د قدرمن مشر وکیل احمد متوکل سرہ لیدنه او د ھغه خاطرہ:
له متوکل صیب څخه مخکې د کاکا زادہ صیب پر ملتیا د مولوي محمود الله صیب د تازہ شھید شوي زوی فاتحې ته لاړو او بیا ما لهذاکري صیب څخه ھیله وکړہ چې که ممکنه وي متوکل صیب وگورو.
له نیکه مرغه، اخونزادہ صیب پر کور و. پر لیدو یې او دا چې صحت یې ھم ډیر ښه و، د زړہ له کومي خوښ شوم.
زہ اخونزادہ صیب ته ډیر احترام لرم، د زړہ له تله یې عزت کوم.
ھغه ته زما د عقیدت لاملونه ډیر دي چې ستر یې دا درې دي؛
۱- ھغه د افغانستان د یوې سترې دیني، علمي، روحاني او فرھنگي ھستۍ د کور څراغ دی
۲- اخونزادہ صیب پخپله د ژور سوچ، علم او د ټولنې پر ستونزو د یوہ اگاہ شخصیت خاوند دی
۳- ھغه د افغانستان د بھرني سیاست، پالیسۍ، تگلارې او خارجي تعامل په اړہ پراخه تجربه لري، په ھمدې محدودہ کې یې ډیر کارکړی
ام ارت ته وړاندیز:
آیا دا به څومرہ ممکنه وي چې که امارت د خپلې سیاسي تگلارې او بھرني سیاست د لا پیاوړتیا لپارہ د اخونزادہ صیب ، استاد ډاکترروستار ترہ کی، ملا عبد السلام ضعیف صیب، ډاکتر فاروق اعظم صیب او ھمدا راز نورو اھله خِبرہ کسانو یو داسې صلاحیت لرونکیکمیسون جوړ کړي چې مشر شیخ صیب، یا، ریس الوزرا او یا یواځې ھمدې دواړو ته ځواب ورکونکی وي؟
تر څو د افغانستان تر ټولو حساس ارگان ( بھرنی وزارت ) د نړیوالو اړیکو د موازنې ساتلو صلاحیت له لاسه ور نکړي!!
اخونزادہ صیب ته چا غالباً له کندھار څخه انگور راوړي و، ذاکري صیب له ھغه سرہ پر بحث بوخت و او ما ښه پریمانه وخوړل. رښتیا ډیرخوندور و.
بیا اخونزادہ صیب راته خپله یوہ وړہ خاطرہ واوروله.
ھغه وویل:
“ ملا صاحب مرحوم به بیا، بیا ویل د ژوندانه په بېلابېلو اړخونو کې مې ګټور شرعي اقدامات وکړل خو په هغه برخه کې چې لاس رسیراته ستونزمن ده، ھغه د کورونو په انګړونو کي موجود تاو تریخوالی او ناخوالې دي چي له ښځینه وو سره تر سره کیږي.
دا ټوله نامشروعه او جاهلانه اثرات دي چي ما تل ډېر سخت دردوي.“ رحمه الله
______________________
د سیاسي کمیسون سرہ مجلس
۲۷ اگست، د سپېدار ماڼۍ ، ارگ
وخت: ۱۷:۵۰
د مجلس گډونوال
۱- مولوي عبد الکبیر د ااا د ریاست الوزرا سیاسي معاون
۲- مولوي امیر خان متقي د ااا د بھرنیو چارو وزیر
۳- مولوي خالد د امر بالمعروف او نھې عن المنکر وزیر
۴- مولوي خیر الله خیرخوا د اطلاعاتو او فرھنگ وزیر
۵- مولوي نور الله نوري د سرحداتو وزیر
۶- شیخ شھاب الدین دلاور د معادنو وزیر
۷- مولوي عبد الحق وثیق د استخباراتو لوی ریس
۸- مولوي الله گل ذاکر د سیاسي معاونیت اداري ریس
۹- حاجي صیب خلیل احمد د سیاسي معاون سکرتر
*****************
۱۰- ډاکتر استاد روستار ترہ کی
۱۱- ښاغلی حدید الله ذاکري (د سولې او انسجام مشورتي بورډ غړی )
۱۲- ښاغلی عبد الھادي دولتزی ( د یاد بورډ غړی )
۱۳- حفیظ الدین پیرزادہ ( د یاد بورډ غړی )
د مجلس تر پیل مخکې شیخ دلاور صیب او ځینو نورو گډونوالو را څخه د شعر غوښتنه وکړہ. زړہ مې و چې خپل تازہ لیکل شوی تُند اوتیز شعر ور واوروم، ذاکري صیب راته په سترگو کې موسکی و، ھغه زما تازہ شعر اوریدلی و خو بیا مې لا حول ولا قوة إلا بالله وویل او دامارت څه دی په نوم شعر چې ښه پیغام پکې نغښتی او ما غالباً څو میاشتې مخکې لیکلی و، ووایه.
