د ھمدې ورځې پر مازیگر څلورو بجو مو د لوړو زدہ کړو له وزیر سرہ د ھغه د کار په دفتر کې د ملاقات وختدرلود.
د ورځې لخوا مې څه ځانگړې بوختیا نه لرله، د سھار چای کې ذاکري صیب ھم راغی۔
د کانتننتل سبا ناری ډیر خوندور وي، کوچ، مربا، ھگۍ، شیدې، جوس، غوړہ ډوډۍ ، سلاد، او نور ډیر څه درستوران په منځ کې
پر یوہ لوی مستطیل ډوله میز ایښودل شوې وي.
ھر سړی د خپلې خوښې خواړہ د ضرورت په آندازہ په پیشقابونو کې اچوي او کوم میز ته کیني.
د رستوران ډوډۍ یې ھماغه د بوفې مشھور سیستم دی، یانې پیسې في کس اخلي، که څوک لږ خوري او کهډیرہ!
زہ او ذاکري د خوراک چندان میړني نه یو، ما به ھر سھار د وچې ډوډۍ یوہ پرچه له یوہ پیاله شیر چای سرہ نوشي جان
کوله خو ھغه به کله نا کله یوہ ھگۍ ھم ورسرہ خوړله، که نه معمول مو ھماغه یوہ پرچه ډوډۍ او یوہ پیاله شیر چای وو.
کله کله به مو په اما رت زړہ درد وکړ. ذاکري او ما په شریکه ھم د یوہ کس له استحقاق څخه کمه ډوډۍ خوړله،
خو ظالم کانتننتل به له اما رت څخه د سړي پر سر مجرایي اخیسته.
بیا به مو ځان پر دې تسل کاوہ چې: ځه یرہ! څه پروا کوي؟ کانتننتل ھم د امارت دی! د امارت له یو جیب څخه
یې پیسې بل جیب ته ځي!
خو زموږ د مشورتي بورډ بل ملگری، عبد الھادي دولت زی صیب بیا د کنجوسۍ تر حدہ د اما رت پر
مال ټپریدہ! یو ځل بیرون چرته روان و، ھغه د کانتننتل د دروازې سرہ پښه نیولی شو.
موږ ته یې وویل: زہ یو ځل پاس پهمنډہ خپل اطاق ته ځم.
ھغه لاړ، څو دقیقي وروسته ساہ نیولی بیرته را ستون شو.
ما ورته وویل: خیر خو و؟ ډیر په بیړہ لاړې، څه در څخه پاته شوي و؟
راته کړل یې: ھو، د اطاق برق راڅخه روښانه پاته شوی و، ھغه مې مړ کړ،
ما ویل ولې د خپل دولت بې ځایه مصرف وکړم؟
نه پوھیږم د دولتزي صیب د بریښنا سپما به د اما رت کوم ځای ونیسي!؟
خو ماته د ھغه مرغۍ پڅیر ښکارہ شو چې د نمرود د اور وژلو ته یې په خپله مښوکه کې اوبه راوړې وې!
په دې ورځ، دوہ ځوانان ھم د سباناري بوفې لپارہ له کوم ځای څخه راغلي ول.
دې ځوانانو ځانونو ته دومرہ قابونه ډک کړل چې زموږ په شمول د رستوران میلمه پالو او نورو خلکو ھم د ھغوینندارہ کوله.
زہ یې میز ته ورغلم، تر سلام پس مې د ھغوی د ځوانۍ او ښې ا شتھا صفت وکړ. بیا مې ورته وویل: خو که داټول خواړہ
چې میز مو پر ډک کړی و نه خوړلای شئ! نو دا اسراف گڼل کیږي چې سترہ گناہ دہ!
ځوانانو وویل: نه، نه، بېغمه اوسه! موږ یې خلاصوو! بیا مې ترې د ھغوی د تصویر
ایستلو او په خواله رسنیو کېد نشرولو اجازہ وغوښته.
راته کړل یې: ھیڅ خبرہ نه دہ! ته ودریږہ چې موږ ورته لږ سم کینو، بیا مو تصویر وباسه.
