ته يو شان استعماليږي. خو که دواګانې کافي تاثير ونه کړي او د ايپ ليپسي جراحي امکان کتل کېږي نو بيا په هغه صورت کې دا بلکل مهمه ده چې معلومه شي چې حملې د مغز له کومې برخې شروع کېږي.  دا چې د جراحي امکان شته که نه دا اوږده پروسه ده چې ډېرو معايناتو ته له هغه جملې د اوږدې مودې د مغز ګراف ته ضرورت پېښېږي.

هغه حالتونه چې ايپ ليپسي ته ورته خو ايپ ليپسي نه وي

دا سې حالتونه چې ايپ ليپسي ته ورته خو ايپ ليپسي نه دي ډېر دي خو هغه مهم  چې ايپ ليپسي سره يې تفکيک مهم او ځينې وخت مشکل وي،  ضعف کول او رواني حملې يا سيکوجينيک نن ايپ ليپتيک سيرژ دي.

کله چې څوک د ټيټ فشار له وجې يا د زړه د مشکل له وجې ضعف کوي او بې هوشه لوېږي کېدی شي ايپ ليپسي ته ورته وښکاري، کېدی شي لاس او پښې يې ورېږدي او لکه د ايپ ليپسي په حمله کې کېدی شي ادرار هم خارج شي که مثانه ډکه وي خو فرق يې داسې کېدی شي چې هغه کسان چې ضعف کوي په ډېر کم وخت کې څو سانيو کې بېرته په هوش راځي.  يعنې کله چې چپه شي او په غزيدلي حالت کې مغز ته بېرته کافي وينه ورشي نو کس بېرته په هوش شي خو د ايپ ليپسي له حملې وروسته ناروغ ډېر وخت يعنې ډېرې دقيقې کله کله حتی تر پنځلس- شل دقيقو ناروغ بې هوشه وي.

رواني حملي يا سيکوجينيک نن ايپ ليپتيک سيرژ  يوه رواني تکليف ده چې اکثر په ميرمنو کې ليدل کېږي.  ددې

ناروغانو په کورنيو يا دوستانو کې ډېر ځله داسې کسان وي چې ايپ ليپسي لري او کېدي شي دوي د ايپ ليپسي حملې ليدلي وي.  ددوي حملې نظر د ايپ ليپسي حملو ته چې له دوه –  درې دقيقو اوږدې نه وي ډېرې اوږدې وي او سترګې يې پټې وي.  د ايپ ليپسي د ناروغانو د حملې په مهال يعنې د جتکو په وخت کې سترګې خلاصې وي.

دا روانې حملې اکثر نظر د ايپ ليپسي حملو ته ډېري ډرامټيک ښکاري او چغې او ژړا هم په کې ليدل کېږي.  ځينې وخت يې له واقعې د ايپ ليپسي حملې سره فرق ډېر مشکل وي او د مغز ګراف له ويديو په مرسته تشخيص يقينې کېدی شي.

که په چا د ايپ ليپسي حمله راشي،  سړی بايد څه وکړي؟

اکثره د ايپ ليپسي حملې له دوه_ درې دقيقو ډېر دوام نه کوي او خپله درېږي او هيڅ ډول عاجلې تداوي ته ضرورت نه لري.

د حملې په دوران کې چې لاسونه او پښې رېږدي،  د ناروغ له کلک نيولو دې ډده وشي ځکه کېدی شي د لاس او پښو د ماتېدو يا له بنده بې ځايه کېدو سبب شي.  د  ناروغ په خوله کې د کوم شي ورکول ددي په خاطر چې ژبه ونه ژوي کېدی شي ډېر خطرناک تمام شي او د ناروغ سا اخيستل بند کړي نو په خوله کې د کوم شي له ورکولو دې ډډه وشي.  چې حمله تمامه شي او رېږدېدا ودرېږي که امکان ولري ناروغ دې په اړخ واچول شي.  تر څو چې ناروغ بېرت په هوش شوی نه وي په خوله کې له اوبو،  ډوډۍ او دوا ورکولو دې ډډه وشي. ( که حمله له درې –  څلور دقيقو  اوږده شي،  ځينې ناروغان مخصوصاً ماشومان يو ډول مايع دوا لري چې خوله کې ورکول کېږي،  هغه دوا پروا نه کوي کېدی شي استعمال شي.). که ندرتا” حمله يعنې رېږدېدا  له شپږ- اوه دقيقو ډېر دوام وکړي  ناروغ بايد عاجل روغتون ته ورسول شي.

دايپ ليپسي ناروغ له دوا خوړلو ور اخوا کومو ټکو ته پاملرنه وکړي؟

خوب بايد کافي وکړي او له بې خوبي او شوګيره دې ځان وساتي ځکه چې ډېرو څيړنو ښودلې چې بې خوبي دايپ ليپسي په ناروغانو کې د حملې چانس ډېروي. که  کوم وخت بې خوبه کېږي نو راتلونکې ورځ دې خوب پوره کړي.

انديښنې او سترس هم د ايپ ليپسي د حملې خطر ډېروي او سړی بايد کوشش وکړي چې ډېر تشويش او سترس ته ځان ورنه کړي.

په ځوانو ميرمنو کې د مياشتني عادت په دوران کې د حملې چانس نسبتاً ډېر وي. دوی ته ښايي چې په دې ورځو کې نور هم له خپل خوب سره احتياط وکړي او ځان سترس ته ورنه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.