دا بیت چې وایي:
امارت څه و؟ مبارزہ وہ
چې بریالۍ شوہ، اوس امتحان دی
دوہ ځل تکرار کړ.
ټول شعر داسې و:
امارت څه دی؟
امارت څه دی؟ بس ستر ارمان دی
د شھیدانو یو لوی کاروان دی
امارت څه دی؟ یو تسلسل دی
د یتیم اوښکې څیرې گریوان دی
امارت څه دی؟ د اور سکروټه
یا شھادت دی او یا زندان دی
امارت څه دی؟ پر ازغو تگ دی
که یو پریوځي، بل پرې روان دی
امارت څه دی؟ مرگ سرہ لوبې
پر ژوند قمار دی، سوچه تاوان دی
امارت څه دی؟ د لیلې دښته
د مظلومانو، د ژوند داستان دی
امارت څه دی؟ خو شریعت دی
غرب په ھمدغه ور سرہ وران دی
امارت څه دی؟ ملا عمر دی
یا په اور سوی منصور جانان دی
امارت څه دی؟ استاد یاسر دی
یا داد الله دی او یا بورجان دی
امارت څه و؟ مبارزہ وہ
چې بریالۍ شوہ، اوس امتحان دی
امارت څه دی؟ دین او وطن دی
افغانستان دی، افغانستان دی
***********
د مجلس پیل د مولوي صیب عبد الکبیر لخوا راغلیو روڼ اندو میلمنو ته پر ښه راغلاست وشو.
بیا استاد ترہ کي مفصلې خبرې وکړې، ھغه وویل:
د طالب واکمني یو کلنه شوہ، له تیر فاسد نظام څخه گڼ شمیر ستونزې و ھغوی ته په میراث پاته شوې، لکه
د مقاومت په نوم د نویو تروریستي ډلو خوځښت، د وارداتي دیموکراسۍ د ماشین زھرجن افرازات، قومي شخړي، پر نشو روږدي
څلورمیلیونه معتادین، کورني او بھرني مھاجرتونه، د عامه شتمنیو او دولتي ځمکو، غصب، چور او تالان او د افغانستان په کورنیو چارو کې دسیمې د ھیوادونو لاسوھنې ھغه ناوړہ بیلانس دی چې د بھرنیو ځواکونو د ناقانونه حضور په نتیجه کې موږ ته را په برخه شوي.
طالب مشران د بھرنیو فشارونو او بندیزونو سرہ سرہ پر دې وتوانیدل یو لړ ستونزو ته حل لارې پیدا کړي.
خو د طالب مشرانو لخوا ځینو واقعیتونو ته نه پاملرنه د دې لامل شوی چې مخالفتونه ورسرہ مخ پر زیاتیدو شي.
زہ، دلته د ځینو واقعیتونو یادونه کوم.
لومړی، اړینه دہ پر دې ځان پوہ کړو چې غرب ولې په افغانستان یرغل وکړ؟
آیا افغانستان رښتیا ھم د ترورزم ځاله وہ؟ او یا دیموکراسي له خطر سرہ مخ وہ؟
د نړۍ په کچه د نفوسو د شمیر زیاتوالی، او ورسرہ د صنعتي ھیوادونو چټک پرمختگ د دې لامل شوی
چې د نړۍ اقتصادي جغرافیه دشخړو پر ډگر بدله شي او د زبر ځواکونو تر منځ د نړیوال نظام
د جوړیدو پر سر د قدرت د ویش سیالۍ را و ټوکوي.
د نړۍ ډیرې طبیعي زیرمې په اسلامي ھیوادونو کې دي.
له بدہ مرغه، افغانستان په تیرو شلو کلونو کې د مرکزي اسیا او منځني ختیز د تیلو او گازو د زیرمو سرہ
د نژدېوالي له امله د خپل مھم جیوپولیتیک موقعیت قرباني شوی!