د لوړو زدہ کړو له وزیر سرہ مجلس:
غالبا درې کاله پخوا ذاکري صیب ماته د السیاسة و الإدارة فی الإسلام په نوم یو کتاب راکړې و.
کتاب شیخ عبدالباقي حقاني لیکلی.
شیخ صیب ھغه مھال غالباً د اما رت د لوړو زدہ کړو د کمیسون مشر و.
سرہ له دې چې، کتاب په ډیرې اوچتې علمي مستوی لیکل شوی، خو بیا ھم اسلوب یې دومرہ سلیس او عامفھمه دی
چې ھر څوک ترې گټه پورته کولای شي!
ای کاش! پښتو یا دري او یا دواړو ژبو ته وژباړل شي! ( که نه وي ژباړل شوی ).
ای کاش! دې کتاب ته د حقوقو، سیاسي علومو او شرعیاتو ( سیاسي فقه ) پوھنځۍ او نور
علمي مؤسسات پهخپلو تدریسي نصابونو کې ځای ورکړي!
د مجلس پیل د شیخ صیب لخوا په ښه راغلاست وشو، ھمداراز ھغه له استاد ترہ کي څخه وغوښتل
چې خپلې ارزښتناکې مشورې ورڅخه و نه سپموي!
استاد:
زہ د پوھنتون د سابقه لرونکي ښوونکي په توگه چې د پوھنتون اوج او سقوط دواړہ حالتونه مې له نژدې څارلي، تاسې مخاطبوم:
زما د کابل په پوھنتون، بھرنیو چارو وزارت ( د دیپلوماسۍ کورس ) د دیپلوماسۍ انستیتیوت او د پولیسو په اکاډمۍ
کې د تدریس ۱۵ کاله شوي و چې په ۱۳۵۷ ھ ش کال کمونستانو کودتا وکړہ.
دا د پوھنتون د ایډیالوژیک کیدو او زوال پیل وو.
پوھنتون له بھرہ د را واردو شویو ایډیالوژیو په منگولو کې خپل اکاډمیک رسالت له لاسه ورکړی وو. زرگونه مسلکي کدرونه،
وژل شوي، زنداني شوي او یا ھم وطن پریښودو ته اړ شوي وو.
د کمونستانو له سقوط څخه نیولې تر نن پورې، افغانستان پر دې نه دی توانیدلی چې پوھنتونونو ته
رسیدلي معنوي او مادي خسارات جبران کړي!
محترمه!
اوس غواړم د لوړو زدہ کړو په اړہ ستاسې پام ځینو مھمو نکتو ته را واړوم:
۱- موږ له پخوا څخه او بیا په ځانگړي ډول د کمونستانو له کودتا څخه تر دې مھاله د لوړو زدہ کړو
په علمي مؤسساتو کې د کادرونو له فقدان سرہ مخ وو/یو.
په تیر څلویښت کلن ناورین کې، زموږ په زرونو مسلکي کادرونه له ھیواد څخه وتلي.
خو اوسني حکومت، د دې تشې د ډکولو پر ځای، په داسې اقداماتو لاس پورې کړی چې شته ستونزہ لاپسې ژورہ کوي.
داسې بریښي لکه طالبان چې د پوھنتون له فرھنگي او علمي لاسته راوړنو سرہ جوړ نه وي!
د وزارت په کچه د طالبانو په حکومت کې د پوھنتون فارغان او مسلکي کسان برخه نه لري.
۲- په نصاب کې د بھرنیانو لاسوھنه.
دلته ھر اشغالگر د خپل موجودیت او یا د خپلو پلویانو د اقتدار پر مھال زموږ نصاب د خپلو گټو
سرہ برابر جوړ کړی، ھمدا لامل دی چې زموږ ډیری لوستی پوړ د خپلو ملي گټو پر ځای د نورو
ملي گټو ته زیات ژمن وي/دي.
نوې واکمني باید دیته پام واړوي چې پر درسي نصاب باندې د ملي ارزښتونو او د اوسنۍ نړۍ
د واقعیتونو پربنسټ له سرہ کتنه، د ھیواد د ملي دفاع روحیه پیاوړې کوي او افغانستان
د ۲۱ پیړۍ له کاروان سرہ تړي.