د دیموکراسۍ ترویج ، د تروریزم او اسلامي بنسټ پالنې سرہ جگړہ محض پلمې دي چې
اشغالگر یې په سیوري کې خپلې اصلي موخې پټوي!
تر دې اوږدې مقدمې پس غواړم لاندې واقعیتونو ته پر پام نیولو سرہ اصلي مطلب ته راشم.
لومړی:
افغانستان د نړیوال نظامي ائیتلاف د حضور په حالت کې چې له نړیوالو قوانینو سر غړاوی شوی و، له ملي واکمنۍ څخه بې برخې شوی.
نو د بھرني ناقانونه حضور پر ضد د وسله وال مقاومت جگړہ، د یوہ داسې عزتمن ولس طبیعي غبرگون شمیرلی شو چې ویاړنې او غرور یې تر پښو لاندې شوی وي، ځکه تپل شوې ناقانونه جگړہ افغانانو ته د جگړې د تاوان د دعوې استحقاق ور پر برخه کوي.
خو موجود افغان دولت ځان غلی نیولی دی!
دوھم:
شل کلنه جگړہ د جگړې د قوانینو څخه بھر تر سرہ شوې چې د جگړې د مختلفو اړخونو
د نظامي عملیاتو په ترڅ کې بیشمیرہ جنگي جنایات را منځته شوي.
افغانستان د سزا د نړیوال دیوان د غړي په توگه، دا وړتیا لري چې د جنگي جنایتونو دوسیه محکمې ته وړاندې کړي،
خو طالبانو د بھرني جنگي جنایتکارانو په اړہ د زغم او حوصلې سیاست غورہ بللی.
دریم:
طالبان د افغانستان بچیان دي، د جھاد پر مھال پاکستان د ھغوی د روا جگړې قوت الظھر جوړ کړی و.
له بدہ مرغه له پاکستان سرہ اړیکې ھماغه د جھاد، مقاومت او اړتیا په پړاو کې پاته دي.
طالبان لا ھم پر دې نه دي توانیدلي چې له پاکستان سرہ د یوہ آزاد، خپلواک او پر ځان ویسا لرونکي واکمن له دریځه معامله وکړي!
څلورم:
لویدیزوال چې د اسلامي نړۍ په جغرافیه کې په مختلفو وختونو کې د سوچه اسلامي نظامونو
د خوځښت په وړاندې د توطئیو اوکودتاگانو اوږدہ مخینه او تجربه لري، په ھیڅ وجه نه پریږدي چې
طالبان د سوچه اسلام تر پلمې لاندې او یا د کورنۍ موضوع پر بھانې د جینکیو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړي
او یا ښځې له قانوني منل شویو نړیوالو حقوقو څخه بې برخې کړي.
امنیت گډوډ کول، اقتصادي بندیزونه لگول د لویدیځوالو د ورځنۍ اجندا برخه دہ. امنیتي ستونزې او
اقتصادي فشارونه د طالبانو واکمني نه ړنگوي خو ھغه ولس تري شدید تاوان ویني چا چې طالب ته پر ھیواد
د واکمنۍ فرصت برابر کړی دی.
پنځم:
امریکا د ھمدې فشارونو له لیارې غواړي افغاني جنگي ډلو ته د افغانستان په راتلونکي سیاسي نظام کې ځای پیدا کړي
تر څو وکولایشي د ھمدې لارې ھغوی د نظام د کمزوري کولو او بې ثباته کولو لپارہ وکاروي.
طالبانو ھم د یوې عادلې او اصولي حکومتولۍ د اصل پر خلاف د مفسدینو او ملي خاینینو پر وړاندې د عفوې
او مصلحتي چلند سیاست غورہ گڼلای. د دا راز مصلحتي سیاست پر بنسټ، افغانستان تر ابدہ د دې خاینو
او مفسدو کړیو له جنجال څخه ځان نه شي ژغورلای!
څه کول پکار دي؟
۱- ھغه حکومتونه چې د اساسي قانون پر محور د اصولي او قانونی حیثیت څښتن نه وي، په کور د ننه او
بھر له ستونزو او مخالفتونوسرہ مخ کیږي او زیات دوام نه شي کولای.
د اساسي قانون تنظیم یو نظام ته حقوقي مشروع بڼه ورکوي.
اړینه دہ چې طا لبان د اساسي قانون د تسوید په موخه د مذھبي علماو او اساسي حقوقو د متخصصینو
څخه یو با انډوله کمیسون جوړ کړي.