۳- د ظاھر شاہ په واکمنۍ کې افغانستان د نړۍ له گڼو پوھنتونونو او نورو علمي او
مسلکي ادارو سرہ دتؤامیت ( دوہ اړخیز ) موافقه لیک
درلود چې ھغوی به زموږ سرہ د علمي او مسلکي کدرونو په روزنه کې مرسته کوله.
دې کار مثبت او منفي اړخونه لرل؛ که له یوې خوا د بھر څخه راغلیو مسلکيانو له ځانونو
سرہ نړیوال ارزښتونهلکه ملي واکمني، دیموکراسي،
بشري حقوق او نور راوړل چې په افغانستان کې زموږ د اساسي قوانینو سرہ په ھمغږۍ
تسجیل کیدل نو له بلې خوا ھمدې را ستانه شویو علمي او مسلکي کدرونو له ځانونو سرہ
بھرنۍ ایډیالوژۍ ھم راوړې.
په نصابونو کې لاسوھنو او له بھر څخه د نورو ایډیالوژیو راتگ د دې لامل شو
چې د دواړو اشغالونو پر مھال داستقلال په جگړو کې زموږ د لوستي پوړ ونډہ ډیرہ کمه کړي!
۴- لوړې زدہ کړې په یوہ ھیواد کې تر ټولو مھم ارگان وي.
ھمدا ادارہ دہ چې د یوہ ملت راتلونکې ته لیدلوری ورکوي.
زموږ د ولس تر پنځوس سلنې ډیر وگړي ښځې تشکیلوي. که په لوړو زدہ کړو کې د ښځو گډون نه وي
او یا پیکهوي، نو ولس د خپلې ښیرازۍ، پرمختگ او ھوسا ژوند پنځوس سلنه چانس پخپله له لاسه ورکوي؛
ځکه نو په لوړوزدہ کړو کې د ښځو د ونډې په اړہ د نړیوالې ټولنې او افغان
ولس مشروع غوښتنې باید بې له درنگه ومنل شي.
د ښځو تعلیم د دیني او دنیوي قوانینو په رڼا کې یو منل شوی اصل دی. افغانستان
د ځمکې پر مخ یواځینیاسلامي ھیواد دی چې د شریعت، عقل او منطق خلاف یې
د منځني تعلیم دروازې د جینکو پر مخ تړلي دي!
۵- بله مھمه نکته د زدہ کړو کیفیت دی.
اوسمھال د شخصي سکتور پر مټ، ډیر شخصي پوھنتونونه او نورې علمي ادارې
را ټوکیدلي، چې ترکیز یې د معیاري زدہ کړو پر ځای، د ډیرو پیسو پر گټلو دی!
تیر نظام کې خپلمنځي قومي سیالۍ د دې لامل شوې چې ټوپکمارې ډلی له یوہ بل سرہ په رقابت کې
نوي پوھنتونونه جوړ کړي. بې له دې چې ورته علمي، تدریسي او مسلکي پیاوړی کدر پیدا کړي،
د پوھنتونونو د کمیتپه گڼه گوڼه کې، کیفیت حاشیې ته ولاړ.
د لوړو زدہ کړو وزارت باید د دولتي او شخصي علمي مرکزونو پر کیفیت پانگونه وکړي!
داسې لوړ معیارونه وټاکي چې پر مټ یې د کمیت پر ځای د کیفیت علمي کچه
د نړیوالو نورمونو سرہ برابرہ شي!
موږ لږ شمیر خو د کیفیت په لحاظ لوړ د عالي تحصیل موسساتو ته اړتیا لرو.
د لوړو زدہ کړو وزارت د امریکایي پوھنتون پر ځای بل پوھنتون تأسیس کړ.
د نوي پوھنتون د جوړیدو پر ځای، باید شته مالي او تخنیکي امکانات د مخکینیو
پوھنتونونو د وړتیا د لوړولو په موخه لگول شوې وای!
۶- افغانستان کرھڼیز اقتصاد لري. وړوکې صنایع د ودې په حالت کې دي.
د عالي تحصیلاتو وزارت باید تر ھر څه زیات د حرفوي تحصیلاتو ( ترکاڼي، فلز کاري او نور )
خواته توجه وکړي.
ھمدا اوس د مسلکي کادرونو تشه تر ھر بل وخت زیاته محسوسیږي،
ھمدا اوس افغانستان اړ دی چې مسلکيکادرونه له
گاونډیو ھیوادونو را وارد کړي!
چې دا حالت نه د ولس په گټه دی او نه د اما رت.
مننه
حقاني صیب:
مننه قدرمن استاد، الله مو عزت وکړہ!
مشورې مو په سر سترگو!
تاسې په بھر کې پاته کیږي، ھلته ستاسې تجربه او دلته زموږ! که دواړہ سرہ یو ځای کړو، ښایي ولس
ته یې گټه څو چندہ زیاته شي!
موږ په نصاب کې کمزورتیا لرو.
د دواړو اشغالونو ( روس او امریکا ) پر مھال زموږ سترو علمي مراکزو، پوھنتونونو او اکاډمیو ته د نورو
نظریاتاو پردۍ ایډیالوژۍ راوړل شوې.
له بدہ مرغه، د وخت حکومتونو او علماو د نویو نظریاتو د ترویج مخه و نه نیوله.
دې کار زموږ ځوان نسل په دیني او مسلکي کمزورۍ اخته کړ او کرار کرار په داسې یوہ روحیه وروزل شو چې
نه د دین او نه د ولس په خیر وہ.
ھمدارا، ډیری محصلین چې بھرنیو ھیوادونو ته استول شوي وو، ھغوی د مسلکي زدہ کړو په خوا کې خارجينظریې
ھم له ځان سرہ راوړي چې د افغانستان په گټه ھیڅ نه دي/وې!
ما چې د وزارت چارې په لاس کې واخیستې، لوړې زدہ کړې مو له گڼو ستونزو او ننگونو سرہ مخ وې چې یوہیې ھمدا وہ.
موږ د حل لارو په توگه لاندې کارونه وکړل:
۱- په پوھنتونونو کې د شرعیاتو د نویو پوھنځیو منظورول او پر موجودو له سرہ کتنه کول.
۲- د اسلامي ثقافت په مضمون کې د دوہ کریدته اضافه کیدو له امله د اسلامي ثقافت په برخه کې د
استادانولپارہ د ۶۵۸ نویو بستونو منظورول.
۳- د دعوت او ارشاد له لیارې د محصلینو د دیني پوھنې کچه لوړول او
د علماو او محصلینو تر منځ واټن کمول.
۴- د نصاب د نوي ریاست ایجاد، چې گڼ شمیر مسلکي بستونه پکې شتون لري.
یاد ریاست دندہ لري چې په نړیوالو علمي نورمونو برابر داسې نصاب جوړ او یا په موجودہ ھغه کې
داسې تغیر،تبدیل، او تعدیل وکړي چې
د موجودہ عصر چلنجونو ته ځواب وویلای شي.
بله مسئله د مختلط تعلیم وہ.
د اختلاط د مخنیوي لپارہ مو پر لاندې درې مختلفو ماډلونو کار وکړ چې اوس مھال په مختلفو
تحصیلي بنسټونوکې ترې گټه پورته کیږي:
۱- د ښځینه او نارینه محصلینو د ټولگیو جلا کول
۲- په ځینې تحصیلي بنسټونو کې د تدریس د وختونو بیل والی
۳- او په ځینو نورو کې د ښځینه او نارینه زدہ کوونکیو لپارہ د اونۍ مختلفې ورځې مشخصې کول
زموږ پر یوہ محصل په اوسط ډول دیرش زرہ ډالر مصرف راځي.
له فتحې مخکې نژدې څلور سوہ زرہ محصلین په ۳۹ دولتي او ۱۴۳ خصوصي تحصیلي بنسټونو کې پر زدہکړو بوخت ول او
اوس څلور سوہ لس زرہ محصلین په ۴۰ دولتي او ۱۴۳ خصوصي تحصیلي بنسټونو کېتحصیل کوي.