زہ د اساسي قانون د متخصص په توگه حاضر یم، چې خپلې مسلکي تجربې او وړتیاوې له یاد کمیسون سرہ شریکې کړم.
۲- د اساسي قانون د تصویب لپارہ د لویي جرگې دایریدو ته اړتیا دہ. داسې لویه جرگه چې د اساسي قانون د تصویب په موخه
راغوښتل شوې وي.
اړینه وہ د لویې جرگې جوړیدو څخه وړاندې د ملي خاینینو، مفسدینو او بشري حقوقو ناقضینو د محاکمې لپارہ ځانگړې محکمه جوړہشوې وای، تر څو نا اھله کسان لویې جرگې ته لیار پیدا نکړي خو د طالبانو د حکومت د عدم مشروعیت له امله په دې
برخه کې په کمزوري حقوقي حالت کې قرار لري، بیا ھم دا امکان شته چې اوسنی حکومت د یوې سوچه اسلامي
او ملي لویې جرگې د جوړیدو په موخه د نوماندانو لپارہ د دیني او ملي ارزښتونو پر بنسټ معیارونه وټاکي
او د یوہ تقنیني فرمان له لارې یې نافذ اعلان کړي.
د تقنیني فرمان فلتر د دې لامل گرځي چې ھیڅ خاین، فاسد او اشغال پلوی ترې را تیر نه شي!
د اساسي قانون تر تصویب پس یې د احکامو پر بنسټ داسې یو حکومت جوړیږي چې په ترکیب کې یې
د طالبانو تر څنگ پیژندل شوي د تقوا خاوندان متخصصین برخه لري.
نوی حکومت له لویې جرگې څخه د باور رایه تر لاسه کوي او د اوسني سرپرست حکومت ځای نیسي.
نوی حکومت چې له لویې جرگې څخه مشروعیت تر لاسه کړي، د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پیژندل کیږي
او پر افغانستان اقتصادي بندیزونه او سیاسي فشارونه پای ته رسیږي.
نوی حکومت د لویې جرگې څخه په ځینو نورو اھمو موضوعاتو کې ھم د پریکړې غوښتنه کوي،
چي د ھغو له جملې څخه ځینې مھم یې دادي:
الف: په تیرو شلو کلونو کې د اشغالگرو قواو لخوا جنگي جنایتونه
ب: د اشغالگرو ځواکونو څخه د جگړې د تاوان غوښتنه
ج: د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزن تار غزول او پر افغان خاورہ د ډرون او توغندیو بریدونه
د: د ھغو ملي خاینینو د محاکمې څرنگوالی چې بھرنیو ځواکونو ته یې د تیري او اشغال زمینه مساعدہ کړې وہ
ھ: د جینکیو د ښوونځیو خلاصون
په پایله کې:
تر څو چې د طالبانو واکمني د اساسي قانون پر بنسټ جوړہ نشي، تر ھغې؛
۱- کورنۍ مشروعیت نه شي تر لاسه کولای
۲- د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت نه پیژندل کیږي
۳- له بھرنیانو سرہ په تعامل کې، د ناروا جگړې د تاوان غوښتنه نشي مطرح کولای
۴- د بھرني جنگي جنایتکارانو دوسیه د سزا نړیوال دیوان ته نه شي حواله کولای
۵- افغان ملي خاینین او مفسدین نشي محاکمه کولای
۶- وسله وال مخالفین د باغیانو تر نامه لاندې نه شي ټکولای او نه قانوناً سزا ورکولای شي، ځکه یواځې
د اساسي قانون پر بنسټ یومشروع نظام د دې کارونو جوگه دی!
زہ خپلې خبرې ھمدلته پای ته رسوم!
له توجه څخه مو نړۍ مننه.
د قدرمن استاد پر تول پورہ خبرو په پای کې یې د ماښام اذان وکړ، موږ ټول د لمانځه لپارہ د سپیدار ماڼۍ
په انگړ کې جوړ شوي جومات ته لاړو.
د مجلس پاته برخه چې په حقیقت کې د حکومتي چارواکیو لخوا د استاد د خبرو او گرویږنو
پر محور را څرخیدلې، د ماښام تر لمانځه وروسته تر سرہ شوې!
آذان په ځنډ کوہ طالبه!
زہ د اشنا غیږې ته اوس و رسیدمه
دا لړۍ ادامه لري…
Comments are closed.