موږ د پخوانیو تحصیلي بنسټونو سربیرہ، وکولای شو چې یواځې په دولتي بنسټونو کې ۲۲ پوھنځي، ۶۰ډیپارټمنټونه او ۱۵
د بیلابیلو ماسټریو برنامې ایجاد کړو!
د لوړو زدہ کړو په تشکیل کې د افغان نړیوال پوھنتون را منځته کول، په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې
داسلامي ثقافت مضمون حتمي
او دایمي کول ( دا ھماغه مضمون دې چې د ربانیخیلو اسلامي جمعیت حفیظ منصور یې په پارلمان کې له نصاب
څخه د ایستلو لپارہ کمپاین چلاوہ! )
او نورې ډیرې لاسته راوړنې ھم لرو, چې د وخت د کمښت له امله ترې تیریږم.
افغانستان یو غریب او تازہ له جگړې را وتلی ھیواد دی. خو بیا ھم پخپل مات گوډ اقتصاد د لوړو زدہ کړو تداوم
او لا مؤثرتوب ته ژمن دی.
ھر نظام خپلې نیمگړتیاوې لري، موږ یې ھم لرو خو زموږ سرہ د نړۍ تعامل ھم پر عناد او بدنیتۍ ولاړ دی.
موږ له نړیوالې ټولنې د یوہ بیل تعلیمي سیستم په ایجاد کې د مرستې غوښتنه وکړہ، خو ځواب یې منفي و.
بھرنیانو پر ھغو تحصیلو بنسټونو ھم مرستې بندې کړې چې په تیرہ ادارہ کې د ھغوی لخوا تمویل کیدې, بې لهدې چې وگوري موږ یې
چارې تر تیرې ادارې په بھترہ او شفافه توگه پر مخ وړو!
اوس خو دا بھانه کوي چې گواکې د جینکیو پر مخ د تعلیم دروازې بندې دې خو چې ورته ووایې:
د لوړو زدہ کړووزارت خو د ټولو ستونزو
او مصایبو پر زغملو د تحصیلي بنسټونو دروازې د نارینه او ښځینه محصلینو پر مخپرانستې ساتلي
او یا دا چې نړیوالې ټولنې ولې ھغه مھال
خپلې بشري مرستي د افغانستان له معارف سرہبندې کړې وې چې د ښوونځیو د بندیدو ستونزہ نه وہ پیدا شوې؟
نو لا ځوابه شي او د نورو بھانو پر تراشلو پیل وکړي.
*****************
د حقاني صیب خبرې مؤثرې، منطق یې پوخ، استدلال یې قناعت بښونکی او زړہ یې خپل ځوریدلي ملت ته
د لاښه خدمت له ھیلو مالامال وو.
زہ دا کرښې داسې مھال لیکم چې ھغه نور وزیر نه دی نو په زغردہ ویلای شم نوموړی بې له شکه، یوہ
ستريعلمي ھستي دہ.
د لوړو زدہ کړو په وزارت کې یې د ټولو ناخوالو او نامسعادو شرایطو سرہ سرہ ډیر بنسټیز کارونه
کړي، سترېلاسته راوړنې یې لرلي،
خو د شیخ صیب ستونزہ دا دہ چې د خپلو نوښتونو او لاسته راوړنو تشھیر نه کوي، دځان ښودنې طرفدار نه دی، ځکه خو یې
په رسنیو کې د فعالیتونو څرک د نشت برابر دی!
اما رت یې باید له پوھې او پراخې تجربې څخه د ولس په خیر اعظمي گټه پورته کړي.
ھمداراز ھیله من یم که شیخ صیب بیا کومه دندہ اخلي نو د قرانکریم د دې فرمودې پر بنسټ چې وایي: وَأَمَّابِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ،
د خپلو لاسته راوړنو د ډاگیزہ کولو لپارہ پخپل کاري ټیم کې تکړہ فرھنگي ملگري ھم ځای په ځای کړي!
په کانتننتل کې له ځوانانو سرہ مجلس، د سیند د غصب مسئله…..
دا لړۍ ادامه لري
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.